
هالنډی « Frits Goldschmeding» له هغو کسانو څخه دی چې له خورا کوچني کاروبار څخه میلیاردر شوی دی. نوموړی د ۱۹۳۳ زېږدیز کال د اګېسټ په دویمه نېټه په امستردام کې زېږېدلی دی. د ښوونځي تر لوستو وروسته یې د امستردام پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې زده کړې پیل کړې دي. لا په پوهنتون کې محصل و چې شخصي کاروبار یې پیل کړ. ده له خپل یوه بل ملګري سره په ګډه د پوهنتون د لیلیې په کوټه کې په ۱۹۶۰ زېږدیز کال د «Uitzendbureau Amstelveen» په نوم یو بنسټ جوړ کړ چې د بشري منابعو په برخه کې به یې فعالیتونه کول. د کار په لومړنیو کلونو کې یې د بیمې، بانکدارۍ او روغتیا په برخو کې د بشري منابعو خدامات وړاندې کول.
دری کاله وروسته یې د کمپنۍ نوم «Randstad Uitzendbureau» ته بدل کړ او د امستردام تر څنګ یې په دوو نورو سیمو کې هم څانګې پرانیستلې.
کاروبار یې په تدریج پرمختګ کاوه تر دې چې په اویایمه لسیزه کې یې خپل فعالیتونه له هالنډ د باندې پیل کړل. په ۱۹۶۵ کال کې یې خپله لومړی څانګه په بروکسل کې پرانیستله، په ۱۹۶۷ کال کې یې په لندن کې هم دفتر پرانیست، جرمني ته یې په ۱۹۶۸ کال کې فعالیتونه وغځول او په فرانسه کې لومړۍ څانګه یې په ۱۹۷۳ کال کې پرانیستله.
نوموړې کمپنۍ په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د بشري منابعو له یوه جرمني ګروپ «Vedior» سره مدغم شو.
د لیلیې په یوه خونه کې پیل شوی کار د فرېټس د هڅو په پایله کې اوس د «Randstad Holding» په نوم د بشري منابعو پر ستره کمپنۍ بدل شوی دی. ویکي پیډیا دغه کمپنۍ په نړیواله کچه تر «ادیکو» وروسته د بشري منابعو تر ټولو ستره کمپنۍ بولي چې په ۳۹ هېوادونو کې فعالیتونه لري. په دغو هېوادونو کې د رنډسټاډ کمپنۍ د څانګو شمېر ۴۵۸۷ ته رسېږي چې ۲۸۰۰۰ کسان ورسره پر دندو بوخت دي.
په نړیواله کچه موقتي کارکوونکو ته د تقاضا لوړوالي د فرېټس د کمپنۍ د ونډې بیې ۵۰ سلنه لوړې کړې دي چې په دې توګه د نوموړي پانګه یوازې په تېر کال کې ۱،۷ میلیارده ډالره زیاته شوې ده. سره له دې چې ده له کمپنۍ استعفا ورکړې، خو لا هم ۳۵ سلنه ونډې په کې لري. دی اوس په یوه پوهنتون کې استاد هم دی.
فوربس مجله وايي چې د فرېټس پانګه اوسمهال دری اعشاریه نهه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۵ ام او په هالنډ کې دویم ځای لري. ده واده کړی، دری اولادونه لري او په امستردام کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده