
ډېوېډ شاو په امریکا کې د مشهورو میلیاردرانو له ډلې دی. د ده اصلي شهرت د شتمنۍ له کبله نه دی بلکې له دې امله دی چې دی د کمپيوټر او تکنالوژۍ له سترو پوهانو شمېرل کېږي. شاو د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹ نېټه زېږېدلی دی. له ښوونځي وروسته یې په کالفورنیا پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي. په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې یې له سټنفورډ پوهنتون څخه د کمپیوټر په برخه کې دکټورا ترلاسه کړې ده. د دکټورا له بشپړولو سره سم یې په کولمبیا پوهنتون کې د استاد په توګه دنده پیل کړې ده. په دغه پوهنتون کې د کار پر مهال یې د یوه سوپر کمپیوټر په اړه څېړنه کوله.
په ۱۹۸۶ زېږدیز کال یې د مورګان سټېنلي په نوم له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ. له دې کار دوه کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۸ کال یې شخصي کاروبار پیل او د « D. E. Shaw & Co.» په نوم کمپنۍ یې جوړه کړله. دا کمپنۍ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په هانګ کانګ، هند، شنګهای او توکیو کې دفترونه لري. دې کمپنۍ د ټکنالوژۍ، بادي انرژۍ، املاکو او مالي خدماتو په برخو کې پانګونې کړې دي.
د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن ډېوېډ شاو په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د امریکا د ولسمشرۍ د ساینس او تکنالوژۍ د مشاورینو د شورا د غړي په توګه وګوماره. په دې شورا کې نوموړی د تکنالوژۍ د برخې د پلاوي غړی شو. په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د امریکا د علومو او ساینس د اکاډمۍ غړی شو. په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا ده ته د ولسمشرۍ د ساینس او ټکنالوژۍ د مشاروینو په شورا کې دنده ورکړه. وروسته یې د علومو په ملي اکاډمۍ کې دنده واخیسته. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د فوربس مجلې د میلیاردرانو نوملړ ته لاره پيدا کړه او په دغه کال کې فوربس مجلې د ده پانګه ۲،۵ میلیارده ډالره وبلله.
شاو د بېټ کوبلینر په نوم له یوې مشهورې ژورنالستې او د مالي چارو له مفسرې سره واده کړی دی. د « Financial Life: Personal Finance in Your Twenties and Thirties» په نوم د هغې کتاب د نړۍ په ډېرو پلورل شویو کتابونو کې راغلی دی.
د فوربس مجلې شمېرې ښيي چې نوموړی اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري او په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې د ۴۱۹ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۴۳ ام ځای لري.
دی دری اولادونه لري او د امریکا د متحده ایالاتو په نیویاک ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.