سل لمړۍ ورځې به ولې ناکامې ارزول کیږي؟

 
د نوي حکومت د واک ته رسیدلو سل لمړنۍ کاري ورځې نیږدې پوره کیدونکي دي او دا ورځې د هغه ارزښت له مخې چې ورته ټاکل شوی دا دی چې په دې پام وړ ورځو کې باید نوې زعامت داسې د پام وړ ګامونه پورته کړي چې له مخې یې پلویان او په ټوله کې ملت خپله راتلونکې ښه او هیله منه کوونکي احساس کړي او ددې ورځو فلسفه هم ډیره په دې کې پرته ده چې اصلا ولسمشر او په ټوله کې نوی حکومت د ولس تر یوه ارزونه لاندې دی چې دا ارزونه د حکومت، اقتدار، ژمنتیا او رواني مشروعیت کچه معلوم وي.
دا ورځې د مطبوعاتو په همکارۍ سره لا د پام وړ ګرځي او د ښې حکومت دارۍ د نښو د را څرګندیدلو او هم په حکومت د مشروع فشار اچولو لپاره غوره تګلاره او شیوه ده.
د نوي افغان حکومت څخه ډیره هیله کیدله او ددې هیلې درلودلو لامل دا و چې ولس د نوي زعامت په پیاوړې اراده، تفکر او لوړ سیاسي شعور باور درلود خو تر اوسه تر سره شوي کارونه او پورته شوي ګامونه تر ډیره ولس ته د منلو او هیله کوونکي نه دي او په دې هم پوه دي چې ددې ناراضي کوونکي وضیعت لاملونه دوه څه دي یو د ګټونکي نوماند له خوا معاملې ته غاړه ایښودل و چې د هغې پر بنسټ په هیواد کې یو دوه سري حکومت را منځته شو نه هغه حکومت چې ولسمشر غني د بریا پر ورځ ویلي و چې نوی حکومت به یو دوه سری حکومت نه وي بلکې د دندو د ویش پر بنسټ ولاړ حکومت به وي خو په حقیقت کې داسې بیا نه و بلکه د ولس اندیښنو عملي جنبه خپله کړې ده او اجرایوي ریاست د خپل امتیازي پست د لا پیاوړي کولو لپاره په ډیره سپین سترګۍ او کمزورو سیاسي اخلاقو سره کار کوي. او هم یې هڅه روانه کړې ده د اجرایوي ریاست په پنسل لیکل شوی وجود ته د قانوني مشروعیت په رڼا کې همدا اوس د اساسي قانون تعدیل ته لاره هواره کړي او د لویې جرګې د غړو په سمبالولو سره دا اضافي، موازي او امتیازي چوکۍ ته قانوني پوښ ور واغوندي. دا د شمالي ټلوالې پخوانۍ هڅه ده چې غواړي د افغانستان واحد وجود ته هر اړخیز ګواښونه پیښ کړي او تر ټوله بده دا چې دوی په داسې یوه ناوړه روحیه دنده ترسره کوي چې د ټول هیواد سره د مینې څرکونه نه پکې ښکاري.
دوهم لامل چې د بې باورۍ د پیاوړي کولو سره مرسته کوي هغه دا ده چې ولسمشر اشرف غني نسبت پخواني ولسمشر ته ډیر پر ولس او خپلو پلویانو حساب نه کوي چې دا کړنه د یو رهبر په نفوذ او د اقتدار په تداوم کې ډير مهم دي؛ که فکر وکړو ولسمشر کرزي په خپله واکمنۍ کې تل دا هڅه وکړه چې پر وړاندې یې کوم جدي ملي غبرګون ونه شي او همداسې هم وشول چې د ده معقول سیاستونه و چې تر وروستیو پورې موږ داسې کوم لاریون ونه لید چې په هغې کې د ولسمشر کرزی غندل شوی وي او یا د په عامه توګه د ده سیاستونه له کوم هیواد او شخص څخه متاثر ښودل شوي وي. اوس هم نوي ولسمشر ته په کار ده چې هڅه د وکړي خپل پلویان او ولس د خپل نفوذ او د قدرت د بقا لپاره له ځان سره ونیسي تر څو شوې ژمنې د خدماتو وړاندې کولو ته ترسره شي .
د کابینې تشکیلولولپاره د ژر اقدام وشي لازمه خو دا وه چې مخکې له مخکې باید تیاره وی او نور لمړني ګامونه باید مشخص شوي وی خو داسې بریښي چې د جان کري په وساطت چې کومه لمړنۍ معامله وشوه هماغه پر ځای ده او عملي کیږي په هغې کې داسې یو ځای راغلی و چې ولسمشر نه شي کولای چې تر دریو میاشتو په امنیتي ادارو کې بدلونونه راولي اوس داسې څرګندیږي چې هغه معامله تر شایعې ډیره قوي ده دا ځکه چې نه یوازې امنیتي ادارې بلکې ټول وزارتونه، ولایتونه، سفارتونه او ټول دولت یې په بر کې را نیولی دی.
او د نیم حکومت خوب، خیال او فکر ته یې هم عملي جنبه ورکړله.
اوس ددې لپاره چې نوی ائتلافي حکومت تر ډیره دوام وکړي او وکولای شي خپلې ګډې ژمنې ترسره کړي ورته په کار ده چې تر هرڅه د مخه د خپله کابینه وړاندې کړي او د ټولو اداراتو د چارو په پیل د ژر ګام پورته کړي تر څو د ولس له بې باورۍ سره مخ نه شي. سل لمړۍ ورځې به ناکامې و ارزول شي ځکه چې ددې ناکامۍ عامل د نوي حکومت اضافي عنصر(اجرایوي ریاست) دي چې د ښې حکومت دارۍ لپاره یو تسهیل کوونکی نه بلکې یو مزاحمت کوونکی او امتیاز اخیستونکی عنصر ګرځیدلی دی. لازمه ده چې ولسمشر غني ددې ډلې کنټرول ته لازمې هڅې وکړي ګني لرې نه ده چې
((دریمه لار)) به ددې ناسم وضیعت بدیل شي . نو ښه دا ده چې اوس ولسمشر په خپله ځیرکتیا او د پخواني ولسمشر په مشورو سره ژر تر ژره اغیزناک ګامونه پورته کړي او دا د خدمت کولو لویه وسیله چې په لاس ورغلې له دې موقع څخه د ښه استفاده وکړي. د سلو لمړنیو ورځو د بري چانس اوس هم شته دی هغه دا دی چې ولسمشر غني د له اجرایوي ریاست سره په شوې موافقه هله ژر تر ژره اقدام وکړي چې د اساسي قانون موادو او ارزښتونو ته پکې زیان نه وي که کوم زیان لیدل کیږي په ډیر جرات سره د اساسي قانون ارزښتونو ته ژمن پاتې کیدل ستا بریا او روښانه راتلونکې تضمینوي. نو همداسې مبهم وضیعت کومه نوې لار نه شي زیږولی مګر د قوانینو نقض که د ولسمشر ویره دا وي چې اجرایه رئیس به استعفا وکړي او وضیعت به خراب شي . نه نه داسې هیڅ نه کیږي که استعفا وشي ستا حکومتي چارې به ژر بریالۍ شي، شوې ژمنې به د تر سره شي او یو مقتدر رهبر او مدیر به وارزول شې او د اجرایوي مشر د استعفا په صورت کې هیڅ داسې ویره نشته چې دوی به غوغا او پاڅون را پورته کړي ځکه اوس یې پلویانو ته ښه جوته شوې چې دا شخص یو د چوکۍ تږی شخص دی او ډیر ژر خپله ژمنه او وفا هیروي.
هیله کیږي چې په آرام او خپلواک فکر سره  راتلونکې تصویر او ترسیم کړې ویره نه ده په کار، د ملت ترڅنګ ټینګ دریدل او د  اساسي قانون ساتل او څارل ستا ستره دنده ده، دې ته ژمن پاتې کیدل ستا با وقاره ژوند تضمینوي.