ډېوېډ فیلو؛  د یاهو بنسټګر

 
ډېوېډ فیلو د یاهو له بنسټګرو څخه دی. نوموړی د ۱۹۶۶ زېږدیز کال د اپرېل په شلمه د امریکا د متحده ایالاتو په وسکانسین ایالت کې زېږدلی.  وروسته یې کورنۍ د لوزیانا ایالت موس بلاف سیمې ته ګډه شوې ده. لومړنۍ زدکړې یې په سم هاسټن ښوونځي کړې. د کمپیوټر د انجنیرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زدکړې یې په تولان پوهنتون کې کړې. وروسته د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ لپاره سټنفورډ پوهنتون ته تللی دی. د نوموړي د بریا کیسه له همدې پوهنتون پیل شوې ده.
 دی په دغه پوهنتون کې د یاهو له اصلي بنسټګر جیري یانګ او د دکتورا د دورې له دوو نورو کاندیدانو سره معرفي شو. هغوی دغه مهال د یوه میموري کارټ د ډیزاین پر پروژه کار کاوه. دوی به د خپل وخت ډېره برخه د انټرنېټ پر کارونې تېروله او په دې ډول یې د خپلو درسونو سړتیا رفعه کوله. د انټرنېټ د کارونې پر مهال یې یوه تشه احساس کړه او هغه دا چې په نېټ کې داسې کوم ځانګړی سیستم نه و چې په مرسته یې کاروونکو د خپلې خوښې وړ هغه سایټونه چې پخوا یې کتلي وو، بیا پرانیستي وی. دوی دواړو تصمیم ونیو چې همداسې یو سیستم رامنځته کړي او د هغه لپاره یې طرحه جوړه کړه.
فیلو او یانګ د خپلې خوښې وړ سایټونو یو لېست چمتو کړ. وروسته یې د هغه لپاره د پلټنې یو ماشین جوړ کړ چې په مرسته یې د انټرنېټ کاروونکو په اسانۍ د خپلې خوښې وړ سایټونه کتلی شوی. په ۱۹۹۴ کال کې یې خپل لېست پر انټرنېټ خپور کړ او پر هغه یې د « David and Jerry’s Guide to the Web» نوم کېښود. دواړو د وخت په تېرېدو سره دغه لېست ته پراختیا ورکوله او نوې کټګورۍ یې ورباندې اضافه کولې. د همدې کال په وروستیو کې د هغه نوم پر «ِ!Yahoo»  بدل کړ. په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې یاهو د ورځې ۱۷۰۰۰۰ کتونکي لرل، خو څلور کاله وروسته یې د هرې ورځې د کتونکو شمېر تر یو میلیون کسانو واوښت. سټنفورډ پوهنتون د فیلو او یانګ له بریالیتوبه خوښ نه و، ځکه د دوی دواړو د سیستم له کبله د پوهنتون پر انټرنېټ فشار راته او دوی دواړو ته یې امر وکړ چې د پوهنتون له کمپونډ څخه ووځي. د پوهنتون له همدې پرېکړې وروسته دوی تصمیم ونیو چې دغه کار ته د سوداګرۍ رنګ ورکړي. سره له دې چې تر دې وړاندې هم د مایکروسافټ په څېر سترو کمپنیو له دوی څخه د یاد سیستم د اخیستلو وړاندیزونه کړي وو، خو دوی له دې کبله چې سیستم یې یوازې د خپلې خوښې له مخې جوړ کړی و، د هغه پلور ته زړه ښه نه کړ.
نوموړی په تېر جون کې تر ۱۸ کاله وفقې وروسته یو ځل بیا د یاهو له لارښوود بورډ سره یو ځای شو. دی په یاهو کمپنۍ کې اووه سلنه ونډې لري. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د فیلو پانګه یوازې په تېر کال کې یو اعشاریه یو میلیارده ډالره زیاته شوې ده.
دی اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۷ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۰۶ میلیاردر بلل کېږي. نوموړي واده کړی، یو اولاد لري او د کلفورنیا ایالت په پالو الټو سیمه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.