غزل


راشـــه خپل انځور پکې دباب غونـدې راواړوه

زړه مــې د ســــــندرو د کـتاب غوندې راواړوه

مونږه لکه پرښې درته شپې پر اغزو تېرې کړې

اوس خو مخ ظالمــې! د ګلاب غونــدې راواړوه
زړونه ســـــتا راتلو ته پر لمـــبو د انتــظار ولاړ

خدای دې پر دې للمو د درياب غوندې راواړوه

ژوند څه دی ؟ څو شپې په توپاني درياب کې تېرې کړه

کــډه په شــا بـــېرته د حــباب غونــــدې راواړوه
 
تش ګوګل به وګورې زما چې څومره شور لري

ته پــــرې تار د څــڼو د رباب غــوندې راواړوه

بس ستا د موســــکا يوه ځلا غواړي زما اوښکې

ماتــو ملــغــــــلرو ته څه آب غـــــوندې راواړوه
 
خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کښې

لــږه د ســـپېـڅلــــي انــقــلاب غونـــــدې راواړوه