له مشتریانو سره مصنوعي چلند مه کوئ

 
د مشتري او پلورونکي ترمنځ د اړیکو یوه مهمه لار د مشتري د اړتیا او رضایت حصول دی.
د مشتري رضایت ساتل د پلور له چارې سره مرسته کوي. دا که دوکان وي، سقاوه وي، که پلورنځی او فابریکه او کوم رسنیز شرکت. پېرنه یوازې د پیسو او جنس تبادله نه ده، بلکې ډېر وخت فکري تولیدات هم پلورل کیږي. هر پلورنځي، فابریکه او اداره خپل پیرونکي لري.
پېرونکي د پلورونکي نیت، رښتینولي او د توکو او کار کیفیت د هغه په چلند کې لټوي. یوه ډېره وړه تېروتنه، یا غیر مسلکي، مصنوعي او ناسم چلند ددې لامل ګرځیدای شي، چې پیرونکی ستاسې له توکپیرنې لاس واخلي.
زه یو دوه مثاله راوړم. یو کال وړاندې زه هر ۱۵ ورځې وروسته یوې سقاوې ته ورتلم. کار یې خورا پاک او له مشتریانو سره یې چلند مناسب و. ډېرې پیسې یې هم اخستې، خو بیا هم ورتلم. یوه ورځ مې یوچا ته د وېښتانو تورولو دارو ترې واخیستل. په ۲۰۰ افغانۍ یې راحساب کړل. پوه شوم چې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ یې ګران را حساب کړل، ځکه پر کوتي مې یې بیه وکتله. ترې ومې پوښتل: « ګران نه دي؟»، ویې ویل، چې دا یې اصل دي. پوهېدم چې اوس له شرمه هم قیمت نه را ټیټوي کریم مې ترې واخیستل، خو دا وروستۍ ورځ وه، چې زه دې سقاوې ته تلم. اوس یو کیلومتر پلی ځم، خو دې سقاوې ته نه ورځم. دا څه وخت کیږي، چې یوبل ځای مې یوه پاکه سلیماني پیدا کړې، خو پرون یې دوو چلندونو خواشینی کړم. یوه استاد (کارګر) یې پر شاګرد د خلکو ترمنځ خورا بدې پټکې وکړې. ډېر خپه شوم، زړه مې و، چې دفاع یې وکړم، خو فکر مې وکړ، چې هسې نه شاګرد ته یې د ګټې پرځای زیان واړوم. دویم چلند یې له مشتریانو سره دی. خورا خوږ چلند کوي، خو په چلند کې یې مصنوعیت له ورایه ښکاري. د دې پرځای، چې له مشتریانو درې سوه افغانۍ واخلي، شپږ سوه یې ترې وغوښتې. یوه مشتري ورسره چنې ووهلې، خو بل مشر هغه یې وویل، چې نه ورکړه، حق یې کیږي، د دوکان کرایه به یې لوړه وي!
د سقاوې مشر خپلو شاګردانو ته مخ کړ او ورته ویې ویل: « خپل حق ترې واخلئ، زیاتی مه کوئ!». بیا یې مشتریانو ته مخ ور واړاوه:« خیر دی، مه یې ورکوئ، مېلمانه موشئ»! هغوی مننه وکړه او ووتل، خو همدا، چې له دروازې بهر شول، له ځان سره وبنګېد: « د پنځو افغانیو پتلون ته یې ګوره...». ما هم له ځان سره ویل، چې که زه هم تر دروازې بهر شم، همداسې به راپسې غږیږي.
له مشتریانو سره د پلورونکو دغه چلند زما په ذهن کې هم د دوی په اړه ناسم تصویر ترسیم کړ. اوس که تر دوی بل ښه ځای ومومم، ممکن بیا ورنه شم، ځکه دوی له مشتري سره په مصنوعي چلند پرمخ ځي. دا ډول چلند دوام نه کوي، ځکه مقابل اړخ یې درک کولای شي. هدف دا نه دی، چې له مشتریانو سره دې هره شېبه وخاندي، موسک دې شې او...ځکه موسکا او خندا خپل ځانګړی وخت لري او بې وخته مصنوعي ښکاري. هدف په انصاف، کاري کیفیت او د مشتري د منلو او هرکلي په څرنګتیا کې دی. که په تر ټولو ښه توکي د مشتري هرکلی کوئ، یا ښه او باکیفیته خدمت ورته وړاندې کوئ، په زړه کې یې ځای مومئ او راشه درشه یې درسره دوامداره کیږي، خو که چل او ول کوئ، دویم او درېیم ځل نه راځي.
هر پلورونکی یا بایع باید ځان په دې وپوهوي، چې فلانکی مشتري ولې دا دومره وخت نه دی راغلی؟ نه په سفر تللی، نه هم ناروغ دی او نه یې هم له دې ځایه کډه کړې، نو بیا ولې ( دوکان، پلورنځي، سقاوې او....) ته نه راځي؟ دا پوښتنه له تاسې سره د خپل چلند او د خدماتو د کیفیت په ټاکلو کې مرسته کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.