د بازار موندنې معلوماتي سیستم

 
د بازار موندنې معلوماتي سیستم چې Marketing Information System  یا په لنډ ډول یې MIS بولي، هغه سیستم دی چې د بازار موندنې مدیرانو ته د بازار اړوند معلومات راټول، عرضه او تحلیل کوي. د بازار موندنې مدیران بیا د همدغه معلوماتو پر بنسټ د بازارموندنې تصامیم نیسي، ځکه خو په یو کمپني او کاروبار کې د بازار موندنې د معلوماتو او د دغه معلوماتو یو منظم سیستم اړین کار دی.
د بازار موندنې په معلوماتو کې د اټکلونو، حقایقو، نظریاتو، لارښوونو، پالیسي ګانو او د بازار موندنې اړوند نور ګڼ توکي شاملیږي کوم چې د بازار موندنې په تصمیم نیولو کې مرسته کولای شي. د بازار موندنې د معلوماتي سیستم مسولین د بېلابېلو سرچینو څخه د بازار اړوند معلومات راټولوي، بیا یې تحلیل کوي او په وروستي پړاو کې یې د بازار موندنې مدیرانو ته سپاري چې هغوی بیا د همدغه معلوماتو پر بنسټ د بازار موندنې اړوند پرېکړې کوي. نن سبا د بازار موندنې د پروسې بریالیتوب د بازار موندنې د غښتلي سیستم پورې تړلی او څومره چې د نوموړي سیستم راټول شوي معلومات دقیق وي په هماغه اندازه به د یو سازمان د بازار موندنې پروسه اغېزمنه او ګټوره وي. د همدغه خبرې په پام کې نیولو سره کاروبارونه د بازار اړوند د معلوماتو په راټولولو کې د پرمختللو او اغېزمنو علمي میتودونو څخه کار اخلي.
نن سبا د بازار موندنې د معلوماتي سیستم شتون د کاروبارونو یوه اړتیا ده او کله چې یو کاروبار د خپل اړوند بازار د معلوماتو د راټولولو لپاره کوم منظم معلوماتي سیستم و نه لري نو هېڅکله هم د خپلو سیالانو سره سیالي نشي کولای. د بازار موندنې معلوماتي سیستم د ټولو کاروبارونو تر مینځ یو ډول نه وي بلکې هر کاروبار کولای شي د خپلو اړتیاوو پر بنسټ د ځان لپاره د بازار موندنې ځانګړی سیستم جوړ کړي.
په دې برخه کې غواړو د بازار موندنې د سیستم ځینې ځانګړتیاوو ته اشاره وکړو.
لومړی دا چې د بازار موندنې د معلوماتو راټولول مقطعي او یا یو ځلي نه وي بلکې دا پروسه تلپاتې او دوامداره پروسه ده. د نوموړي سیستم موخه دا ده چې په سم معلومات په ټاکي وخت د کاروبار اړمنو کار کوونکو ته برابر کړي تر څو هغوی یې پر بنسټ اغېزمن تصامیم ونیسي. د بازار موندنې د معلوماتو اوسني سیستمونه د کمپیوټرونو په کارولو سره فعالیت کوي، راټول شوې معلومات په کمپیوټرونو کې زېرمه کیږي، په کمپیوټر کې د بیلابیلو سافټویرونو او محاسبو په وسیله تحلیل او  بیا یې پر بنسټ د بازار موندنې اړوند پریکړې کیږي.
د بازار موندنې معلومات د راتلونکو پریکړو او ستونزو د حل لپاره راټولیږي او د تېر وخت سره کوم تړاو نه لري، همدارنګه راټول شوي معلومات د ټیټې کچې مدیرانو، منځنۍ کچې او لوړې کچې ټولو مدیرانو په وسیله کارول کیدای شي او د مدیریت د کومې ځانګړې کچې پورې اړوند نه دي.
د بازار موندنې معلوماتي سیستم د بازار په هکله هر ډول معلومات راټولوي لکه د لګښت کوونکو، سیالانو یا رقیبانو، د بازار د چاپېریال، د دولت د قوانینو او پالیسي ګانو اړوند او داسې نور.
د بازار موندنې معلوماتي سیستم د دواړو داخلي او بهرنیو منابعو څخه د خپلې اړتیا وړ معلومات راټولوي چې په دې برخه کې غواړو د بازار موندنې د معلوماتو په سرچینو لنډې خبرې وکړو.
داخلي سرچینې: د بازارموندنې د معلوماتو لومړنۍ سرچینه داخلي اسناد او ریکارډونه دي. د دغه معلوماتو په پلټلو سره کولای شو د خپل خرڅلاو، د عرضې یا سپلای د لګښت او نورو اندازه ځان ته معلومه کړو. ډیری کمپنۍ د دغه معلوماتو د زېرمه کولو لپاره ځانګړي کمپیوټري سیستمونه لري چې د اړتیا پر مهال ترې ګټه اخلي.
بهرنۍ سرچینې: دغه سرچینې د کمپنۍ څخه بېرون وي، له بهرنیو سرچینو څخه په استفادې کولای شو د بازار د چاپېریال او بدلونونو اړوند معلومات لاس ته راوړو. د دغه سرچینو څخه لاس ته راغلي معلوماتو ته Marketing intelligence  هم ویل کیږي. دغه سرچینې د سوداګریزو او اقتصادي ژورنالونو، ورځپاڼو، میاشتینیو او داسې نور څخه لاس ته راځي. د بهرنیو سرچینو څخه لاس ته راغلي معلومات باید لومړی ارزیابي او له هغه وروسته یې پر بنسټ پریکړې صورت ونیسي.
د بازار موندنې  څېړنه او تحقیق: د بازارموندنې د معلوماتو دریمه سرچینه د یو ځانګړې ستونزې د حل په موخه د بازار څېړنه یا ریسرچ دی. په دې برخه کې راټول شوي معلومات لومړی جدول بندي کیږي، وروسته تحلیل او په پایله کې یې نتیجه ګیري کیږي. وروسته د اخیستل شوي پایلې پر بنسټ د شته ستونزې د حل لپاره لارښوونې ورکول کیږي
د بازار موندنې د تصمیم نیولو سیستم: د بازار موندنې د معلوماتي سیستم څلورمه او وروستۍ سرچینه د تصمیم نیولو سیستم دی. په دغه سیستم کې د داسې وسایلو څخه کار اخیستل کیږي چې د بازار موندنې د مدیرانو سره په تصمیم نیولو کې مرسته کوي، د بیلګې په توګه کمپیوټر، سافټویر او نور. ښکاره ده چې نن سبا پرته له کمپیوټر څخه اغېزمن کار کول ناشوني دي ځکه خو د بازار موندنې مدیران هم د بازارونو د ډلبندۍ یا Segmentation ، د قیمتونو د جوړښت، اشتهاراتو او نورو کارونو د تر سره کولو لپاره د کمپیوټري سیستمونو څخه ګټه اخلي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.