د کونړ نښتر په وينو پایي !

 
د ليکنې د سرليک سره سم......
دوې ورځې کېږي، چې د سيدجمال الدين بابا په ټاټوبي باندې د سرو مرميو باران دی. خلک وایي موږ د دښمن له جنګ څه نه تښتو. خو، ويره لرو هسې نه چې تور سرې مو دښمن ته پاتې نه شي، وایي موږ دې مړه شو، موږ دې تورې خاورې شو، خو چې دې ناکاره، ظالم دښمن ته مو ماشومان او تورې سرې ميندې په ډاګ پاتې نه شي.
دولتمردان خپله د ګل خانې په ماڼۍ کې مزې چړچې کوي، د کونړ په غم یې لا سر هم نه ګراوه. ښه دي په دې وطن کې تر دولت نه ملت په کې لوړ او د ستاينې احساس دی، مدني خوځښتنو هغه څومره یې چې په وس پوره وه، و یې کړل. هغه که مالي و او که ځاني. هغه د پښتنو یو مشهور متل دی وایي چې: هر سړی تر خپلې وسې پورې پړ دی، نو مدني خوځښتنو هم تر خپله وسه پورې هغه څه و کړل چې په توان کې و. څه پېسې او څه هم لومړي ضروري شيان یې ورته و لېږل.
 
د لومړیو خبرنو څخه داسې جوتېږي، چې جګړه مارو اورپکو په څو کليو کې داسې د مرګ تخم و شينده چې د ونو له پاڼو څخه لا وينې بهيږي، د نښترو ډډې ټولې زخمي، زخمي دي، په هر باغ په وياله کې وينې بهيږي. کليوال له خپل ځان ساتنې څخه ستړي شوي نه دي. لا تر اوسه پورې په لور، سوټي، کولنګ او بېلچه باندې جنګ کوي. کونړي ولسوونه له
دولت نه ګيله او له ملت نه مننې کوي. ملت یا هم مدني ټولنو ور سره غمشريکي و کړه، د دوی حال د چارواکو غوږنو ته و رساوه.
چارواکو یا دولتمردانو نور د خدای روی و منئ، ولس مو تر پوزې پورې را وستی دی، دښمن یې هم ستا چارواکي راولي او په ولس باندې یې تپي او مرسته خو یې لا پرېږده ولس ستاسې له لاسه تل ځپل شوی هم دی. د کونړ ولسوونه له دولت څخه نه له ملت  او مدني خوځښتونو څخه مننې کوي، چې ددوی په غم یې څځان ور شريک و باله او لومړنۍ مرستې یې ور سره و کړې.
یو څو بيتونه:
 
د کونړ په وير!
ټوله ورځ آن تر ماښام ګولۍ و رېږي
ولسمشره! په دانګام ګولۍ و رېږي
په جومات کې مو قران سوری، سوری دی
د لوی خدای په پاک کلام ګولې و رېږي
د پنجاپ له خاورې څو ناولي راغلل
زما په ګل، ګل پښتون قام ګولۍ و رېږي
څو بدرنګه راته ناست دي په کمين کې
زما په کور، زما په بام ګولۍ و رېږي
 
ليکوال: ايمان