نظم

 

څه قاتل قاتل ماحول
څه بې مينې انسانان دي
بې تنې سرونه خښ شول
خلک وایي افغانان دي

مازديګر او ماښام منځ کې
چا راوړي وو بموونه
ماشومان یې پرې شهيد کړل
ميندې ځکه کړي ويرونه

ماښامی دی، ډزې کيږي
دبلبلو اواز نشته
ګودر ځکه خپه ښکاري
دا د پېغلو پرې ساز نشته

موږ به ټول مټې را نغواړو
ړنګ کورونه به ودان کړو
ګران هيواده تابه ساتو
دښمنان به دې حیران کړو

پکتيکا په وينو لامبي
ډېر تنکي ژڼي شهيد دي
حورې ناڅي له خوښیه
جنتي ژڼي شهيد دي
ايمان