د اوبو په څښلو مو خپل وزن له لاسه ورکړئ

د نستلې (NESTLE)نړوال شرکت په پلان کې لري، چې داسې اوبه جوړې کړي، چې په څښلو یې سړی وزن کموي او په دې ډول به د سپورت او تمرین کولو اړتیا نه وي. داسې ښکاري، چې دغه مشروبات به له خیره، هغه وګړي چې ډیر وزن لري او غواړي خپل وزن کم کړي، د ډیرو تمریناتو نه ځان وساتي او په څښلو به یې په اسانه توګه خپل وزن له لاسه ورکوي.
نوموړي شرکت داسې ویلي، چې د څښلو په داسې اوبو او پوډرو کار کوي، چې په څښلو به یې د وجود غوړ سوځول کیږي، چې دا به په خپله ټول چاغ خلک د ډیرو ورزشي تمریناتو وزګار کړي. د یادونې وړ ده چې د نستلې شرک، د خوراکي او څښلو موادو په بازار کې، د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی.
لکه څرنګه، چې د Daily Mail په ورځپاڼه کې راغلي، د نستلې شرګت څیړنکو په هغه انزایم( AMP-activated protein kinase)، چې په هره حجره کې د ننه موجود دی او اصلي دنده یې د حجرې میتابولیزم دی، او په عادي ډول د ورزش په وخت کې فغالیږي، تحقیقات روان کړی. دغه انزایم د موټر د تیلو د ګيج په ډول کار کوي. دا ټولو ته معلومه ده، چې دغه انزایم معمولا د ورزش په وخت کې فعالیږي او د وجود ټولو حجرو لپاره کافي انرژي تولیدوي او د سپورت د نه کولو په وخت غیرې فعال وي. د نوموړي شرکت د نوې جوړې شويو اوبو په څښلو سره به دغه انزایم په پرله پسې توګه د ورزش نه پرته، فعال وي، چې په پایله کې به یې د انسان د بدن غوړ سوځول کیږي.