
په ټاکنیز بهیر کې د جمهوري ریاست نوماندانو د ولس سره ډېرې غوړې ژمنې کولې او ویل یې چې اسمان به ړنګ کړي، بې عدالتیو ته به د پای ټکی کېږدي، فساد به حتم شي، د بې کارۍ او بې روزګارۍ لمن به ورټوله کړي، سوله او ثبات به راولي، بهرنیو لاسوهنو مخه به ونیسي او بهرني جاسوسان به د واک له هستې څخه وشړي.
اداره به د وړ او مسلکي کدرونو مرکز وګرځوي، او د اداري سیستم لپاره به منظم چوکاټ رامنځته کړي، دا او دېته ورته خبرې د هرچا په خوله وې، ولس په لوی لاس باور وکړ او هر ډول سرښندنو ته یې اوږه ورکړه او ډاکتر اشرف غني یې واک ته نږدې کړ. اما د واک وېش هر څه ته تغیر ورکړ، د یوه شعوري پلان په اساس دولت په دوو برخو ووېشل شو او د ولس په اراده باندې سیاسي تجارت وشو. اجرایه ریاست د دولت په سیستم کې یو نوی او اضافي جز رامنځته شو، داسې ویل کیدل چې اجرایه رییس به د ولسمشر سره د اصلاحاتو په برخه کې لازمه همکاري وکړي او د ولسمشر به ټینګ پلوي وي، ولسمشر هم ویل چې مونږ به د ګډې همکارئ په اساس اصلاحات راولو، ولس او نظام ته به خدمت کوو، کابینه به د وړتیا په اساس جوړوو او مصلحت به زمونږ په کارونو کې دخیل نه وي.
ښه ولس بیا هم ومنله او داسې ویل کیدل چې دا یو ضرورت وو او ولسمشر لکه څه ډول یې چې ویل چې د ولس سره په کړیو ژمنو ژمن یم، دا هرڅه ترسره کیدونکي دي. اجرایه ریاست دې رامنځته شي، او د دولت چارې به مخ پر ښه کیدو شي. ولسمشر غني واک ته په رسیدو په ځینو مسائلو کې جدي دریځ غوره کړ او خلکو فکر کاوه چې ترپایه به په خپل دریځ ټینګ وي او د ولس سره ډیره لیوالتیا او نوي هیلې هم را وټوکیدې، د اجرایه رییس نرمو څرګندونو هم نوي انګیزه ایجاد کړه.
هغه وخت ګڼو خلکو او سیاسي کارپوهانو ویل چې د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ به همکاري اوږد عمر ونلري او ټکر رامنځته کیدونکی دی، خو ډیرو خلکو یوه تبلیغات ګڼل. اما نن ورځ مالومه شوه چې عمل بیل شی دی او د سیاسونو شعایر بیل څه. سیاسون همیشه پر ولس سودا کوي او د سیاسي تجارت لپاره ډېرې خواږې او پستې خبرې کوي او کله چې واک ته ځان ورسوي نو بیا د دوی عمل او شعار سره بیل شي.
اوس مهال د نظام په داخل کې روان سیاسي کشمکشونه له یوې خوا او له بلې خوا بهرنۍ لاسوهنې، د مخالفینو له لوري د ګڼو خونړیو بریدونو ترسره کول هغه څه دي چې نظام یې بې تعادله ساتلی. په لومړیو کې ممکن ولسمشر فکر کړی وي چې په سیاسي معامله ځان واک ته ورسوه او وروسته دې چې څه خوښه وي هغه کاوه، اما دا یوه ناکامه تجربه وه، ځکه ولسمشر کرزي په دیارلسو کلونو کې ونه شو کولای چې دغه نازولي له واکه لیرې کړي او د بهرنیو استخباراتي کړیو د لاسوهنو مخه ونیسي، نو غني به څه ډول وکولای شي چې په دومره لنډ وخت کې د کورنیو او بهرنیو زورواکانو مخه ډب کړي.
ولس باید یو ځل بیا هم پدې وپو هیږي چې (( ږیره رما واک یې د ملا))، اوس مهال د ګڼ شمیر وګړو سره ویره ده چې نظام به ډیر عمر ونلري، ځکه له یوې خوا د غني د سیاسي زورواکانو تر فشار لاندې دی او له بلې خوا یو شمیر کورنۍ او بهرني کړي د ولسمشر د کارونو په وړاندې د لویو خنډونو پّ رامنځته کولو لګیا دي او ولسمشر به تر ډیره مصروف وساتي او د ژمنو عملي کولو ته به یې پرې نږدي.