
د یوه ستر کار د ترسره کولو لپاره اراده او خلاقیت اساسي شرطونه دي. که په ډېر واړه کار کې هم نوښت رامنځته شي، لویې پایلې ترې ترلاسه کېدای شي. سویډني ګوسټف ډوګلاس د قلفونو« لاکس» له تولید څخه میلیاردونه ډالر پیدا کړي دي.
ډوګلاس د ۱۹۳۸ کال د مارچ په درېیمه نېټه د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې زېږېدلی دی. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د هارورډ پوهنتون د سوداګرۍ په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي. د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته یې د دوو ورځپاڼو د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې یې د « Investment AB Latour» په نوم خپله کمپنۍ جوړه کړله.
نوموړی د همدې کمپنۍ له لارې په نړۍ کې د قلفونونو د تر ټولو سترې کمپنۍ یو شمېر ونډې کنټرولوي. دغه راز په سکیوریټاس اې بي کمپنۍ کې له بل میلیاردر مېلکر شښورلېنګ سره هم ونډې لري.
د ډوګلاس پلار سیاستوال و. هغه د څه وخت لپاره په برازیل کې د سویډن د سفیر په توګه هم پاتې شوی دی. د پلار مسلک پر ډوکلاس هم اغېز کړی دی. نوموړي له ډېر کم سن څخه د اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ سیاسي فعالیتونه هم درلودل.
په لومړنیو وختونو کې د لېبرال پیپل پارټۍ له پلویانو و، خو وروسته د منځلارو له ګوند سره یو ځای شو. نوموړی په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د منځلارو د ګوند د اجرایوي بورډ غړی شو. دی د زده کړو په برخه کې هم لېوالتیا لري او د سویډن د انجنیري علومونو د سلطنتي اکاډمۍ غړی دی. ډوګلاس د الیزابېت بورن ون اېسن په نوم له یوې ښځې سره واده کړی. دوی دواړه دوه زامن لري چې یو یې کارل او بل یې اېریک نومېږي او دواړه د خپلې کورنۍ د کمپنیو په ګروپ کې پر بېلابېلو پوزېشنونو کار کوي.
د فوربس مجلې د سږنیو شمېرو له مخې د ګوسټف ډوګلاس پانګه اوسمهال څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۰۱ ام او په خپل هېواد سویډن کې ۱۲ ام ځای لري. دی یوازې د خپل هېواد تابعیت لري او په پلازمېنه ستاکهلم کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هيمانۍ کې هم خپره شوې.