امریکا پلوه کړۍ

 
وروسته له هغې چې په افغانستان کې یو دوه سری حکومت جوړ شو امریکا له فرصت نه په ګټه اخیستو خپل ځان ته وفاداره کړۍ په حکومت کې په ځانګړې توګه په ارګ کې ځای پر ځای کړې تر څو هر څه له نږدې تر نظر لاندې ولري.
امریکا هغه وخت دې پرېکړې ته ورسېده کله چې پخوانی ولس مشر حامد کرزي د امریکا د پټو سیاستونو په اړه په پوره توګه پوه شو؛ هماغه وو چې به ارګ کې امریکا ضد کړۍ را منځ ته شوې چې په هر ډول به د امریکا د چارو په مخ کې درېدل او د دوی له لاس وهنو او مداخلو  مخ نیوی یې کاوه.
په دې ډله کې ډېر لوړپوړي چارواکي وو، چې په افغانستان کې یې محبوبیت درلوده (او لري یې) د خپل کار په حریم کې د پوره صلاحیت خاوندان وو، نو په دې توګه امریکا له دې ډلې نه سخته په وېره کې وه.
د پخواني حکومت یوه ښېګڼه کېدای شي دا هم وي چې مصلحتي وو، دا چې مصلحتونه یې تر ډېره د هیواد په زیان وو، خو ځېنې مشورې او سیاستونه یې د هیواد په ګټه وو. مشرانو د یو بل خبرو ته غوږ نیوه خو په نوي حکومت کې داسې ګنګوسې شته دي چې هر سړی د خپل سر دی او آن د ملي مسایلو پر سر هم صلاح مشورې نه کېږي چې غوره بېلګې یې د نفوس د ثبت قانونو او له امريکا سره ستراتيژیک تړون وو چې پرته له کومې مشورې او پوښتنې ګروېږنې امضا او توشېح شول.
امريکا له دې خبرو په تجربه اخیستو دې پرېکړې ته ورسیده.  په هر ډول چې کېږي د ارګ په مهمو او کلیدي پوستونو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي.
له بلې خوا امریکا په ښکاره توګه د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه او په خپلو هلو ځلو یې وکړی شول چې په افغانستان کې یو ضعیفه او په ځان بې باوره حکومت جوړ کړي چې هر کله وغواړي هغه له منځه وړی شي.
همداسې وشول امریکا د ملي وحدت په حکومت کې هیڅ داسې کوم لوړپوړی مخالف نه لري تر څو د دوی پر سیاستونو انتقاد وکړي.
د ملي وحدت د حکومت په منځ ته راتګ بهرنی استخباراتي شبکې په خلاص لاس فعالیتونه کوي د امریکایانو تګ راتګ ارګ ته ډېر شوی دی او هیڅ داسې کس نشته چې د امریکا نه د هغې د کړو وړو په اړه پوښتنه وکړي امریکا هم کله چې دوه سره مار د خپل ځان په غم اخته ولید نه یې په تړون ژمنه وکړه او نه ېې وتل رښتیا وو، خپل شتون یې یو کال نور هم اوږکړ،  دا اعلان یې وکړ چې نور هغه طالب مشران چې پر دوی حملې نه کوي نه وژني او نه یې په وړاندې عملیات کوي.
داسې ګنګوسې هم شته چې د ملي وحدت د حکومت په کابینه کې د امریکا مستقیم لاس دی او غواړي چې ځان ته وفادار وزیران وټاکي نو په همدې سبب ده چې کابینه دومره ځنډنه شوه.
د کابېنې په ټاکلو کې د څو هیوادونو لاس دی او دا حکومت په اصل کې شپږ ولس مشران لري.
ډاکټر اشرف غني احمدزی او معاونین یو او ډاکټر عبدالله عبدالله او معاونین یې دوهم ګروپ دی چې د لوېدلې او کړېدلې ولس چارې سمبالوي هغو هر یو له یوه یوه هیواده سیاسی همایت لري؛وزارتونو سفارتونه او نورې سیاسي څوکی غواړي.
له بلې خوا امریکا او نورو ګاونډیو هیوادنو چې په دې پوه شول چې د امریکا تړون هسې د افغانستان لپاره ډاډ ورکول وو،  په عمل کې هېڅ هم نشته نو په دې خاوره یې په ښکاره حملې وکړې پر دانګام تر ننه جنګ دی کلي، کورونه، ښځې او ماشومان د پردو په لاس کې دي خو امریکا هیڅ غبرګون  و نښود.
او هیڅ دولتي چارواکی چې په ارګ کې دندې لري د دې پېښې په اړه څه و نه ویل له بلې خوا امریکایي ادارې دا هڅه کوي تر څو په افغانستان د قوي او پر خپلو پښو ولاړ حکومت را منځ ته نشي نو د کابينې به ټاکلو کې هغه کسان ډېره لاس وهنه کوي چې د امریکا په اشاره حرکت کوي د مسلکي توب پر ځای هغه کسان او څېرې مخ ته کوي چې په ولس کې منفورې دي او یوازې غواړي په نامه حکومت په دې هیواد کې شتون ولري.
تر څو امریکا خپل شتون ته یوه بله تشه هم پیدا کړې وي او نړۍ ته دا وښيي چې افغانستان لا د امریکا شتون ته اړتیا لري.
او که د ملي وحدت حکومت دې ډلې او سیاستونو ته یې متوجه نشي نو استخباراتي کړی (چې د ګاونډیو او نورو هیوادونو یو شریک جال دی) موخه به پوره شي.