
د بانکونو د بېلابېلو ډولونو څخه یو هم پرمختیایي بانکونه دي. د بانکونو دغه ډول نوي کاروبارونو او د اقتصادي پرمختګ د پروژو د تمویل په موخه رامنځته کیږي او بېلابېلې دندې لري چې په دغه لیکنه کې پرې بحث کوو. یادونه باید وکړو چې پرمختیایي بانکونه دواړو خصوصي او عامه سکتور ته د پور اسانتیاوې برابروي. د پرمختیایي بانکونو شتون له دې امله هم مهم او اړین دی چې د نوموړو بانکونو یوازینۍ موخه د اقتصادي پرمختګ لپاره د نوي پروژو او کاروبارونو تمویل دی کوم چې د هېوادونو بنسټیزه او اوږد مهاله موخه ده.
د پرمختیایي بانکونو یوه دنده د کوچنیو کاروبارونو لپاره د پانګې برابرول دي. یعنې دغه ډول بانکونه د نوموړو کاروبارونو د تمویل په موخه هغوی ته د منځنۍ دورې او اوږده مهال پورونه ورکوي. په مخ پر ودې هېوادونو کې د کوچنیو کاروبارونو ته د پانګې د برابرولو په موخه ځانګړي پرمختیایي بانکونه جوړیږي چې له دې لارې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وشي. د کوچنیو کاروبارونو تر څنګ ځینې پرمختیایي بانکونه د لوړې کچې یا لویو کاروبارونو لپاره د پورونو په بڼه پانګه برابروي.
په مخ پر ودې هېوادونو کې د پرمختیايي بانکونو په ډله کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او تمویل لپاره ځانګړې بانکونه رامنځته کیږي. په هېواد کې مو پخوا همداسې یو بانک درلود چې اوس مهال فعالیت نه کوي او له کاره لوېدلی دی. دغه ډول بانکونه د زراعتي پروژو، په دې برخه کې د کوچنیو کاروبارونو او د کلیو د پراختیا د پروژو سره مرسته کوي. همدارنګه د دغه بانکونو بله دنده دا ده چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کېدونکي ټولې مرستې او لګښتونه همغږي کړي. د دې تر څنګ دغه ډول بانکونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونو لپاره د لارښوونکي بڼه هم لري او په دې برخه کې پانګوالو ته مشورې ورکوي.
پرمختیایي بانکونه د بهرنۍ یا نړیوالې سوداګرۍ سره هم مرسته کوي او په دې موخه د نوموړو بانکونو د صادراتو او وارداتو ځانګړې څانګې رامینځته کیږي چې صادروونکو او واردوونکو ته د پورونو اسانتیاوې برابروي. همدارنګه نوموړي بانکونه د بهرنیو هېوادونو د بانکونو سره هم په اړیکه کې وي تر څو هغوی د نوموړي بانکونو د کوربه هېواد د توکو او چوپړتیاوو د رانیولو لپاره خپلو وګړو ته د پور اسانتیاوې برابرې کړي.
د پرمختیایي بانکونو یوه بله دنده دا ده چې کمزوري کاروبارونه په نښه او د هغوی د غښتلتیا لپاره ورسره مالي مرسته وکړي. پوهیږو چې ځینې کاروبارونه یوازې له دې امله له ناکامۍ سره مخ کیږي چې د خپلو اړینو پانګونو لپاره پانګه نه لري. دغه ډول کاروبارونه د پرمختیایي بانکونو له لوري حمایه کیږي تر څو په پښو ودریږي او تر څنګ یې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره شي.
په ډېری هېوادونو کې پرمختیایي بانکونه د بشري سرچینو د روزنې په برخه کې هم فعالیت کوي. دوی په لوړه کچه د مدیریتي مهارتونو روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه برابروي او د بېلابېلو سکتورونو پانګوالو ته پکې روزنه ورکوي.
پرمختیايی بانکونه کولای شي د سیمه ییز متوازن پرمختګ سره مرسته وکړي داسې چې د پرمختګ له پلوه باید بېلابېلې سیمې ډلبندي کړي او د هغه سیمو د پروژو پانګونې ته لومړیتوب ورکړي چې وروسته پاتې وي. همدارنګه پرمختیایي بانکونه باید له هغو کمپنیو سره د مدیریت په برخه کې او نورې بېلابېلې اړینې مرستې وکړي تر څو په دغه سیمو کې پراختیایي پروژې په اغېزمن ډول پلې شي.
د پرمختیایي بانکونو لویه ګټه د پانګې د بازارونو سره مرسته ده، داسې چې نوموړي بانکونه د پانګې د بازارونو د لوی کچې د تقاضا یا د پراختیایي پروژو او نوي کاروبارونو د تمویل لپاره د پانګې تقاضا ته ځواب وایي او د لنډ مهاله او اوږد مهاله پورونو په وسیله دغه کاروبارونو ته د تمویل سرچینې برابروي.
د دې لپاره چې د اقتصادي پرمختګ د چټکتیا لپاره مو نوی کاروبارونو او پروژو ته د پانګونې سرچینې برابرې کړي وي نو په پورتنیو یادو شوو ټولو برخو کې د پرمختیایي بانکونو رامینځته کول اړین دي چې دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
دغه ليکنه په «همیانۍ» کې هم خپره شوې