
د پکتيکا په وير باندې!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته جوړه کربلا ده
بس چاودنې دي وطن کې
د بلبلو چغار نشته
اوس په باغ او په چمن کې
ميندو تور کالي اغوستي
چينارګي یې شهيدان دي
خويندې، وروڼه، پلاران ژاړي
زلمکي یې شهيدان دي
قاتل حورو ته خوشحال دی
روان کړی یې قتال دی
ماشوم وژني خردجال دی
مه مې پوښته چې څه حال دی
د یزيد لښکر راغلی
ملا جان یې شر مشري کړي
بې تپوسه خپل ورور وژني
تور پنجاپ ته غلامي کړي
دلته جوړه کربلا ده
د ګلاب په پاڼو غم دی
چې د دين دعوه یې کړې
همغه راوړی بم دی
اوږدې څڼې تر ملا پورې
او قتال د خرګي کار دی
یو نښه یې در ښایم
کار بار یې انتحار دی
دلته جوړه کربلا ده
له ډډنډر وينې بهيږي
د چينار پاڼې خپه دي
سر تر پایه چې توييږي
پکتيکا په درد دې ژاړم
پکتيکا په درد دې ژاړم
بس قاتل ته دې له ربه
جهنم هميشه غواړم
ايمان