پنکاج پاټېل؛  پر خپلې طرحې باور میلیاردر کړ

 
دا هره ورځ اورو چې د کار پيل سخت دی، خو دا هم باید هېر نه کړو چې کار ته دوام ورکول هم ساده خبره نه ده. یوازې د کار پیل کافي نه دی، د کار د پراختیا لپاره جدي هڅو ته اړتیا وي. هندي پنکاج پاټېل ته کاروبار له پلاره پاتې دی، خو پراختیا ده په خپله ورکړې ده. پلار یې رامان بای پاټېل د اېندراوادان مودي په نوم له یوه بل کس سره د کاډیلا په نوم د لابراتوارونو یوه کمپنۍ جوړ کړې وه. دغه کمپنۍ چې بنسټ یې په ۱۹۵۲ کال کې اېښوودل شوی و، په ۱۹۹۵ کال کې د پاټېل او مودي کورنیو ترمنځ ووېشل شوه. دوی دواړو هوکړه وکړه چې د کمپنۍ په نومونو کې به یې د کاډیلا نوم پرېښوودل کېږي او د کاډیلا هېلټ کیر برخه یې پاټېل کورنۍ او د کاډیلا پارماسیوټیکلس برخه یې مودي کورنۍ ته ورسېده.
پنکاج تر وېش وروسته د خپلې کمپنۍ د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې. د چارو د تنظیم او د کمپنۍ د بیارغونې لپاره یې کافي پانګه نه درلوده او مجبور شو چې د استوګنې تر کور پرته خپل ټول جایدادونه وپلوري. ده غوښتل په ترلاسه کړو پیسو یوه فابریکه چې د با کیفیته درملو د جوړولو ظرفیت ولري جوړه کړي. ملګرو یې د ده له ایډیا سره مخالفت کاوه او له ده یې غوښتنه کوله چې له خپلې ایډیا لاس پر شي او پیسې وسپموي، خو پاټېل پر حقیقت د خپل فکر له بدلولو تېر نه شو.
دی وايي د پیسو د سپما پر ځای یې د یوې پرمختلللې فابریکې پر جوړولو پانګونه وکړه، ځکه پوهېده چې کمپنۍ یې د دغه ډول یوې فابریکې له درلودو پرته نړیوال شهرت نه شي ترلاسه کولی. پاټېل له فوربس مجلې سره په مرکه کې ویلي: « ما د پیسو ټولو پر ځای پانګونه وکړه، ځکه زه پوهېدم چې پانګه د یوه بریالي کاروبار نتیجه ده نه برعکس.»
د پنکاج تر مدیریت او رهبرۍ لاندې کاروبار پرمختګ وکړ او په څو کلونو کې یې یو شمېر نورې کمپنۍ وپېرلې. له دې ډلې په ۲۰۰۳ کال کې د الفاپارما فرنس په نوم د یوې امریکايي کمپنۍ د فرانسوي څانګې اخیستل د یادونې وړ دي.
د نوموړي د کمپنۍ محصولاتو اوس د امریکا متحده ایالاتو بازارونو ته لاره موندلې چې له دې لارې یې په عوایدو کې پام وړ زیاتوالی راغلی او د کلنیو عوایدو کچه یې ۱،۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
پنکاج پاټېل اوس هم د دې کمپنۍ چې په هند کې د درملو پنځمه ستره کمپنۍ ده ډایرکټر او مشر دی. نوموړي په کوجرات پوهنتون کې د فارمسۍ په برخه کې ماسټري کړې او د ممبيي له پوهنتونه د قانون په برخه کې لسانس لري.
ده ته په ۲۰۰۳ کال کې د هند د صنعت او اقتصاد فډرېشن د کال د بېسټ فارما من« غوره درمل جوړونکي» لقب ورکړ.
فوربس مجله وايي چې اوسمهال د نوموړي پانګه څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۵ ام او په خپل هېواد هند کې ۲۰ ام میلیاردر دی.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري چې زوی یې د کمپنۍ مرستیال ډایکټر دی.
پنکاج د هند په احمد اباد ښار کې ژوند کوي او د کمپنۍ مرکز یې هم په دغه ښار کې دی.



دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده