
پژواک خبري اژانس په تېر یوه کال کې په خپل متمرکز رسنیز فعالیت سره وکولای شول د هېواد د ملي شتمنۍ په توګه، د افغانستان د کانونوله وضعیت څخه په زړه پورې، څېړنیز، تحلیلي او معلوماتي راپورونه جوړ کړې چې د کانونو په اړه ځانګړې انترنټي پاڼه(www.mines.af) کې خپاره شوې دي. که چېرې ګران دوستان غواړي د افغانستان د کانونو دبېلابېلو اړخونوپه اړه په زړه پورې او کره معلومات ترلاسه او په خپلو علمي څېړنو او لیکنو کې ترې کارواخلي، نو کولای شي (www.mines.af) ویب پاڼې ته مراجعه او د منبع په ذکرسره له دې تخصصي معلوماتو ګټه پورته کړي.