رسنیک؛  بریالۍ امریکایۍ جوړه

 
امریکایی سټیوارټ رسنیک په ۱۹۳۸ زېږدیز کال د نیوجرسي ایالت د منځني پوړ په یوه کورنۍ کې زېږېدلی دی. وروسته له خپلې کورنۍ سره د کالفورنیا ایالت ته کډه شوی او د دغه ایالت په پوهنتون کې یې د ساینس برخه لوستې ده. وروسته یې د اوکلا کالج د قوانینو په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړی. د کلفورنیا په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال یې کاروبار پیل کړی دی. ده په لومړنیو وختونو کې د پاک کارۍ د خدماتو یوه کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې په ۱۹۶۹ زېږدیز کال بېرته وپلورله. د کمپنۍ تر پلور وروسته یې د وخت په تېرېدو سره بېلابېل کمپنۍ وپېرلې او د رول ګلوبل په نوم د کمپنیو یو ګروپ یې رامنځته کړ. نوموړی له ۱۹۷۲ زېږدیز کال راهیسې د دغه ګروپ د مشر په توګه دنده ترسره کوي.
د رول ګلوبل د ګروپ تر چتر لاندې د «Teleflora،  POM Wonderful، Fiji Water، Paramount Farms،  Paramount Citrus، Neptune Pacific Line، Justin Vineyards and Winery، Suterra  او Fire Station» کمپنۍ فعالیت کوي.
تېلوفرا یې چې په لومړنیو وختونو کې د تېلګرام کمپنۍ وه، اوس مهال د ګلانو د وېش چارې پر مخ وړي. له دې کمپنۍ سره د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې دری زره کسان پر دندو بوخت دي. دا په نړیواله کچه د ګلانو د پلور او وېش تر ټولو ستره کمپنۍ ده. فیجي واټر یې د معدني اوبو کمپنۍ ده. دا کمپنۍ یوه کاناډايي په ۱۹۹۶ کال کې رامنځته کړې، خو اوس د رول ګلوبل ګروپ د ملکیت برخه ده. پي. او. اېم ونډرفول یې د جوسو او نوشابو کمپنۍ ده. دا کمپنۍ یې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې رامنځته کړې او عمده تولید یې د انارو جوس دي. د نیوزویک د راپور له مخې د دې کمپنۍ د پلور کچه له ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهیسې له ۱۲ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې ۹۲ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
سټیوارټ د کاروبار دا دومره ستره امپراطوري یوازې نه ده رامنځته کړې، بلکې مېرمنې یې پوره مرسته ورسره کړې ده. لېنډا رسنیک هم سوداګره ده او له ده سره د کمپنیو په دغه ستر ګروپ کې شریکه ده. نوموړې د مریلنډ په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې. پلار یې د فلمونو وېشونکی و.  لا څلور کلن وه چې د ماشومانو لپاره په یوه سریال کې یې رول ادا کړ. لېنډا د کالج تر لوستلو وروسته د تبلیغاتو له یوې کمپنۍ سره دنده پیل کړه. د ۱۹ کلونو وه چې د سوداګریزو خبرتیاوو او تبلیغاتو یو بنسټ یې رامنځته کړ.
سټیوارټ او لېنډا چې دواړو د سوداګرۍ تجربه درلوده تر واده وروسته د کاروبار یوه امپراطوري رامنځته کړله چې له برکته یې اوس دواړه میلیاردران دي. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې دوی دواړه اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۸ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۵۲ ام ځای لري. دوی دواړه اوسمهال په کلفورنیا کې ژوند کوي او پنځه اولادونه لري.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.