
د بریالیتوب لپاره د وړتیا تشخیص اړین دی. ډېر کله زموږ هیلې له وړتیا سره همغږې نه وي. وړتیا مو په یوه برخه کې وي، خو موږ په بله برخه کې د بریالیتوب خوب وینو. هانګ کانګی میلیاردر « Gong Hongjia» په ژوند کې له همدغه یوه حالت سره مخ و. نوموړی په ۱۹۶۰ زېږدیز کال زېږېدلی دی. د چینايي رسنیو د معلوماتو له مخې دی یو له هغو کسانو څخه و چې ادبیاتو او هنر ته یې پر علم ترجیح ورکوله. د نوموړي د ماشومتوب پر مهال له تکنالوژۍ سره د خلکو لېوالتیا ډېره نه وه. په ماشومتوب کې لا د نوموړي هیله دا وه چې باید خبریال یا وکیل شي. نوموړی د ښوونځي په دوره کې له بااستعداده زده کوونکو څخه و او د کانکور په ازموینه کې یې لوړې نومرې واخیستې. سره له دې چې غوښتل یې خبریال شي، خو له دې کبله چې لوړې نومرې یې وړې وې د هانګژو په نوم د ساینس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې د زده کړو وړاندیز ورته وشو. د دغه وړاندیز لامل هم د نوموړي لوړ استعداد بلل شوی دی.
ګانګ له دې کبله چې هانګژو د وخت مشهور پوهنتون و، وړاندیز ومانه او د ټکنالوژۍ په برخه کې یې زده کړو ته دوام ورکړ. په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې له پوهنتون څخه فارغ شو. په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې یې د « Tecsun General Electric» په نوم د راډیوګانو د تولید یوه کمپنۍ رامنځته کړله. د کمپنۍ د بریا راز په دې کې و چې تولید کړې راډیوګانې یې تر جاپاني برنډونو په ډېره ټیټه بیه پلورلې. په لنډ وخت کې یې کمپنۍ په چین کې د راډیوګانو د تولید ستره کمپنۍ شوه او د جاپاني راډیوګانو بازار یې سوړ کړ.
نوموړي وروسته خپل فعالیتونه د تکنالوژۍ نورو برخو ته وغځول او ستر بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. ده په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د هایکوېژن په نوم د ټکنالوژۍ په یوه کمپنۍ کې پانګونه وکړه. نوموړی اوسمهال د دې کمپنۍ مرستیال او تر ټولو ستر ونډه وال دی. همدا هایکوېژن د نوموړي د پانګې ستره سرچینه ګڼل کېږي. ګانګ هغو کسانو ته چې غواړي بریالي شي مشوره ورکوي او وایي هغه کار ترسره کړی چې نور یې نه ترسره کوي او یا یې د ترسره کولو جرئت نه لري. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ګانګ هانګجیا اوس مهال دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۰۱ او په هانګ کانګ کې ۱۲ ام میلیاردر دی. ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.