پاکستان په وېره کې.

 
د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي ودې لپاره جدي ګامونه اوچت شول  او په دې اړه نړیوالې هڅې وشوي، افغانستان په اقتصادي برخه کې د نړی له لویو اقتصادي هیوادنو سره خبرې وکړي، د نړیوالو سوادګرو د جذب له پاره افغان دولتي چارواکو بهرني سفرونه وکړل.
له هغې ډلې یو هم د چين هېواد و، چې نن سبا په نړیوال تجارت کې غوره ځای لري؛ چين ته د ولسمشر اشرف غني سفر په نړیواله کچه مهم وو ځکه افغان ولسمشر په دې اړه روښانه غوښتنې او پلانونه له ځان سره درلودل، تر څو وکولی شي د چنايي پانګوالو اوسوداګرو مخه افغانستان ته کړي، همداسې وشول چين په افغانستان کې د لویو پروژو د پلې کولو ژمنه وکړه چې له هغې ډلې، د ورېښمو د لارې بیا جوړونه، د څلور اړخېزې پټلی قرار داد، د مس عینک پروژې د کار بهير ته چټکتیا ورکول اوهم چنايي سوداګرو په شمالي ولایتونو کې د پانګونې ژمنه وکړه.
سره له دې هند هم، چې په سیمه کې د پاکستان سیاسي مخالف انګيرل کېږي په افغانستان کې د پانګونې چارې سمبالوي او غواړي تر څو له افغانستان سره خپلو هر اړخېزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.
په همدې اساسو شرایطو کې په پاکستان کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي، کله چې پاکستان دا وپتېیله چې افغانستان د ودې او پرمختګ په لور روان دی نو هغه جنګ چې تر دې مهاله یې استخباراتي ادارې سمبالاوه په مخامخ جنګ بدل کړ د کنړ په دانګام ولسوالی یې عملي برید وکړ چې تر ننه دوام لري همدارنګه کله چې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان سفر درلود داسې ویل کېږي چې راحیل شریف ته یې د هغه د کار په دفتر کې، په خپلو خبرو کې په  ښکاره ډول ویلي وو چې نور د جنګ جګړې وخت تېر دی پاکستان باید د افغانستان د سولې په پروسه کې ګام اوچت کړي او افغانستان ته باید اجازه ورکړل شي تر څو خپل تجارت د پاکستان له خاورې پر مخ بوزي که نه نو دواړه هیوادونه به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
بله خبره چې پاکستان دې ته مجبور شو تر څو پر افغان ځواکونو او افغان خاوره ښکاره حملې وکړي هغه د لوی پښتونستان مسله وه ځکه پاکستان اوس په دې خبره پوه دی چې دا ولس یو ولس دی او د بېلېدلو نقشه یې ناکامه ده، او هغه مدني حرکتونه چې په دې سیمه کې پیدا شوي او پرمخ روان دي دا د دې سبب شول تر څو استخباراتي شبکه د افغانستان په وړاندې د ډیورنډ هغه خوا میشتو کسانو په ذهن کې نفرت او کرکه پیدا کړي نو دوی د پاکستاني طالبانو په وسیله چې ویل کيږي اوس په افغانستان کې دي په ورسک ښوونځي برید وکړ ورسره سم راحیل شریف افغانستان ته سفر وکړ تر څو د ډیورنډ تر څنګ پرتو ولسونو ته دا وښیي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی وو او تر شا یې د افغانستان لاس وو.
خو اوس د ډیورنډ دواړه خوا پښتانه په دې پوهیږي چې د دوی په وړاندې په نړیواله کچه جګړه روانه ده او د دې جګړي اصلي مسول پاکستان دی، په دواړو خواوو کې یوازې پښتانه په نښه او وژل کېږي او امتیازات یې پاکستاني حکومت اخلي.
دا مسله په پاکستاني رسنیو کې همداسې  خپره شوه چې ګواکې راحیل شریف له ځان سره هغه اسناد وړي چې ښایي دا حمله په افغانستان کې پلان شوې وه.
خو افغان دولت په دې اړه چې د راحيل شریف سره د څه په اړه خبرې اترې شوې دي څه نه وايي زیاتره سیاسي کارپوهان دا خبره یوازې په پاکستان کې دعامه  ذهنیت متوجه کول دې ټکي ته  دی، چې د دې هر څه تر شا د پاکستان لاس نه شته او همدارنګه یې به دې توګه غوښتل چې په پاکستان کې هغه مدني فشارونو ته چې د حکومت او ترهګرۍ  په وړاندې را ولاړ شوي دي د خپلې دفاع لپاره ځواب پیدا کړی وي.
نو دا سیاسي لوبه چې د لسګونو کسانو د ژوند د اخیستو سبب شوه د دې لپاره وه چې پاکستان د خپل نسبي دوام لپاره خپل وچ حلق ته یو څاڅکی اوبه پیدا کړي؛ نړیوال امتیازونه خپل کړي او د نړیوالو پام دې ته واړوي چې پاکستان هم یو قرباني دی.
او پاکستان د خپلې اقتصادي او سیاسي لوېدنې له ډاره په هر توګه چې کېږي د دې وروستیو هڅو د ناکامۍ لپاره منډې ترړې کوي او د افغان حکومت له خپلمنځیو اختلافاتونه په ګټه اخیستو غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي.
پا کستان د افغانستان په وده کې خپله ورکه ویني ځکه پاکستان اوس خپل اعتبار په نړیواله کچه له لاسه ورکړی دی خپل اکثریت متحدین یې اوس په مالي او سیاسي لحاظ ملاتړ نه کوي نو پاکستان کوښښ کوي، په هر توګه چې کېږي په افغانستان کې د اقتصادي ودې مخه ډپ کړي تر څو د پاکستان مافیایي تجارت په افغانستان کې له پښو و نه لوېږي.
نو هغه متل دی وایي سپی چې ډېر تنګ شي یاغاپي ، یا خوله اچوي.