
د استعداد درک د پرمختګ لپاره خورا اړین دی. هغه کسان چې خپلې وړتیاوې یې درک کړې او له وړتیا سره سم یې خپلې هڅې پر ټاکلو برخو متمرکز کړې تر نورو ډېر بریالي دي. امریکایی (جان سوبراټو) هم په هغه برخه کې چې ده په کې ځانګړی استعداد درلود د کار پیل میلیاردر کړی دی.
جان په ۱۹۳۹ زېږدیز کال د امریکا په سانفرانسیسکو ایالت کې زېږېدلی دی. دی د خپلو والدینو یوازینی اولاد و. پلار یې اېټالوی او دنده یې اشپزي وه. پلار یې په لومړنیو وختونو کې د نورو لپاره د پیسو په بدل کې اشپزي کوله، خو له همدې لارې په ترلاسه کړو پیسو یې بالاخره یو کوچنی هوټل پرانیست. سره له دې چې جان هڅه کوله، له خپل پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي، خو پلار به یې مخه نیوله او هغه ته به یې تل ویل چې هوټلداري سخت کار دی او دی باید زده کړې وکړي.
جان ایله د ۱۲ کالو و چې پلار یې د سرطان د ناروغۍ له کبله مړ شو. مور یې د دې په خاطر چې د خپل یوازیني اولاد د زده کړو او کورني لګښتونه یې پوره کړي وي، هوټل خرڅ کړ.
جان دغه مهال د انګریزي ژبې لوست پیل کړ او وروسته د پوځ یوې اکاډمۍ ته ولاړ. تر اکاډمۍ وروسته یې په سانتاکلارا پوهنتون کې د انجنیرۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې. د زده کړو پر مهال یې ځان ته پام شو چې دی د سوداګرۍ ځانګړی استعداد لري او د همدې استعداد پر بنسټ یې هغه مهال چې لا د پوهنتون په وروستیو ټولګیو کې وه د کورونو پېر او پلور پیل کړ.
څه موده وروسته یې د ( میډټون) په نوم یو بنسټ رامنځته کړه چې د (ایچلر) په نوم د یو ډول ځانګړي سټایل کورونو کاروبار یې کاوه. دی لا ۲۲ کلن و چې د خپلې سیمې د جایدادونو د یوه مهم بنسټ د بورډ غړی شو.
په ۱۹۶۲ کال کې جان د خپلې مور په مرسته د لومړي ځل لپاره خپل کاروبار سوداګریزو املاکو ته وغځاوه.
په ۱۹۷۳ کال کې یې د میډټون په نوم کمپنۍ وپلورله او تر دې شپږ کاله وروسته یې د ( سوبراټو) په نوم کمپنۍ رامنځته کړله.
دغه کمپنۍ اوسمهال په امریکا کې د جایدادونو په برخه کې له مشهورو کمپنیو څخه ده چې ۷،۵ میلیون فوټ مربع سوداګریز جایدادونه او ۳۰ د اپارتمانونو ټولګې لري.
د یادې کمپنۍ له کرایي دفترونو څخه د اپل او یاهو په څېر مشهورې کمپنۍ د کرایې په بدل کې کار اخلي.
نوموړي د تېر کال په جولای کې اعلان وکړ چې دی او زوی به یې د کمپنۍ ورځینۍ چارې پرېږدي. دوی د دغه کار لامل د خپلې کورنۍ پر خیریه چارو د تمرکز زیاتوالی بللی و.
له دې پرېکړې وروسته (Rob Hollister) په نوم یو څوک د کمپنۍ چارې پر مخ وړي او ویل کېږي دا د کمپنۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کورنیو له غړو پرته بل چاته یې چارې سپارل کېږي.
د فوربس د شمېرو له مخې جان سوبراټو اوسمهال څلور اعشاریه اووه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۳۶ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۱۰ ام ستر شتمن دی.
دی دری بچیان لري او په کلفورنیا ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې ده