د تهران اعلاميه


دافغانستان داسلامي جمهوريت ، دايران داسلامي جمهوريت او دپاکستان داسلامي جمهوريت  جمهورو رئيسانو ، داسلام له تعاليمو څخه په الهام سره ، دسوله ئيزي ،  خوندې او ارامې فضا څخه دګټې  اخستنې لپاره ددري واړو هيوادونو دخلکو ژورو  غوښتنو ته په پاملرنې سره او په تهران کې د ١٣٨٧ هجري لمريز کال دکب دمياشتې  په دولسمه نيټه  او د ٢٠٠٩ ميلادي کال دمارچ دمياشتې په لسمه نيټه دايکو د مشرانودلسمې غونډې په ترڅ کې دنيول شويو تصميمونو له مخې دمشرانو لومړۍ درې اړخيزه غونډه د ١٣٨٨ کال دغبرګولۍ  دمياشتې په دريمه نيټه چې د ٢٠٠٩  ميلادي کال دمي دمياشتې  له څليرويشتمي نيټې سره سمون خوري ، په تهران کي جوړه کړه او دسولې او ثبات دټينګښت او دعامه سوکالۍ او اقتصادي سمسورتيا لپاره دنوي فصل  د  پرانستلو لپاره ددريو هيوادونو دخلکو  له غوښتنې سره سم  دټولې سيمې دبرياليتوب اوسوکالۍ لپاره داوسنيو  رښتينو  ظرفيتونو او لارښوونو په کارولو کې دمشرانو دپوهې د تحقق په لاره کې ديو رښتينې اقدام په توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت  ،  د  ايران داسلامي جمهوريت او پاکستان داسلامي جمهوريت ددرې اړخيزې همکارۍ د نوښت  په ستاينى ، په کابل کې د ١٣٨٨ کال د ثوردمياشتې  په اوومه نيټه او د ٢٠٠٢ ميلادي کال داپريل  دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه ددرې واړو هيوادونودبهرنيو چارو د وزيرانو دلومړۍ غونډې  په پاى کې دګډي   صادري شوي وينا په  يادونې  سره  ، د نا امنيو دپاى ته رسولو او راتلونکو نسلونو ته له هيلو ډکې فضا دبرابرولو په لاره کې  د سيمه ئيزو مساعدو شرايطو دبرابرولو لپاره ددرې واړو هيوادونو دخلکو په زړه له کومې  غوښتنې  اوکابل  باندې  په ټينګار سره ، دسيمې په خلکو باندې  تپل شويو کړاوونو او مصيبتونو او دپرله پسي  نا امنى ،  تروريزم ،  بنسټ  پالنى او دنشه يې توکو د توليد او قاچاقو  له امله درامنځته شويو انديښنو زياتوالي ته په پاملرني ،  ګډو ژورو  تاريخي ، جغرافيايي  ، ديني او فرهنګي پيوندونو ، په ټولو سياسي ، امنيتي ، اقتصادي ، علمي  ، فرهنګي ټولنيزو او دوګړنيو تعاملاتو په برخو کې داړوندو لورو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا لپاره ددريو مسلمانو دولتونو او خلکو په ژوري غوښتنې ، دسيمې دستونزو د حل او فصل  کولو لپاره  ددريو  هيوادونو  په ګډون دسيمه ئيزو  سوکاليو په ارزښت باندې په ټينګار سره ، په نړيوالو قراردادونو او تړونونو  کې ددريو هيوادونو ژمنو ، دملګرو ملتودسازمان دمنشور اصولو او اهدافو ، د واکمنۍ  ،خپلواکى او ځمکنۍ  بشپړتيا په برخه کې ددولتونو حق ، ديوبل په کورنيو چارو کې دنه لاس وهنې ، ښه ګاونډيتوب  او دسوله ئيز ګډ ژوند اصولو او په سيمه کې دسولې او ثبات دټينګښت لپاره ټولو پخوانيو ترسره شويو اقداماتو او هلوځلو ته په درناوي او ددريو هيوادونو ددولتونو او خلکو ترمنځ ددوستي دپيوندونو د  پياوړتيا ، په سيمه کې دسولۍ  ، ثبات   او ارامۍ د ټينګښت لپاره ددريو هيوادونو په  گدون  د سيمه ئيز حل  د لارې  دموندلو ، داقتصادي سمسورتيا او سمون د تحقق ،  دبومي  فرهنګ  درواجولواو  ددريو هيوادونو دخلکو دديني  باورونو ددفاع ، د بي وزلۍ  د له منځه وړلو او دريو هيوادونو دخلکو د اړتياوو د څيړنې په هدف په  دغو مواردو کې موافقې  ته ورسيدل .   ١_  د ځانګړو قضيو په باب د جګپوړو کارپوهانو په کچه  ددرې اړخيزو منظمو او دوره يې  سلا مشورو  لپاره ديو ميکانيزم  جوړول ، ددريو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران او مشران .  ٢_  دافراط پالنې ، تاوتريخوالۍ  او دتروريزم دله منځه وړلو    او دهغو دجرړو دايستلو لپاره چې داسلام له روح  او دسيمې  له بډايو فرهنګي دودونو سره په څرګند مخالفت کې دي دهلوځلو په لاره کې  په ژوري ژمنې  باندې بيا ټينګار .   ٣_ ددريو  هيوادونو  د پارلماني هياتونو ، روښانفکرانو ، پوهانو ، محصلانو ، ديني  طالبانو ، ځوانانو او دخلکو د تعاملاتو د تبادلې په ګډون دفرهنګي تعاملاتو هڅونه .   ٤_  دسيمې دټولنيزې _ اقتصادي  پراختيا په لاره کې  د تجربو او اطلاعاتو  او دمتمرکزو هلوځلو تبادله ، په بيلا بيلو برخو له دې جملې څخه  د انرژي ، ترانسپورت ، صنايعو  ، دکانونو د را ايستلو ، کرکيلي ، مالدارۍ او دژوندانه دچاپيريال په برخو کې له دري اړخيزو اقتصادي پروژو طرحه او اجرا کول .   ٥_  د دريو هيوادونواو په ټوله سيمه کې دارتباطي  بنسټونو دپراختيا ، د سړکونو او د اوسپني د پتليو دجوړولو او داوسنيو لارو دښه والې لپاره سملاسي اقدام .  ٦_  د تيلو او ګاز دليږدونې  دنل ليکو او دبريښنا دشبکو په ګډون په سيمه کې د انرژي د ليږدونې د تګلورو په جوړولو او پراختيا کې  نږدي همکارۍ .   ٧_  ددري اړخيز اقتصادي  ، صنعتي ، پروګرام جوړولو او دسوداګرۍ دخونو  دکميسيون جوړول .  ٨_  په سيمه ئيزو پرمختيايي  پروګرامونوکې ددريو  هيوادونو د خصوصي برخې دګډون او شتون هڅونه .  ٩ _  ديو لومړيتوب په توګه تر ٢٠١٥  ميلادي کال پورې په سيمه کې د ازادي تجارتي  سيمې دجوړولولپاره داقتصادي همکاريو دسازمان ( ايکو ) دغړو هيوادونو هڅونه ، لکه څنګه چې د ١٣٨٧  کال دکب په مياشت او د ٢٠٠٩  ميلادي کال دمارچ په مياشت کې  په تهران کې دايکو دمشرانو په لسمه غونډه کې ورباندې موافقه شوي ده .  ١٠ _  له سيمې څخه بهر د همکارى دپروژو  همغږې او عملي کول ، په تيره بيا داقتصادي  همکاريو  دسازمان  ( اي  سي او )  او داسلامي کنفرانس دسازمان ( او اي سي ) په چوکات کې .   ١١_   دښوونې او روزنې ، عامې روغتيا ، ورزش  ، فرهنګ او هنر په برخو کې  ددري اړخيزو  فرهنګي او ټولنيزو همکاريو هڅونه .  ١٢_   دنشه يې توکو له توليد او قاچاقو سره دمقابلې په لاره کې په دري واړو  هيوادونوکې داړوندو  مرکزونو ددري اړخيزې همکارى  پياوړتيا .   ١٣_  دانسان دقاچاقو ، دپيسو  دپاکولو او دوسلو دقاچاقو په ګډون له سازمان موندلو جرمونو   سره دمقابلې لپاره داړوندو  مرکزونو  د دري اړخيزو همکاريو دکچې لوړول .   ١٤_  په خوندې توګه او په داوطلبانه او پړاويز ډول او په درناوي سره دنړيوالې ټولنې  او دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنري په زيات اوپرله پسي  ملاتړ سره خپل هيواد ته دمهاجرينو د راستنولو لپاره په افغانستان کې د جاذبي  رامنځته کول .    ١٥_  دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنري په ګډون داړوندو نړيوالو مرکزونو دهمکاري جلب او ګډون له لارې په ډيرې  چټکې  سره دهيواد له بيا جوړولو سره دمرستې لپاره خپل هيواد ته دافغان ماهرانو دداوطلبانه راستنيدو دانګيزي برابرول .  ١٦ _ دنړيوالې ټولنې له دې جملي څخه  د نړيوالو سازمانونو ، ملي مرکزونو ، مرستندويو هيوادونو او دافغانستان د نږدي ګاونډيانو په ګډون دنړيوالې  ټولنې  په ملاتړ په دغه هيواد کې په هميشنې سولې او اقتصادي پراختيا باندې  دلاس بري په مقصد په افغانستان کې دبيا رغاونې دبهير په ارزښت باندې ټينګار .    ١٧_  د دوه اړخيزو ، دري اړخيزو او څو اړخيزو موافقه ليکونو داجرا کولو لپاره په زياتو اغيزمنو اقداماتو باندې ټينګار چې دري واړه هيوادونه پکې ګډون لري ددري واړو هيوادونو ترمنځ او ددري واړ و هيوادونو له لارې  دمالونو دسوداګرۍ  او ترانزيت په ارتباط .   ١٨ (  ددري واړو هيوادونو ترمنځ داړوندو  پروژو داجرا کولو لپاره دکار دماهر ځواک دروزنې په هدف دګډو روزنيزو مرکزونو د جوړولو  ژمنه  ١٩ _  دګمرکي اطلاعاتو د الکتروني  شرکت لپاره دافغانستان اوپاکستان او د افغانستان او ايران له ګمرکي مرکزونو سره ديوي ګډې  طرحې له وړاندې کولو سره دمرستې په باب دنړيوال بانک  د وړانديز هرکلي    ٢٠ _  دمشرانو له خوا دنيول شويو تصميمونو دعملي کولو او له دري اړخيزو پروژو سره د مالي ملاتړ په مقصد ددريو هيوادونو ترمنځ دګډي پانګې اچونې د صدوق دجوړولو ،  دامکان د څيړنې لپاره د ډله ئيز کار رامنځته کول  ، ددغه صندوق له منابعو څخه داستفادې  موارد به ددريو هيوادونوداړوندو مقاماتو په موافقه وټاکل شي . ٢١_ددري اړخيزو همکاريو دپرمختګ په بهير باندې د څارنې  په لاره کې ديوې هراړخيزي طرحي  دتدوين  او وړاندي کولو  لپاره ددريو هيوادونودبهرنيو چارو د وزيرانو دمرستيالانو په کچه ديوي  دري اړخيزې  هما هنګي  کميټې جوړول  ، دري واړو لورو ټينګار وکړ چې  دبهرنيو چارو وزيران دي ددغې شورا د فعاليت په باب دخپلو  څيړنواو دغه راز دموافقه  لکيونو دعملي کولو دپرمختګ د بهير نتيجي د مشرانو دويمې غونډې ته دروان  هجري  لمريز کال د تلې په مياشت او د  ٢٠٠٩ ميلادي کال داکتوبر په مياشت  کې  به په اسلام اباد کې جوړه شي وړاندې کړي .  دمشرانو دراتلونکي کال دغونډې د جوړولو کوربه توب ددريو هيوادونو د الفبايي حروفو د تسلسل له مخې تنظيم او په کابل کې جوړيږي . ٢٢_  ددريو هيوادونو داړتيا او  اجماع په صورت کې ددريو هيوادونو په موافقه دمشرانو په درى  اړخيزه غونډه کې  دګډون لپاره نورو هيوادونو  ته بلنه ورکول کيږي .    ٢٣_   دافغانستان داسلامي جمهوريت او دپاکستان جمهورو رئيسانو ، دايران  داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د تاوده او صميمانه هرکلي او ميلمه پالنې او په برياليتوب  سره ددغې غونډې د جوړيدو  له امله دقدرداني  او منني مراتب څرګند کړل .   ٢٤_  دغه اعلاميه د ١٣٨٨ هجري لمريز کال  د غبرګولۍ دمياشتې  په دريمه نيټه چې د ٢٠٠٩ ميلادي کال دمي دمياشتې له څليرويشتمې  نيټې سره سمون  خوري په دري  ، فارسي او انګليسي  ژبو  په دريو نسخو کې چې هره يوه يې يوشان اعتبار لري ، صادره او لاسليک شوه .
    محمود احمدي نژاد                                             حامدکرزي                                    آصف علي زرداري دايران داسلامي جمهوريت                         دافغانستان داسلامي جمهوريت                               دپاکستان داسلامي
     جمهوررئيس                                                    جمهور رئيس                                                       جمهور رئيس