
د زيږيدو نېټه: 29.07.1817 ز کال
مړينه: 5.05.1900 ز کال
ایوان کانستانتينويچ ايوازوفسکي ارمني الاصله ـ روسی انځورګر دی، چې نړيوال شهرت لري.
نوموړی زياتره سمندرکښ و او ډير زياتې سمندري تابلوګانې يې پنځولي دي. کارپوهان په دې اند دي، چې د ده سمندري انځورونه بيساري دي او هيڅ بل انځورګر په دې برخه کې د ده ځای ته نه دی رسيدلی.
د انځورګر پلار په کريميا کې د «فيدوسيه» ښار ته کډه شوی و او دلته يې د سيمې له يوې ارمنۍ ميرمنې سره واده وکړ او ايوازوفسکي په همدې سيمه کې وزيږيده. په لومړي سر کې د کورنۍ ژوند ښه و، خو وروسته په سیمه کې د يوې وبا له کبله يې ژوند د بې وزلۍ تر کچې راټيټ شو. پلار له خپل زوی سره د ويلون په غږلو او د پولينډي او اوکراييني ژبې په زده کړه کې هم مرسته کوله.
انځورګر له کوچنيوالي رسمولو سره مينه درلوده خو دی ډير بېوزله و او ښايي نړۍ به د داسې يوه مستعده انځورګر تابلوګانې نه وای ليدلي، کچيرې د سيمې والي «کازناچيف» په مرسته دی لومړی د «سيمفروپل» په جمناريم کې او وروسته د «سانت پيتيرزبورګ» په هنري اکاډيمۍ کې شامل شوی نه وای. په سانت پيترزبورګ کې نوموړي ژر پرمختګ وکړ او له نورو پياوړو انځورګرو سره يې پيژندګلوي وشوه.
د ايوازوفسکي برخليک له سمندر سره تړل شوی و؛ په ۱۸۳۸ ز کال کې د دوو کلونو لپاره د «کريميا» ټاپو وزمه ته ولاړ.
په ۱۹۴۰ ز کال کې بهر ته سفر کوي او ډير زيات زيار وباسي او خپل استعداد نور هم راسپړي او روزي او ان تر دې کچې پورې رسيږي، چې د فرانسې د هنرونو د اکاډيمۍ لخوا ورته د سرو زرو مډال ورکول کيږي.
ايوازوفسکي په ۱۹۴۴ ز کال کې روسيې ته راستنيږي او اکاډيمسن کيږي، خو په سانت پيترزبورګ کې يې ژوند له روح سره اړخ نه لګولو؛ واده کوي او بیا د فيدوسيه په ښار کې يوه ټوټه ځمکه اخلي او همالته د سمندرګي تر غاړې ژوند کوي.
په ۱۸۴۵ ز کال کې د سلطان عبدالمجيد په بلنه استانبول ته هم سفر کوي او تر ۱۸۹۰ کال پورې ۸ ځله له دغه ښار نه ليدنه کوي.
تر واده وروسته يې ۴ لوڼه پيدا شوې خو تر ۱۱ کلونو ګډ ژوند وروسته له ميرمنې سره بيليږي.
د فيدوسيه ښار لپاره ايوزوفسکي نه يوازې يو سمبول و بلکې د ښار په بيارغاونه کې يې عملي ګامونه واخستل؛ د ښار بندر، د ريل ګاډي پټلۍ يې جوړ کړل او همداراز يې د ښار لپاره د اوبو رسولو چارې هم تر سره کړې. همداراز يې د خپل هنر په مرسته لاسته راوړل شوو پيسو نه په ياد ښار کې د هنرونو يو پوهنتون او يوه ګالري هم جوړه کړي.
ايوزوفسکي يو ډير هڅاند او زيارکښه انځورګر و، په ۱۹۰۰ ز کال کې کله چې ومړ له ده نه ۶ زره اثار پاتې شول.
کلونه وړاندې کله چې زه (ليکوال) د ارمنستان په پلازمېنه «ايريوان» کې اوسيدم، زما يوه ارمني ملګري، چې خپله هم انځورګر و، راته وويل چې ايوازوفسکي کې په اصل کې ارمنی دی او روسانو د ده نوم تحريف کړی دی. د ده په وينا چې اصلي نوم يې ايوان ايوازوفسکي نه بلکې اوانس ايوازيان دی.
هغه مهال ما ته په دې هکله مالومات کول هم ناشوني وو او نه ما کومه دلچسپي درلوده. خو اوس چې په دې هکله ليکنه کوم، ځينې مالومات مې ترلاسه کړل، چې زما د ملګري د خبرو پخلی کوي.
د انځورګر ايوازوفسکي د څو انځورونو بيلګې هم لاندې کتلی شئ. د نوموړي د انځورګرۍ يوه ځانګړتيا، رڼا شيندنه ده، که دا د لمر رڼا ده، چې پر مستو څپو خپره ده او د خړو وريځو له شا نه يې څرک لګيږي او يا د سپوږمۍ رڼا ده، چې د سمندر پر هنداره لکه سپين زر ځليږي.
د نوموړي نور انځورونه دلته کتلي شئ: د ايوازوفسکي ايوان انځورونه