نــــــوی درد راکــــه د غم کيسه زړه شــوه
د ژړا او د مــــــاتــــــم کـــــيسه زړه شــــوه
انـــــنګي زمــــــــا په اوښکو لانـده راوړه
په ګلــــونـــــــو د شبنم کــــــيسه زړه شـوه
سر زما په شان کړه جار د چا له پښـو نه
برهـــــــمنه د صــــــنم کـــــيسه زړه شــــــوه
نــوی خنډ دې په خورو زلفو کـــې نشته
د مـــــزل د پېچ او خـــــم کـــيسه زړه شوه
د ژوند ستړيو ته يـــو بل دمه ځای بويه
خــــــــــدايه نوره د عـــدم کيسه زړه شوه
ګلـــــــه وکـــــره څـــــه اور پــــه خپلو لارو
پــــــــــــر ازغو خو د قـدم کيسه زړه شوه
په نغمو کې دې درمله څــوک پـيدا کړه
د درخــــــو او د ادم کــــــــــيسه زړه شــوه.
راليږونکې: ښکلا
وروستي