د نوي تولید د پرمختګ پړاوونه

 
د تولید ډېرښت د اقتصادي پرمختګ سره ستره مرسته کوي او ښکاره ده چې د نوي تولیداتو رامینځته کېدل د تولید د ډېروالي، د اقتصادي پرمختګ او د ژوندانه د معیار د لوړوالي لامل کیږي. په دغه لیکنه کې په هغه پړاوونو لنډې خبرې کوو چې یو نوی تولید په کې رامینځته کیږي او پرمختګ کوي.
د انګېزې یا ایډیا رامینځته کېدل: د نوي تولید پیلامه د مولد په ذهن کې د یو ځانګړي تولید د فکر او انګېزې رامنځته کېدل دي. دغه فکر او ایډیا شاید د بازارموندنې د څېړنو څخه چې لګښت کوونکې څه شي ته اړتیا لري، د مستهلکینو یا لګښت کوونکو د وړاندیزونو، د کارګرانو له وړاندیزونو، د کورني او نړیوال مارکیټ د توکو د مطالعې او څېړنې، د خپلو سیالانو د تولیداتو د مطالعې او څېړنې او نورو څخه سرچینه واخلي.
د ایډیا ارزیابي کول: د انګېزې او ایډیاګانو له رامنځته کېدو وروسته د تولید دویم پړاو د نوموړو بېلابېلو ایډیاګانو ارزیابي کول او د هغوی د اغېزمنتوب پلټل دي. په دې برخه کې دغه پوښتنو ته ځواب ویل کیږي چې آیا دا یو اړتیا ده چې نوی تولید رامینځته شي، آیا په کارځای کې شته ماشینونه او وسایل کولای شي دغه نوی محصول تولید کړای شي، د بازارموندنې شته امکانات کولای شي نوی تولید د ګټورتیا تر بریده وپلوري. که دا او د نوي تولید د نورو اړونده پوښتنو ځوابونه مثبت وو نو غوره ده چې د نوي محصول په تولید لاس پورې شي، که داسې نه وه نو شونی ده چې نوی تولید د ماتې سره مخامخ شي.
د ازمایښت پړاو: له دې وروسته د نوي تولید د بریا اړوند یو ازمایښتي پړاو هم اړین دی، په دغه پړاو کې دا معلومولول پکار دي چې آیا لګښت کوونکي د تولید په اړه پوهیږي که نه، آیا لګښت کوونکي دغسې یو تولید ته رښتیني اړتیا لري او که نه او لګښت کوونکی به نوی تولید ومني او که نه؟
په دې موخه د لګښت کوونکو یو کوچنی ټولګي د نمونې په توګه ټاکل کیږي او هغوی ته د نوي تولید اړوند بشپړ معلومات ورکول کیږي. بیا له هغوی څخه پوښتل کیږي چې آیا دغه تولید یې اړتیا پوره کوي که نه، د نوموړي تولید څخه څومره خوښ دي او داسې نورې اړوندې پوښتنې. که د دغه پوښتنو ځواب مثبت وو نو د نوي تولید د پرمختګ بل پړاو ته لار هواریږي.
د کاروبار د تحلیل او څېړنې پړاو: په دغه پړاو کې چې Business Analysis  بلل کیږي د کاروبار لپاره د نوي تولید د ګټورتیا تحلیل او څېړنه صورت نیسي. په دغه پړاو کې دغه پوښتنو ته ځواب ویل کیږي چې نوی تولید د کاروبار ګټه زیاتوي او که نه، د نوی تولید لګښت څومره دی، د نوي تولید لپاره په بازار کې څومره تقاضا شتون لري، دغه تقاضا موسمي ده او که دایمي، په بازار کې زموږ کوم بل سیال شته او که نه، د تولید ټول خرڅلاو او د دغه خرڅلاو لپاره د بازار موندنې لګښتونه به څومره وي، د نوي تولید څخه د لاس ته راتلونکې ګټې اندازه به څومره وي او داسې نورې اړوندې پوښتنې.
د تولید پرمختګ: د تحلیل او څېړنې د مثبتو پایلو څخه وروسته کمپني نوی تولید بازار ته ور پېژني. په دې برخه کې د تولید واحد د نوي تولید اړوند تصامیم نیسي، د بازارموندنې واحد د نوموړي تولید د خرڅلاو لپاره اړین ګامونه اخلي، د مالي واحد د نوموړي تولید لګښتونه تهیه کوي او په دې اړوند هر واحد خپل اړوند کارونه تر سره کوي.
ازمایښتي بازار: په لومړیو کې باید تولید په لویه پیمانه بازار ته عرضه نشي بلکې د نوي تولید یو کوچنی برخه د ازمایښت په موخه کوم ازمایښتي بازار ته عرضه شي. که چېرته تولید په ازمایښتي بازار کې ګټورې پایلې ولري نو له هغه وروسته باید په لویه پیمانه د نوموړي تولید عرضه صورت ونیسي. د دې تر څنګ کله چې تولید په ازمایښتي بازار کې د ماتې سره مخامخ کیږي نو کمپني باید په دې اړوند خپلې نیمګړتیاوې په نښه او هغه له مینځه یوسي او دوهم ځل دغه نوی تولید د ازمایښت په موخه بازار ته عرضه کړي، که دوهم او دریم ځل هم تولید له ماتې سره مخ کیږي نو کمپني باید د نوموړي تولید څخه لاس پر سر شي.
تشهیر او پراختیا: کله چې ازمایښتي عرضه بریالۍ کیږي نو کمپني خپل نوی تولید په لویه پیمانه د هېواد ټولو بازارونو ته عرضه کوي. په دغه نوي تولید کې پراخه پانګونه کوي او د نوموړي تولید د غښتلي اشتهار لپاره د د تشهیر د بېلابېلو وسایلو لکه انټرنیټ، تلویزیون او نورو څخه ګټه اخلي.
له دې وروسته هم باید تولید کوونکي کمپنۍ د خپل تولید اړوند د خلکو او بازار په غبرګون وپوهیږي او دا ځان ته معلومه کړي چې آیا نوی تولید لګښت کوونکو منلی او که نه، تقاضا او ګټه مو ډېره ده او که کمه، نوی تولید د لګښت کوونکو اړتیاوې پوره کړي او که نه او لګښت کوونکي د تولید څخه راضي دي که نه، پرچون خرڅوونکو ته د نوي تولید د خرڅلاو څخه څه ګټه پاتې کیږي که نه، آیا سیالانو خو مو تر دې دمه بازار ته داسې کوم تولید نه دی وړاندې کړی، که یې وړاندې کړی وي بیه یې زموږ د تولید څخه لوړه ده که ټیټه؟
تولید کوونکی باید په تلپاتې توګه خپل نوی تولید وڅاري او د اړتیا پر مهال په بیه، بازار موندنه او نورو کې اړین بدلونونه را مینځته کړي.
 
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې ده