
کورنیو جګړو ، مهاجرتونه ، بې سوادۍ ، فقر او غربت زمونږ په عامه ذهنیتونو ډیر ناوړه اغیز کړی ؛ د څو لسیزو پرلپسو ناورینونو په اساس زمونږ ذهنیتونه ډیر ګډوډ شوي ؛ کرکه ، نفرت او دښمني نن ورځ زمونږ په ټولنه کې یو ډیر ناوړه دود ګرځیدلای او د دې بد دود په اساس زمونږ ملي روحیه او یووالی په لوی لاس سره زیانمن شوی او دې کار د هیواد د نه جوړیدو مفکوره په ولس کې عامه کړي ده.
که مونږ وغواړو چې افغانستان او افغان ملت د دې بحران څخه وژغورو ، نو لازمه ده چې لومړۍ یو ښه ذهني چاپیریال رامنځته کړو ، ځکه د ذهني شرائطو د رامنځته کولو پرته د هیواد ژغورل ډیره ستونزمنه موضوع ده . مونږ ته لازمه ده چې په ولس کې د ملي روحیې او وطنپالنې احساس پیاوړی کړو او د شخصي ګټو پر ځای د ملي ګټو د لوړ بللو مفکوره عامه کړو. کرکه ، نفرت او بې اتفاقۍ باید په مینه ، محبت ، یووالي او اخلاص واړوو ، چې دا کار په خپل ذات کې د وطن ژغورنې په لار کې اغیزمن واقع کیدای شي ، خو دا کار لوی ذهني خوځښت او عامه پوهاوي ته اړتیا لري . پدې اساس سره مونږ وړاندیز همدا دی چې دولت دې د یو ښه ذهني چاپیریال لپاره کار وکړي او د ذهنیتونو جوړولو ته دې په خپله ملي پالیسي کې لومړیتوب ورکړي.
د ولس او دولت ترمنځ یو ټینګ ټولنیز تړون هغه وخت رامنځته کیږي چې د ولس ذهنیتونه په ټوله مانا سره جوړ وي او دولت د ولس د ګټو او حقوقو خوندي کوونکی او مدافع وي ، که چیرې ولس او نظام یو له بله سره په مخالفت کې ولویږي او ترمنځ یې د باور فضاء د منځه لاړه شي ، نو ستونزې او کړکیچونه به په نوموړي ټولنه کې ډیر زیات وي . د همدې ټکي په پام کې نیولو سره مونږ لازمه بولو چې د خپل ولس د ذهنیتونو په جوړولو باندې کار وکړو ، ځکه نن ورځ افغاني ټولنه یوه نوي ، ځوان او باوري تفکر ته اړتیا لري ؛ د باور د رامنځته کیدو دوه لارې دي ، یو دا چې ــ دولت باید ځان په ټوله مانا د ولس د حقوقو خوندي کوونکی وبولي او بل دا چې یو ښه ذهني چاپیریال باید رامنځته کړي . کله چې یو ښه ذهني چاپیریال رامنځته کړو ، چې له امله یې ولس په نظام باور ولري ، نو خود بخود په ټولنه کې نظم او اصلاح راځي او تر کومه چې د نظام همدا حال وي او په یو څو قومي ټیکه دارانو او مافیایي کړیو تکیه وي او د ولس د فکري شعور د لوړولو او فکري ویښتیا لپاره کار نه وي ، نو نظام به همداسې مفسد ، نا امنه او نا انډوله وي.
د یو ښه ذهني چاپیریال د رامنځته کولو په وړاندې ستونزې او خنډونه هم شته ، اما د حل لارې یې هم لرو؛ کله چې مونږ خپلې ستونزې درک کړو ، نو بیا لازمه ده چې د هغې د حل لپاره سره اجماع وکړو ، چې د دې لارې ستونزې حل کیدونکي دي او بالاخره مونږ په ستونزو باندې بری مومو.
د دې لپاره چې یو ښه ذهني چاپیریال رامنځته کړو، نو لازمه ده چې ستونزې تعریف کړو او بیا مناسب حل ورته ومومو . د دې لپاره چې د یو مناسب ذهني چاپیریال په وړاندې په شته خنډونو باندې بحث وکړو نو لازمه ده چې د هغې حل لارې یې هم ورسره یو ځای مل کړو