
دملي یووالي پنوم جوړحکومت له بده مرغه په ننۍ پرمختللي نړۍ کې دایتلافي حکومتونویوه بېساري ناوړه بیلګه ده چې حتی له عراق څخه وړاندې پرموږوازمویل شوه ، په حقیقت کې دادیوه نوي بحران پیل دی ، په داسې یوه هیوادکې چې اقلیتونه یی وجودته ژمن ندي اواکثریت یی دیوې پیچلي څارګریزې جګړي په تنورکې سوځي لاهم ملت نه ؛ قبیلوي ارزښتونه یی هم پیکه شویدي نوځکه په یوه محورنشي راټولیدائ ، ددې وراسته خانک نیم شریکانو یادنظارشورای اوباشانو دفتنه ګرواوپردواجیرورسنیوپه مټ دټاکنود قانون دسمون داسې ګرمه ډنډوره وډنګوله چې دنظارشورای انتخاباتي تبلیغاتي کړیویا دټیفا اوفیفا په تودوچکچکوبدرګه شوه اودیوه پلان شوي حرکت په مټ دولسي جرګي دعدلي او قضایی چاروکمیسیون دټاکنوداوسني قانون داتو مادودتعدیل مصوبه تیاره کړیده چې لومړی به دولسي جرګي په ټولوکمیسونونوګرځي ، بیابه عمومي ناستې ته وړاندې کیږي اودتایید په صورت کې به دولسمشرتوشیح ته ځي اوله لاسلیک وروسته به دقانون حیثیت غوره اوپلی کیږي به .
نوي تعدیل شوي مصوبه چې په حقیقت کې هیواددیوه نوي لایتناهي بحران په لوربیایی داساسي قانون سره په ټکرکې ولسمشراو اجرایی ریس ته برابر واک ورکوي چې دټاکنودکمیسونونوله شارټ لست شویونوماندانوڅخه دې برابرکسان دټاکنواوټاکنیزوشکایاتو کمیسون ته وروپیژني اوبیادې پدې نامتعهده پنځوس فیصده غړورڼې اوعادلانه ټاکنې ترسره کړي ، دبحران زړی همدلته دی ځکه هغه نیمایی غړي چې دیوه ناوړه اوناقانونه شراکت استازیتوب کوي څنګه کولی شي ترڅویوه حیاتي ملي پروسه په بریالیتوب پاي ته ورسوي پداسې حال کې چې دافغانستان شتون ته ژمن ندي ؟
له بده مرغه دهیوادویشنې ځواکمنه پروسه دودې په حال کې ده اوایرانی روح دنظارشورای په کالبوت کې جریان لرې ، اوداملي نفاق به ورځ تربلې زوراخلي ، ټاکنې به نوره هیڅ معنی ونه لرې اوهمدا پنځوس فیصده دولت دنظارشورای دپلارونیکه په میراث واوښت سبابه په کندهاراوخوست کې دنظارشورای اوباشان په دوه سوو رایوولسي جرګي ته راځې ځکه نیم کمیسون د دوي دی نوویش هم سم نیم ، له بده مرغه همدا دنیم نخودلوبه به لدي وروسته په ښه زوروشورکې دوام مومي په ځانګړي توګه که ولسمشرخپل چیپټري سیاست ، اویا په بیړه دځینودخوښولولپاره دخپلولاسلیکونوسخاوت ته همداسې ادامه ورکړي .
اوس غواړم دحل په ممکنه لارووغږیږم !
۱ : ولسمشردې داساسي قانون پربنسټ له خپل واک څخه کارواخلي اوهغه دې له چاسره نه ویشي .
۲ : هرڅه دې له ولس سره مخامخ شریک کړي اوولس دې په تیاره کې نه ساتي .
۳ : یووړمعیاردې دټاکنیزوکمیسونونودغړیوغوراوي ته په پام کې ونیول شي دبیلګې پتوګه له هیواده دباندې اودننه دې دنخبه اولوړو علمي کادرونولخوا دغوراوي یوکمیټه جوړه اوبیا دې شارټ لست شوي کسان ولسمشرته وروپیژندل شي ترڅوولسمشریی لمنځه وړ اوملي ګټوته ژمن کسان دکمیشنرانوپتوګه وټاکي .
۴ : درې ګوني امنیتي اداري دې غیري سیاسي شي ترڅودنوروراتلونکوټاکنوپه پایلوداډول ملنډې ونه وهل شي ، اودپایلونه مننونکي دقانون منګولوته وسپاري .
۵ : په اساسي قانون دڅارکمیسون ته دي ځانګړی اجرایوي واک ورکړل شي ترڅوداساسي قانون ماتونکي مجازات اوداړتیاپه صورت کې دې محکمې اوولس ته وروپیژندل شي .
که لوبه همداسې چې ده ، دوام وکړي نوهیوادبه له یوه بل سیاسي ناورین سره مخ اوولس به تردې لاډیردروندقیمت پرې کړي .