د زړه په هکله طبي مالومات:

 
خوږ‎و لوستونکیو !!
 
نن خورا گټین روغتیائی معلومات ستاسی د پاملرني لپارہ وړ‎اندي کوم : ( اول مختصر ځان پوہ کړ‎ۍ، زیرې په پای کې وړ‎اندی کوم)
زړ‎ه ( قلب):
زړ‎ه د وجود ھغه ارگان دې چې ځانگړ‎ې سیستم ( جھاز ) او کردار لري . په خپله زړ‎ه له داسي عضلاتو جوړ‎ دې چې له نورو عضلو د بدن سرہ توپیرلری .
کاراو فعالیت ېی د پم Pump په څیر دہ چې ټول وجود اوھری حجری ته پاکه یعنی له اکسجن څخه ډکه وینه مهياکوياو په دي وینه کې ھغه غذائی توکي ھری حجری ته د پروریش او ودی لپارہ رسوی کوم ته چې قدرتي اړ‎تیا دہ .
څلور دھلیزہ Chambers لری، یو ډکیژی بل خالي کیژی او دا بھیر په نه ستړ‎یداروان وی . د ھردھلیز په مینځ کې یو دیوال Septum موقعت لري اوھردیوال طبعی سورې (غار) لری . ھرغار بیا پردہ (برغولې) Valve لری، چې کله یو دھلیزبل دھلیز او بیاغټ شریان ته وینه واستوی نو دابرغولې بیرته پری راکشته شي اوغاربند شي ترڅو لیژل شوی (پم شوی) وینه راواپس نشی . دابرغولي Valves ھم په رنځ مبتلاکیدای شي اوھرکوم Valve چې په رنځ مبتلاشي نومشخص د ھغه Valve د نوم په رنځ یادیژی ،
(د نن معلومات د زړ‎ه د کوم Valve د رنځ په ھکله ندې)
کله چې مې ذکرکړ‎، چې زړ‎ه له عضلاتو جوړ‎دې نو دا د زړ‎ہ عضلات ھم پروریش او چستي ته اړ‎تیالري چې تازه او فعال ېی وساتي ، د دی لپارہ ھم وینه باید ورسیژی چې دا بھیر پورہ کړ‎ی .
نو داپاکه اوله اکسجن څخه برمندہ وینه د شریانونو په واسطه د زړ‎ہ عضلو ته رسیژی. کله چې عضلات ضروری خواړ‎ه ورڅخه ترلاسه کړ‎ی، نو ناپاکه وینه (اکسجن مصرف شوی) بیرته لدی عضلو د زړ‎ہ د وریدو په مرسته جریان ته واستوی ترڅو بیا له اکسجن سرہ گډه او بیرته پریمنځلی راستون شی.
ھمدی د زړ‎ہ عضلو ته درۍ شریانونه مشخص دې چې دا بھیر پورہ کوی او د زړ‎ه د شریانونو په نومونو یادیژی Coronary Arteries.
۱) شې د زړ‎ہ شریان RCA 
۲) چپ د زړ‎ہ شریان LAD
 او
۳) گرداگرد د زړ‎ه شریان CIRCUMFLEX CA
ھغه وخت چې دا شریانونه یو یا دوه یا ھم زیات تنگوالې اختیارکړ‎ی نو وینه په کافي (پورہ) اندازه ھغی برخی د زړ‎ه ته محدودہ شی او ورو ورو بندیش واقع شې . کله چې بندیش مکمله بڼه ونیسی نوعضله د زړ‎ه له وینی محرومه شی ، فورأ وچوالې غورہ کړ‎ی ، اکسجن قطع شي ، یوہ ذرہ غوړ‎ د خیری Clot په څیرجلاشی شریان چي تنگ شوی مطلق بند شی او د زړ‎ہ حمله (سکته قلب) واقع شي .
ایا څنگه داشریان او یاشریانونه تنگ شي ؟
د غوړ‎و ( چربي ) Cholesterol په واسطه.
کوم لاملونه دي چې د زړ‎ه شریانونه په تنگوالی راشي ؟
ورثی ، تمباکو نوشی ، شراب نوشی ، د شکری ناروغی ، زیات وزن او مزیتوب (چاغی)، په وینه کې د غوړ‎و زیاتوالې، زیات تشویش او اندیشه لرل، جسمأغیرفعال، د عمرلوړ‎والې (زړ‎توب), بعضی درمل او ځنی نور رنځونه د وجود .
کوم علائم اونشانی دې چې انسان باید پوہ شي چې د زړ‎ہ شریان یا شریانونه به تنگوالې راغلي ؟
د ویني‎ فشارلوړ‎، ستومانی، د زړ‎ہ دروسیدا، په سینه یاچپه اوږ‎ہ درد، نفستنگي، د سر درد، دغاړ‎ی یاڅټ د عضلاتو درد .
څنگه تشخیص شي ؟
اول : دا پورته ذکرلاملونه اوعلائم د یو متخصیص که لائقه وی 25% تشخیص مکمل کړ‎ی .
دوم : د وینی معائنه ،
ECG ,  X Ray Chest , 2D Echo , Stress Test , Angiography .
اعلاج اومخنیوې ېی ؟
په معیارد تنگوالي ( % فیصدی ) اړ‎وندلری، کوم اوڅو او په کومه حیصه کې تنگوالې لری ؟
۱) که تردیرس فیصده ټیټ تنگوالې لری ، پرھیز او درمل په کار دې .
او که تردیرس فیصدہ لوړ‎تنگوالې غورہ شوی وی نو یا به د زړ‎ه عملیات Open Heart Surgery او یا Angioplasty مشورہ ورکول کیږ‎ی .
ھو د رنځورعمر، اقتصادی حالت، د وجود نور رنځونه , یو باعاطفه، بشر دوست او واقعی ډاکټر حتمآ په نظرکې نیسی . نیک, مناسب، گټورہ مشورہ او سلا ېی وظیفه دی چې رنځور ته ېی ورکړ‎ی . دا د رنځورحق دې . د ډاکټرله جانبه کوم احسان یاکرم ندې.
 
اوس راځم زیری ته :
ننې روغتیائی ژورنال (راپور) چې می مخته ولویدو ھغه داچې اوس خورا اسانه طریقه د زړ‎ہ د شریانونو د تنگوالی تشخیص او څیړ‎نه کولائ شي ۔
او دا د غاړ‎ی او یا لینگو د شریانو د غوټوالی د تثبتیدو په واسطه کیداي شي .
مثلأ په پورته ذکر Stress Test کې 70% په 2D Echo کې 60% او Angiography کې 40% اشتباہ ، خطا او غلطی کیدای شي .
شریان د نل په څیر جوړ‎ښت لری او وینه پکې درومي. داشریان دیوال لری چې معمولأ 0.5mm غوټوالې لری . که دا غوټوالې تر 0.75mm رسیدلې وی نو د زړ‎ہ په شریانونو کې تنگوالې وجود لری او که تر 1mm زیات غوټ شوی وی د زړ‎ه درې سرہ شریانونه تنگ شوی دي .
دا د غاړ‎ی او لینگو د شریانونو معائنه د USG په واسطه کیږ‎ی چې
High Resolution Ultrasound یادیږ‎ی .
دلته یوہ توجه باید ولرۍ چې سکته د قلب ( دزړ‎ہ حمله ) د زړ‎ہ د ھغه شریان کیږ‎ی چې تنگوالې ېی له 50% تر 60% وی . ھغه شریان چې تر 70% زیات تنگوالې لرې علائم د رنځ زیات وی ، رنځور نا راحتی زیاته لری حمله د زړ‎ہ کمه واقع کیږ‎ی .
نو دا معائنه خورا گټورہ پاملرنه کیدای شی ھم د رنځور لپارہ او ھم د ډاکټر لپارہ.
ھغه کسان چې نورمال وی اما وھم لری د ھغو لپاره لا زیاته گټورہ دہ ځکه چې پدی حالت کې که د غاړ‎ی او لینگو د شریانونو غوټوالې ثابت نشی له نورو معائناتو څخه به ھم نجات حاصیل کړ‎ی او ھم به ېي بي ځایه مصرف نه کیږ‎ی . له داسی معائنی لکه Angiography چې مضرہ دہ ، شعاع لری له ھغی به ھم خلاصون ترلاسه شی .
 
ډاکټر نجیب خټې