لیو یانګهو؛  د ۱۲۰ ډالرو له کاره میلیاردر شوی

 
نږدې هر انسان د ښه ژوند او اقتصاد غوښتونکی دی، خو فکر کوي چې دغه شی یوازې په هغو صورت کې ممکن دي چې سړی شتمني ولري. حقیقت داسې نه دی، که خلاق فکر او پیاوړې اراده ولرئ، له نشت پانګې تر میلیاردرۍ رسېدلی شی. ۱۲۰ ډالره ښايي له زښت ډېرو کسانو سره وي او هېڅکله یې پر دې فکر نه وي کړی چې پر دومره لږو پیسو هم ډېر کار کېدای شي. چینايي میلیاردر لیو یانګهو له داسې کار میلیاردر شوی چې له ۱۲۰ ډالرو یې پیل کړی دی. نوموړی په ۱۹۴۸ زېږدیز کال په سیچوان ولایت کې زېږېدلی دی. د ریاضي په برخه کې تر زده کړو وروسته یې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه.
تر څه مودې کار وروسته د شخصي کاروبار فکر ورسره پیدا شو، خو د کار د پیل لپاره یې پیسې نه درلودې. د کار د پیل لپاره د پیسو پیدا کولو په موخه یې خپل او د دریو نورو وروڼو بایسکلونه او ساعتونه وپلورل. له دې لارې په ترلاسه کړو ۱۲۰ ډالرو یې کار پیل کړ. دریو نورو وروڼو یې هم دولتي دندې پرېښوودې او له ده سره په ګډه به یې چرګوړي اخیستل او په خپله سیمه کې به یې پر نورو بزګرو پلورل.
د دوی دغه کوچني کاروبار په تدریج پرمختګ کاوه او تر ۱۹۹۲ کلونو پورې د دوی کمپنۍ په چین کې د حیواناتو د خوړو یوه له سترو کمپنیو شمېرل کېده.
د دوی کاروبار اوس د نیو هوپس په نوم د کمپنيو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی دی.
د دغه ګروپ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې د نیو هوپس ګروپ تر چترلاندې په چین او له دغه هېواد د باندې ۴۰۰ فرعي شرکتونه کار کوي چې شاوخوا ۸۰۰۰۰ زره کسان ورسره پر دندو بوخت دي.
د هوپس ګروپ د کلنیو عوایدو کچه ۸،۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي. دغه ګروپ په کال کې ۲۶،۶ میلیونه ټنه خواړه تولیدوي چې په چین کې د غوښو، هګیو او لبنیاتو له سترو تامینوونکو څخه دی.
ګروپ یې اوسمهال په چېنګډو سیمه کې ۹۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي چې د چین په سوېل لوېدیځه سیمه کې د لبنیاتو تر ټولو ستره شبکه رامنځته کړي.
فوربس مجله وايي چې لیو یانګهو او کورنۍ یې اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۶ ام او په خپل هېواد چین کې ۲۹ ام میلیاردر بلل کېږي.
لیو واده کړی، دوه اولادونه لري او د چین د سیچوان ولایت په چېنګډو دو سیمه کې ژوند کوي.  
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده