د خوست امنیتي چارواکي وايي، ځواکونو یې د خوست په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې د غلو څلور کسیزه ډله نیولي ده.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت نن غرمه مهال خبریالانو ته وویل، دغه غله په سیمه کې له یوې وروستۍ پېښې وروسته تر تعقیب لاندې وو، چې تېره ورځ یې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په نیولو کې بریالي شول.
ښاغلی غیرت وايي، د غلو دغه ګروپ څه وخت وړاندې د علیشېرو ولسوالۍ په یوه سیمه کې یوه کور ته وراوښتی وه، له کوره یې یو میل کلاشینکوف، پینځه توله سره زره، نغدې پیسې او نور وسایل غلا کړي وو، چې پولیسو له هماغه وخت د نیولو هڅې پیل کړي وې.
دغه امنیتي چارواکی وايي، د غلو دغه ډله پینځه کسیزه ده او د بل تن د نیولو لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي.
په خوست کې د غلاوو پېښې ډېر ترسره کیږي، خو په دې وروستیو کې یې نیونې هم زیاتې شوي دي.
سیمه ییز خلک له امنیتي مسؤلینو غواړي، تر څو په خپلو لیکو کې د غلو ملاتړي له منځه یونسي، ممکنه نه ده چې د غلاوو په له منځه وړلو کې دې پرمختګ وشي.
امنیتي مسؤلین هم ژمنه کوي، په خپلو لیکو کې یې د تصفیې هڅه پیل کړي ده.
وروستي