
خدای شته، چې لوړه ټکنالوژي د انسان د فکر او خیالاتو نه مخ پر وړاندې روانه ده. ټول هغه شیان، چې څو کاله د مخه موږ ته ناشوني او خیالي ښکاریدل، دا دی اوس ټول ریښتیا شوي دي، له دې جملې نه به یوه بیلګه د 3D-چاپګر(3D-printer) په هکله دلته رواخلم، چې کوم کوم کارونه کوي. 3D-چاپګر په دې وروستیو وختونو کې خلکو ته د یوې نوې معجوزې په ډول ښکاریدو، خو نن سبا دغه نوې حیرانوونکې اله د ورځني ژوند یوه ګټوره او په زړه پورې اله ګرځیدلې ده. د چاپګر په وسیله خلک کورونه، کالي، خواړه او مصنوعی غړي(دبدن) او داسې نور شیان چاپوي؛ دا دی اوس د پاسینو یاد شوو شیانو لیست د موزیک او سندرو الوو نور هم غني کړ. څو ورځې وړاندې په سویډن کې هغه کانسرت، چې د موزیک ټولې الې یې په 3D-چاپګر جوړې او چاپ شوې وې نشر او خپور شو. دغه کانسرت، چې د سویډن هیواد د لوند ښار د لوند پوهنتو استاد او پروفیسر والف دیګل، کوم چې د 3D-چاپګر په هکله د ۱۹۹۰ ل کال نه راپه دې خوا څیړنې کوي، جوړ شوی و. ډیګل د کانسرت د جوړولو لپاره د موزیک عجیبه ډوله او غیرې عادي الې(رباب، ډول، ارمونیه او داسې نور)، چې خاص اوازونه یې ورکول، لومړی جوړ او بیا یې د نوموړي پوهنتون زده کړه پالان د غږولو لپاره راوغوښتل تر څو ټولې الې وازمويي او ډیر خود یې ورکړ.
کله، چې ما دغه خبر د خپلو ملګرو سره شریک کړ، نو دوۍ داسې وویل: د یوې ارموني جوړول کوم ګران کار نه دی، د دې لپاره داسې معصر چاپګر ته اړتیا نشته، زموږ د ګران هیواد تکړه سندغاړی بهرام جان یې په دوو دریو ساعتونو کې د تختو نه هم جوړولای شی، د یوې بجې(ارمونیې) نني الکتروني برخې که په یوه کاغذي کارتن کې هم کیښودل شي، هماغه غږ او اواز به یې وي. خو د یو گیتار او په خاص ډول د ساکسیفون جوړول بیا بل داستان او ستونځې لري، دا ځکه د یو ګیتار غږ د هغه په جوړښت، حجم، رنګ او داسې ډیرو نورو خواصو پورې اړه لري. دا چې د لوند پوهنتون محصلینو دغه الې د ازمویلو وروسته ښې ګڼلي دي، نو دا د دې معنا لري، چې اوس هغه وخت لرې نه دی چې انجینران به د داسې نامتو د موزیک الو جوړونکو لکه گوارنری، اماتي او آنتونیو استرادیوارې نه هم ښې الې جوړې کړي. ښایي داسې وخت به راشي، چې موږ د پخوني الو خوږ غږ په نوې بڼه واورو، باور ډیر کم دی...