
کرېسټوفر رېس او اېم جودې رېس امریکايي میلیاردر وروڼه دي. کرېسټوفر یې د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د ډسمبر پر ۲۹ نېټه زېږیدلی دی. نوموړي له ښوونځي تر فراغت وروسته په مریلنډ پوهنتون کې زده کړې دي. د اې جودې رېس د زوکړې په اړه په انټرنېټ کې معلومات نه شته، خو زده کړې یې د لسانس تر کچې په وفرډ کالج کې کړې دي.
کریسټوفر چې کله پوهنتون خلاص کړ په سویلي کارولینا کې یې د مشروباتو د وېش له یوې کوچنۍ کمپنۍ سره کار پیل کړ. وروسته یې د خپل ورور اې جودي او پلار په مرسته همدا کمپنۍ وپېرله.
دریو واړو د کمپنۍ د پراختیا لپاره هڅې پيل کړې او دا کوچنی کاروبار یې د وېش پر یوې سترې کمپنۍ بدل کړ چې اوس یې له برکته دواړه وروڼه میلیاردران دي.
د رېس هولډېنګ په نوم دغه کمپنۍ اوسمهال په امریکا کې د خوړو او مشروباتو د وېش له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. کرېسټوفر او ورور یې د خوړو د وېش په برخه کې په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې فعالیت پيل کړ. دوی د مارتین بروېر په نوم د وېش کمپنۍ وپېرله چې د مک ډونالډ د وېش او اکمالاتو ستره کمپنۍ وه. وروسته یې په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې د رېنهرټ فوډ سرویس په نوم د خوړو د وېش یوه بله کمپنۍ هم وپېرله.
د کرېسټوفر او جودې ترڅنګ د دوی نور وروڼه هم په بېلابېلو کمپنیو کې دندې لري، خو فوربس یې په ځانګړي ډول د پانګو کچه نه ده په ډاګه کړې او له دې ښکاري چې هغوی میلیاردران نه دي.
د ډېوېډ په نوم ورور یې د رېس بوېرېج کمپنۍ چې په امریکا کې د بیرو د وېش تر ټولو ستره کمپنۍ ده، اجرایوي مشر دی. د جېمز او ټام په نومونو دوه نور وروڼه یې هم په رېس بېورېج ګروپ کې دندې لري. ویلیمز یې بیا په رېس هولډېنګ کې ډایرکټر دی.
فوربس مجله وايي رېس هولډېنګ کمپنۍ په تېره فبرورۍ کې اعلان وکړ چې له کوکاکولا کمپنۍ سره پر یوه هوکړه کار کوي. د دې هوکړې له مخې به رېس هولډېنګ په شیکاګو کې د کوکاکولا د وېش او بوتل جوړولو انحصاري شریک شي.
د مجلې د شمېرو له مخې کرېسټوفر او جودې اوسمهال هر یو یې په ځانګړي ډول دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۲ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۴۳ ام ځای لري.
کرسټوفر واده کړی، څلور اولادونه لري او د ايلینوس ایالت په لاک فورسټ سیمه کې ژوند کوي.
جودې بیا دری اولادونه لري او د همدې ایالت په کېنود سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.