ناسم اقتصادي شاخصونه، لویه ستونزه

 
د ناخالص کورني تولید کچه، د بې روزګارۍ کچه، د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون کچه، د پانګونې او پس اندازه کچه، د لګښتونو اندازه، د صادراتو او وارداتو کچه، د تادیاتو بیلانس او نور هغه شاخصونه دي چې د کموالي او زیاتوالي له مخې یې د اقتصادي پرمختګ او هوساینې اندازه ټاکل کیدلای شي.
په نوره نړۍ کې د نوموړو اقتصادي شاخصونو  Indexes د معلومولو لپاره د احصایې او اندازه ګیرۍ ځانګړې بنسټونه ګومارل شوي وي. که ورځني اقتصادي خبرونه ولولئ نو د ډېرو داسې سرلیکونو سره به مخ شئ چې د نوموړو شاخصونو ښودنه به کوي، د بېلګې په ډول په هیواد کې د پانګونې کچه لس سلنه کمه شوې، صادرات مو پنځه سلنه زیات شوي، بهرنۍ پانګونه اته سلنه رالوېدلې او د اسې نور.
نور هېوادونه د اقتصادي متغیراتو اړوند دقیق معلومات راټولوي تر څو په ریښتیني توګه د هغوی د اقتصادي پرمختګ او وروسته پاتې والي ښودنه وکړي. که دغه معلومات ریښتیني هم نه وي نو باید د حقیقي ارقامو سره لوی توپیر و نه لري. د نړۍ هېوادونه په لویه کچه د یو اقتصادي شاخص د معلومولو تر څنګ هغه په کوچنیو برخو هم ویشي، د بېلګې په توګه که د بې روزګارۍ کچه په پام کې ونیسو نو د بې روزګارۍ د ټولیزې کچې تر څنګ باید د بې روزګارۍ د بېلابېلو ډولونو اندازه هم معلومه شي لکه دوراني بې روزګاري، بنسټیزه بې روزګاري او د بې روزګارۍ نور ګڼ ډولونه.
له بده مرغه زموږ په هېواد کې د پورتنیو اقتصادي شاخصونو اړوند راټول شوي معلومات دقیق او ریښتیني نه وي. لامل یې دا دی چې دلته ډېری اقتصادي معاملات د ثبت په موخه په سمه توګه نه څارل کیږي. هغه اقتصادي شاخص چې د یو هیواد اقتصادي پرمختګ ښایي کورنی ناخالص محصول یا GDP دی چې له بده مرغه په دې اړوند خپریدونکې احصایې له اصلي ارقامو سره ډېر توپیر لري. د صادراتو، انفلاسیون، پانګونې او نورو مقدارونه مو هم همداسې ستونزې لري چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
د اقتصادي ارقامو د ناسموالي بل لامل دا دی چې هره اداره چې د کوم اقتصادي سکتور د پرمخ وړلو مسولیت لري، د دې لپاره چې خلکو ته ځان بریالی وښایي د خپلو لاس ته راوړنو نا سمه احصایه ورکوي او په قصدي ډول د هغه سکتور شاخصونه له ریښتیني شاخصونو څخه لوړ ښایي. دا چاره د ریښتیني اقتصادي پرمختګ په اندازه کولو کې ستونزې جوړوي. که اقتصادي شاخصونه زیاتوالی ښایي نو باید زمونږ د وګړو د ژوندانه په معیارونو کې هم بدلون راشي چې دا پایله هیڅکله هم په هیواد کې نه لیدل کیږي، دا په داسې حال کې چې د ژوندانه د معیار لوړېدل د اقتصادي شاخصونو په پرمختګ پورې تړلي او هیڅکله ترې سترګې نشي پټېدلای ځکه خو تر هغه چې زمونږ د وګړو په اقتصادي ژوندانه کې مثبت بدلون نه وي رامینځته شوی؛ دغه اقتصادي شاخصونه ریښتیني نشو ګڼلای.
د دې لپاره چې د ریښتیني اقتصادي پرمختګ اندازه ولګوو باید د دقیقې احصایې سیستم رامینځته شي تر څو په عملي توګه اقتصادي معاملات ثبت او وڅاري او د بیلابیلو اقتصادي سکتورونو د پرمختګ اړوند سم معلومات راټول او د اړونده خلکو سره شریک کړي. له دې پرته نن سبا د اقتصادي متغیراتو اړوند خپرېدونکې ارقام یوازې اټکلونه دي چې له اصلي ارقامو سره ډېره فاصله لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.