
د ولايت مقام اعلاميه
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې پرون د يکشنبې ورځې په مازديګر مهال دخوست ولايت د دارلتعديب يا د ماشومانو د اصلاح مرکز مسوول نوربادشاه ګل د نامعلومو کسانو لخوا دتوفنګچې پواسطه په شهادت ورسېده .
اناالله وانا اليه راجعون
شهيد نوربادشاه ګل چې شاوخوا شپېته کاله عمر يې درلود، دخپل ژوند په اوږدو کې يې ددې هېواد د مظلوم ولس لپاره په ډېرو برخو کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړى وو، چې نن ورځ دخپلو غوره کړنو له امله د هر وګړي په زړه کې خاص ځاى لري .
دخوست ولايت مقام دا ډول وحشي او بې رحمانه ترورېستي کړنې په سختو ټکو سره غندي او د پېښې د څېړلو او پلټنو په تړاو ټولو امنيتي او کشفي ځواکونو ته په جديت سره دنده سپاري، چې عاملين يې ژر ترژره پيدا او د سختې سزا په موخه يې د قانون منګولو ته وسپاري .
همداراز دخوست ولايتي اداره د مرحوم نوربادشاه ګل شهادت يوه ستره ضايع بولي او د نوموړي خدمتونه او غوره فعاليتونه چې د هېواد د بچيانو په سالمه روزنه کې يې ترسره کړي،د زړه له کومې ستاينه کوي .
په پاى کې خوست ولايت مقام د ولايتي ادارې د ټولو ملکي، نظامي،عدلي او قضايي ارګانونو ، مدني ټولنو او دخوست دټول شريف ولس په استازيتوب د شهيد نوربادشاه ګل کورنۍ ته د ژورې خواشينۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د پاک خد اى (( ج ))ستر دربار ته دعاکوي،چې نوموړي ته فردوس جنت او کورنۍ ته يې جميل صبر ورپه برخه کړي .
په درناوي
دخوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر