د درد له منځه وړلو نوې لار

کارپوهانو د درد د له منځه وړلو یو نوی داسې میتود پیدا کړی دی، چې په پایله کې به یې بازار ته نوي درمل راووځي. دغه دواګانې به د هغو ناروغانو لپاره، چې په څنډن (دډيرې مودې) ډول د درد درمل خوري، ډیرې ګټورې وي.
د میسوري ایالت St. Luiskogo پوهنتون څیړونکي په دې بریالي شوي، چې د هغه موږكانو، چې د عصبي سیستم د ناروغۍ له کبله یې مزمن نوروپاتیک درد درلود، یو نوی میتود، چې په عصابو کې د درد لار بنده کړي، موندلای دی. د موږکانو په ماغزو کې د A3 ډوله رسپتورونو د بلاک او بندولو وروسته د درد ټول احساسات له منځه تلل.
د یادونې وړ ده، چې د درد د له منځه وړلو ټول هغه میتودونه او درمل، چې په کاریږي، ډیرې نیمګړتیاوې او جانبي عوارض لري، دغه نوي درمل به دا ټولې ستونځې له منځه یوسي.