د تادیاتو سیستم (۲ برخه)

 
 ورستۍ برخه
چک: چک د تادیاتو د سیستم بله برخه ده چې د توکو او چوپړتیاوو د رانیولو او پورونو د ورکړې لپاره د تادیې د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. چک خپله پیسې نه دي او یوازې بانک ته لارښوونه کوي چې ستاسو له حساب څخه هغه چاته پیسې ورکړي چې د چک پر مخ یې نوم لیکل شوی وي. چک د تادیې وروستۍ وسیله نده بلکې د پیسو استازیتوب کوي. د دې لپاره چې چک په نغدو پیسو بدل شي باید د یو څه پړاوونو څخه تېر شي.
په یو بانک باندې لیکل شوی چک د پیسو د تر لاسه کولو لپاره هر بانک ته وړلای شو. دا شرط نه ده چې؛ چک باید یوازې هغه بانک ته یوړل شي، کوم ته چې لیکل شوی وي. د ورځې په اوږدو کې بانکونه خپل او د نورو بانکونو د چکونو په وړاندې تادیات کوي او د ورځې په پای کې بیا د نوموړو چکونو تصفیه کوي. ټولو بانکونو چې د ورځې په اوږدو کې یې پر نورو بانکونو د لیکل شوو چکونو تادیات کړي وي، د ورځې په پای یې اړوند بانک ته سپاري. اړوند بانکونه هم دغه چکونه ټولوي او د میاشتې په پای کې یې د بانکي حساب خاوند ته د هغه د حساب د تصفیې په موخه ښایي.
کله چې چک د اړوند بانک پر ځای بل بانک ته یوړل شي، هغوی د چک حامل ته تادیه کوي او د اړوند بانک حساب ډیبیټ کوي، که مربوطه بانک په دغه بانک کې حساب نه لري او یا په حساب کې د اړتیا وړ پیسې نه لري نو چک بېرته مسترد کوي. په ډیری هیوادونو کې چکونه د مرکزي بانک له لوري تصفیه کیږي. کله چې یو څوک د کومې راکړې ورکړې د تادیې لپاره د یو چا څخه چک تر لاسه کوي نو هغه بانک ته یې وړي په کوم کې چې خپل حساب ولري، د چک په ورکړې سره بانک د دغه کس حساب کریډیټ کوي. نوموړی بانک بیا دغه چک مرکزي بانک ته د تصفیې په موخه لیږدوي، مرکزي بانک بیا د تادیه کوونکي بانک د قانوني زېرمو حساب کریډیټ او د هغه بانک د قانوني زېرمو حساب چې چک ورته لیکل شوی ډیبیټ کوي.
نن سبا د نغدو پیسو په څېر د چکونو کارول هم کم شوي او ځای یې بریښنایي پیسو یا الیکترونیکي تادیاتو نیولی.
بریښنایي تادیات:
د تادیې دریمه او وروستۍ وسیله بریښنایي تادیات دي چې نن سبا د تادیاتو لویه برخه همدغه ډول تادیات جوړوي.  په ورځني ژوندانه کې مونږ د تادیاتو په موخه د ډیبیټ کارډ او کریډيت کارډ نوم ډېر اورو، د دې تر څنګ د پیسو د بریښنایي لیږد لپاره هم ځانګړي سیستمونه رامینځته شوي دي.
دلته غواړو د بریښنایي تادیاتو د دوو مهمو وسایلو یعنې ډیبیټ کارډ او کریډیټ کارډ په هکله یو څه په تفصیل سره خبرې وکړو.
ډیبیټ کارډ د چک بڼه لري، یعنې دا کارډ هم  د تادیاتو پر مهال بانک ته لارښوونه کوي تر څو د کارډ لرونکي د بانکي حساب څخه چې ډیبیټ کارډ یې استازیتوب کوي د کوم بل ټاکل شوي تن یا کمپنۍ بانکي حساب ته پیسې تادیه کړي. د ډیبیټ کارډ په وسیله په تادیاتو باندې ځانګړی فیس راځي چې دا فیس د تادیاتو د حجم پورې اړه لري، یعنې څومره چې د تادیاتو حجم ډېر وي په همغه اندازه به یې د ډیبیټ کارډ له لارې د تادیاتو لګښت لوړ وي.
کریډیټ کارډ بیا د بانک له لوري یوه ژمنه ده چې د کارډ لرونکي د پېرودنې پیسې به تادیه کوي. کله چې مونږ د کریډیټ کارډ په وسیله د یو شي د پیرودنې تادیه کوو نو کومې پیسې چې د پلورونکي حساب ته لیږدول کیږي په مونږ پورې اړه نه لري بلکې دغه پیسې زمونږ د کریډیټ کارډ د اړوند بانک له حساب څخه ورکول کیږي او بانک یې په مونږ باندې د پور په ډول حسابوي او مونږ یې باید په راتلونکې کې تادیه کړو. پر همدې بنسټ ویلای شو چې کریډیټ کارډ د پیسو استازیتوب نشي کولای بلکې د یو بل چا پیسو ته د لاسرسۍ امکانات برابروي دا په داسې حال کې چې د ډیبیټ کارډ په وسیله یوازې هغه وخت تادیات کولای شو کله چې مو په اړوند بانکي حساب کې پیسې شتون ولري. که په بانکي حساب کې مو پیسې نه وي نو د نوموړي کارډ څخه تادیات نشو کولای.
په افغانستان کې بانکونو د کریډیټ او ډیبیټ کارډونو لپاره کلنی فیس ټاکلی، یعنې چا ته چې دغه ډول کارډونه د بانک له لوري ورکول کیږي نو په کال کې یې د بانکي حساب څخه ټاکلي اندازه پیسې ګرځول کیږي. په نوره نړۍ کې د کلني فیس د سیستم تر څنګ د کریډیټ کارډ په وسیله د اخیستل شوي پور اندازه معلوميږي او کارډ لرونکی باید د ټاکلي اندازه سود سره دغه پیسې اړوند بانک ته تادیه کړي.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې