
د برازیل سائو پائولو ښار د آلبرت انیشتین روغتون ډاکټرانو د سیمې خبرپاڼو ته ویلي، چې د هیواد تکړه او نامتو فوټبالر ښاغلی پیلې د بولي جهاز د ناروغۍ له کبله دا دی دویم ځل کیږي، چې زموږ سره په روغتون کې بستر شوی دی. ډاکټرانو د پیلې، چې ۷۴ کاله عمر لري، د روغتیایي حالت په هکله څه نه دي ویلي، خو د یادونې وړ ده، چې ښاغلی پیلې څه نا څه لس ورځې د مخه هم د نس د سختو دردونو له کبله بستر او وروسته له معایناتو یې د ګوردو یا پښتورګو د تیږې لرلو له کبله عملیات کړ. پاتې دې نه وي، چې په همدغه روغتون کې په ۲۰۱۲ل کال کې پیلې د پښې د ډیرو دردونو له کبله هم عملیات شوی و.