
لومړۍ برخه
تولید د اقتصادي پرمختګ لامل دی او اقتصادي پرمختګ به هغه وخت لا نور چټک شي چې په اقتصادي جریان کې په پراخه پیمانه د توکو او چوپړتیاوو تولید صورت ونیسي. تولید ټولې هغه سرچینې استخداموي چې د عاید د لاس ته راوړلو لپاره کارول کیږي لکه کار، ځمکه، سرمایه او مدیریت چې دغه سرچینې د تولید د عواملو په نوم هم یادیږي. که چېرته تولید نه وي نو ښکاره ده چې دغه سرچینې یا منابع به هم بې روزګاره پاتې وي. د کار څښتن یا کارګر به مزد نه لري. ځمکه به د کرایې عاید نه لري، پانګه به د سود له لارې ګټه نه کوي او مدیر به هم د تولید د نه شتون له امله بې روزګاره وي.
پورته ټکي ته په پام سره اړینه ده چې له بېلابېلو لارو څخه د تولید زیاتوالي ته لار هواره شي، تر څو تولید د بې کاره منابعو د استخدام له لارې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره کړي. په دغه لیکنه کې د ځینو هغه شیانو څخه یادونه کوو چې د تولید د زیاتوالي سره مرسته کولای شي.
سپما او پانګونه: پوهیږو چې د تولید د عواملو څخه یو هم پانګه ده، د مخ پر ودې هېوادونو د تولید د کموالي ستره ستونزه د پانګې کموالی دی چې د پانګې کموالی بیا د سپما د کموالي څخه سرچینه اخلي. د دې لپاره چې د پانګونې له لارې د تولید زیاتوالي ته لار هواره شي نو باید د پانګې جوړښت ته لومړیتوب ورکول شي او دا ښکاره ده چې پانګه د وګړو له سپما څخه جوړیږي. که د بېلابېلو لارو چارو له مخې د یوې ټولنې پانګه او پانګه ییزې شتمنیو اندازه لوړه شي نو دا چاره په نوموړې ټولنه کې د تولید وړتیا زیاتوي.
بهرنۍ پانګونه: مخکې مو یادونه وکړه چې مخ پر ودې هېوادونه د پانګې له کمښت سره مخ دي او د اقتصادي ناوړه حالاتو له امله یې کورنۍ پانګه او سپماګانې د تولید اړتیا نه شي پوره کولای. په داسې حالاتو کې د منابعو د استخدام او تولید د زیاتوالي لپاره د بهرنۍ پانګونې جذبول غوره ټاکنه ده. دا سمه ده چې د بهرنۍ پانګونې د ګټې یوه برخه به د هېواد څخه بهر ولېږدول شي خو دا هم باید په پام کې ونیول شي چې د یو هېواد دننه تولید چې د هر چا له لوري تر سره شي د هغه هېواد په ناخالص کورني تولید یا GDP کې حسابیږي او د ناخالص ملي تولید زیاتوالی د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ ښودونکی دی. که بهرنیان د پانګونې په ترڅ کې زموږ د هېواد څخه ګټه کوي نو په بدل کې موږ ته د روزګار فرصتونه برابروي، پانګه ییز توکي capital goods تولیدوي، د تولید نوې ټیکنالوجي راوړي او ګڼ داسې نور کارونه کوي چې د کوربه هېواد د اقتصادي پرمختګ سره لویه مرسته کولای شي.
سواد او زده کړه: د یو هېواد د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ لپاره د توکو او چوپړتیاوو د تولید د پانګونې تر څنګ په انساني سرچینو پانګونه هم اړینه ده. په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې زده کړې او روزل شوي (مسلکي) کاري ځواک ډېر کم دی، یعنې دغه هېوادونه د تولید لپاره ډېر کم روزل شوي کارګر لري چې د مسلکي کارګرو سره یې مزدونه ډېر ستر توپیر لري. دغه چاره د عاید د وېش نا انډولتیا هم رامنځته کوي چې زموږ د دغه بحث موضوع نه ده. باید ووایو چې د کارګرو نه مسلکیتوب د هغوی مولدیت کموي چې په ټوله کې د یوې ټولنې د تولید او مولدیت د کموالي لامل کیږي.
د مسلکي کارګرو اړوند د وروسته پاتې او مخ پر ودې هیوادونو بله ستونزه دا ده چې هلته چې کله د ګوتو په شمېر مسلکي وګړي پیدا کیږي نو د ژوند د ناوړه حالاتو له امله او یا هم په بيرون کې د ډېر عاید د لاس ته راوړلو په موخه په خپل هیواد کې نه پاتې کیږي او نورو هیوادونو ته تېښته کوي چې دې کار ته د مغزونو فرار یا brain drain هم وایي. که د اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزمنه او منظمه ستراتیزي شتون ولري نو کیدای شي دغه ډول مسلکي او پوه وګړي د بیلابیلو امتیازونو د ورکړې له لارې د تېښتې څخه را وګرځول شي.
د مسلکي کارګرو بله ګټه چې ځینې اقتصاد پوهان ترې یادونه کوي دا ده چې دغه ډول کارګر د خپل مسلکیتوب او پوهې له مخې د تولید په پروسه کې خپل خوا او شا یا چاپېریال ته زیان نه رسوي او د خپل چاپېریال ګټو او زیانونو ته په پام سره خپل کارونه تنظیموي چې غیر مسلکي کارګر بیا دغه شیانو ته پاملرنه نه کوي او په ډیری مواردو کې داسې کارونه سر ته رسوي چې هم خپل کاروبار او هم چاپیریال ته زیان رسولای شي.
د پورته خبرو په پام کې نیولو سره اړینه ده چې د اغېزمن تولید لپاره د فزیکي پانګونې تر څنګ په بشري سرچینو هم پانګونه وشي. نور بیا...
ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده