
«اېډوارډ پی روسکي جر» په ۱۹۳۸ زېږدیز کال د امریکا د متحده ایالاتو په اوکلاهوما ایالت کې په یوه بې وزله پولنډۍ کډواله کورنۍ کې زېږېدلی دی. وروسته له کورنۍ سره سویلي کلفورنیا ته تللی. نوموړي لومړنۍ زدکړې په لویول ښوونځي کې کړې. لوړې زدکړې یې د سویلي کلفورنیا پوهنتون د سوداګرۍ په برخه کې کړې چې تمرکز یې پر مالياتو او املاکو و. نوموړي د وېتنام په جګړه کې هم برخه اخیستې او د سمندري ځواکونو د یوې ډلې قوماندان پاتې شوی. په دغه جګړه کې د څلورو کلونو په ترڅ کې د زړوتیا له کبله یې دوه ځله د بنفش زړه په نوم اېوارډونه ترلاسه کړي. سره له دې چې کورنۍ یې امریکا ته د کډوالۍ په لومړنیو کلونو کې بې وزله وه خو پلار یې « اېډوارډ پي روسکي سر» په ۱۹۴۸ کال د مجسټیک ریالیټي په نوم د املاکو او جایدادونو د پراختیا یوه کمپنۍ جوړه کړه. د کمپنۍ چارې تر ۱۹۶۶ کال پورې روسکي سر پر مخ وړلې تر دې چې زوی یې جر د وېتنام له جګړې راستون شو. له راستنېدو سره سم یې په کمپنۍ کې کار پیل کړ او په ۱۹۶۸ کال يې د کمرس کانسټرکشن په نوم د ساختماني چارو کمپنۍ جوړه کړه.
تر ۱۹۷۰ کلونو پورې مجسټیک په امریکا کې د صنعتي پارکونو د پراختیا تر ټولو ستره کمپنۍ شوه. دې کمپنۍ په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې لومړنۍ داسې ودانۍ جوړه چې مساحت یې تر یو میلیون فوټ مربع ډېر و. د جنرال الکټریک لپاره جوړه شوې ودانۍ چې د کلفورنیا په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې وه، ۱،۳ میلیونه فوټ مربع مساحت یې درلود. دې پروژې د مجسټیک کمپنۍ له ودې او شهورت سره پام وړ مرسته وکړه او چارو یې ورځ تر بلې پراختیا موندله.
کمپنۍ په ۹۰ مه لسیزه کې په لاس وېګاس، ډینور، اتلانتا او ډالس کې دفترونه پرانیستل. مجسټیک ریالیټي اوسمهال په امریکا کې د جایدادونو او ملکیتونو په لویو کمپنیو کې شمېرل کېږي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰ میلیونه فوټ مربع جایدادونه لري.
اېډاورډ پی روسکي جر چې اوسمهال د کمپنۍ مشر او د اجرایوي بورډ رییس دی په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې اعلان وکړ چې په لاس انجلس کې به د فوټبال یو ستر سټیډیوم جوړ کړي.
فوربس مجله وايي چې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۹ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۵۹ ام میلیاردر دی. ده واده کړی، دری اولادونه لري او په لاس انجلس کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.