له چین سره د اړیکو پراختیا او پر افغان ثبات یې اغیز

 
سوله خوښی، اقتصادي زبرځواک او د ملګرو ملتونو دایمي غړی هیواد چین، د سیمې او نړۍ په کچه د ثبات او امنیت پلويتوب کوي. د همدغه سوله ییز او دفاعی سیاست پر اساس هڅه کوي چې د نړۍ د نورو هیوادونو ترڅنګ له خپل ګاونډي سره د ثبات، بیارغونې او ګډو اندیښنو لکه افراطیت او تروریزم ته په ګډه سره کار وکړی شي. د چین ولسي جمهوریت له افغانستان سره د خپلو اړیکو د کچې لوړولو ته په ۲۰۱۲ زیږدیز کال د ستراتیژیکو اړیکو د بنسټ ایښودلو لپاره یوه ګډه اعلامیه خپره کړې وه او په هغه کې د دواړو هیوادونو د ملي ګټو د غوټه کولو او خوندي ساتلو لپاره ژمنه شوې وه او د اړیکو پر دوام او پراختیا یې خپلې ژمنې تازه او مهمې وګڼل شوې وې. دا دی اوس د افغانستان نوی ولسمشر محمد اشرف غني له خپل نوي پلاوي سره چین ته تللی او د دواړو هیوادونو اړیکو پر پراختیا کار کوي. د دغه سفر په تیرو لمړنیو ورځو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ یو تعداد تړونونه لاسلیک شول چې په پایله کې یې له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې د ۳۳۰ میلیونه ډالرو او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د تحصیلي بورسونه مرسته وکړه چې دا مرستې او همکارۍ به په روانو پنځه کلونو کې افغانستان ته ورکول کیږي.
د چین ډيره پاملرنه په افغانستان کې اقتصادي مسایلو ته ده او د افغانستان او چین ترمنځ ګډې اندیښنې د امنیتي مسایلو په اړه په ځانګړې توګه د تروریزم، بنسټ پالنې، د مخدره موادو قاچاق او سازماني شوي جرمونه دي. چې دواړه هیوادونه په دې برخه کې د یو او بل مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
له چین سره پاکستان او ایران ښې اړیکې لري خو د دوی دا اړیکې د افغانستان ثبات ته د پام وړ نه دي دا ځکه چې چین له پاکستان سره په دې خاطر ښې اړیکې پالي چې دواړه هیوادونه له هندوستان سره تاریخي، جغرافیايی او مذهبي شخړي او اختلافونه لري. او علاقه نه لري چې د دوی دا اړیکې د نورو د اړیکو پیاوړتیا ته کار وکړی شي. او هم ایران د افغانستان په مسله کې ورسره څه نه شي کړی ځکه چې د ایران او چین اړیکې ډیرې اقتصادي دي او د سیمې او نړیوالو موضوعاتو په اړه محسوسې نه شي تمام کیدی. خو پرون د اسیا زړه هیوادونو په غونډه کې ولسمشر اشرف غني او د چین د ولسمشر له خوا پر طالبانو د سولې کولو غږ وشو او دا ډول نړیوال ملاتړونه کولای شي چې د افغانستان ثبات ته د پام وړ مرسته وکړي. خو د افغان ولسمشر سفر چین ته دا مرسته هم کولای شي چې د چین سره زموږ د اړیکو بنسټ چې د متقابل سیاسي باور پر اساس ولاړ دی، د شتون او تداوم ډاډ یې ورکړي. او هم د افغانستان د دریځ په اړه چې د سیمې او نړۍ له هیوادونه سره کومه ستراتیژیکه ملګرتیا لري د نه زیان او ګټو په خطر کې د نه لویدلو ډاډ ورکولای شي. او په ټوله کې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د توازن سره مرسته کولای شي.
اوس چې چین له افغانستان سره د اړیکو په لا پراختیا کې همغږی دی نو لازمه ده چې افغان حکومت د خپل بهرني سیاست د مشخص کولو لپاره کار وکړي او د نړیوالو اړیکو د ښه پاللو او اعمال په خاطر دې د افغانستان د ډیپلوماسۍ بشري پانګه په وړ او هیوادپالو اشخاصو سمبال کړي. ځکه نن ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته د لار موندلو موخه دا ده چې کارکوونکي یې ډیر امتیازات په ځانګړې توګه بهرنیو هیوادونو ته سفرونه بولي خو اصلا دا تر اوسه کا رکوونکو ته نه ده معلومه چې د دوی د  دندې فلسفه په کومو اهدافو کې پرته ده او کله چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان سیاسي نمایندګیو ته و استول شي نو دوی د افغانستان له ملت او دولت څخه سالم استازیتوب نه شي کولای او په ډيری هیوادونو کې دا شکایت شوی دی چې د افغان سیاسی نمایندګیو مامورین له خپلو هیوادوالو سره ناسم چلند کوي نو لازمه ده چې د اړیکو د لا پراختیا په او د ستراتیژیکو متحدینو سره د اړیکو د لا پیاوړي کیدلو په خاطر دې افغان ډیپلوماسي پیاوړې او وړ لارې ته یې د برابره کړي.
په پای کې ویلی شم چې د چین او افغانستان اړیکې ډیر اقتصادي اړخ لري او ددې اړیکې د پراختیا لپاره یې مناسبه دا ده چې د چین او افغانستان ترمنځ په ټرانزیټي لاره کار وشي چې په دې سره د چین وارداتو او صادراتو لپاره د تقاضا وړ ځایونو ته د رسیدلو لپاره سهولت منځته راوستی شي او د افغانستان له ثبات سره د سیمې هیوادونو په کچه مرسته کولای شي.