د ننګرهار دکار او ټولنيزو چارو ريئس سره د نړۍ اونيزې مرکه

مرکچيان:رغاند او يرغل    
نړۍ : ريس صيب! که د نړۍ اونيزې لوستونکو ته ځان وروپېژنئ ،خوښ به شو.
حاجي حيات خان : بسم الله الرحمان الرحيم زما نوم حاجي حيات خان د کار او ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو ريس په ننګرهار کېنړۍ : په ننګرهار کې څومره معيوبين او معلولين، سوالګر او  وزګار خلک شته او تاسو ورته څه کړي؟حاجي حيات خان : مونږ په ننګرهار کې راجستر معيوبين او معلولين څوارلس زره څلور سوه دوه څلوېښت کسان لرو چې البته وروسته له قانوني مراحلو له تېرولو راسره راجستر دي او مونږ نه تنخواه وړي، مونږ دوى ته سالانه، ماهوار او ربعوار معاشات ورکوو خو دا چې ددوى مشکل شي او دا چې د ترانسپورت او په نورو لارو ترې پيسې لاړې شي نو د د ې لپاره مونږ تېر کال سالانه تنخواه ورکړې البته د دې نه مخکې مو ربعه وار ورکوله.نړۍ: دوى ته څومره تنخوا او په څه ډول د کوم قانون او معيار له مخې ورکوئ ؟حاجي حيات خان : دا  د افغانستان د ملي شورا  او کابينې په تصويب او د ريس جمهور د حکم مطابق دوى ته د مياشتې شپږ سوه افغانۍ ورکوو او زه امېدوار يم چې په راراوان کال کې به انشا الله چې دا قانون دغه شي  نو د يو معلول معاش به يو نېم زر افغانيو ته ورسيږي تر کومې اندازې چې ما ته مالومات شته انشا الله دغه مسله ولسي شوراد مشرانو شورا تاييد کړې ده، فاينل شوې ده او د ريس جمهور توشيح ته پاتې ده نو زه امېد وار يم چې په راروان کال کې انشا الله يو معلول به د يو متقاعد مامور په شان معاش اخلي
.نړۍ: ريس صيب! د محمد جلال حسين په نامه يوه ورور په خپل راليږلي ليک کې د بې کارۍ موضوع ته اشاره کړې او ليکلي يې دي چې زمونږ په ټولنه کې اکثره له پوهنتونه فارغ خلک وزګار ګرځي، دغه راز نورو د کسب خاوندانو ته کارونه نه پيدا کيږي، تاسو په دې برخه کې څه کړي؟
حاجي حيات خان : په دې رابطه به دومره عرض وکړم چې دا يو واقعيت دى چې ځوانانو ته توجه وشي، مونږه هم ځوانان وو، دا مونږ سره چې ادارو کې ناست دي دغو ټولو دغه دوره طى کړې، دوى بايد سم رهبري شي
نړۍ: څوک يې بايد رهبري کړي؟
حاجي حيات خان : هغه زېربطه ادارات ، دوى هم  بايد خپل ژوند،او خپله ذهني او قلبي انرژي بايد په سياست او سياست بازۍ کې مصرف نه کړي،دا بايد د ملک په ملي روحيه وروزل شي او د دې وړتيا پيدا کړي نړۍ : رهبري او روزل په خپل ځاى خو اوس خبره د د وى د بې کارۍ او دوى ته د کار پيدا کولو ده. حاجي حيات خان :: اوس خو ازاده سيالي ده،  هر مامور په ازاده سيالۍ مقرريږي ،حتى چې رتبه ده دا مامور په دې ولايتو کې نه شي مقرريداى، دوى بايد ددې وړتيا ولري چې يو پوست ته کانديد شي،امتحان ورکړي او کامياب شي او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځي يانې دا زما يو ه توصيه ده.
نړۍ: دا خو ستاسو توصيه ده که ستاسو کار ته راشو چې دوى ته څه کولى شې او څومره خلکو ته مو کار پيدا کړى؟
حاجي حيات خان : زه به په دې رابطه ووايم چې تقريبا په سږني کال کې دوه زره ځوانان، اتلس سوه که څو ، څو کسان په سږني کال کې زه ويلاى شم چې اتلس سوه يو اتيا کسان مونږه له ډرېورۍ نيولې تر برقي او تر ليسانسه مونږ مختلفو ادراتو ته معرفي کړي
.نړۍ :  د وفا په نامه يوه معيوب ورور په تاسو نيوکه کړې چې معيوبينو ته د کار په پيدا کولو کې پاتې راغلى يې، تر دې دمه مو  معيوبينو ته څومره د کار زمينه برابره کړې؟
حاجي حيات خان : مونږ معيوبو ورونو ته زه ويلاى شم اوس دستي مونږ شپېته کسان په دې سنټر کې د کمپېوټر، برق، قالين بافۍ او ګلدوزۍ په برخو کې مو ټريننګ کړي.
نړۍ: په کوم سنټر کې ؟
 حاجي حيات خان : د دې رياست په مقر کې همدا نمونه په انکشافي پروژو کې چې مونږ يې په ولسواليو کې لرو په هغې کې د اوليت حق ورکول کېږي، مونږ په ګوشته کې سږ کال يو سلو شل شاګردان روزلي، په شېرزادو کې مو يو سلو اته شاګردان روزلي،په چپليار کې مو درې سوه اناثې طبقې ته اته مياشتې هغه ورکړي بايد عرض وکړم چې مونږ ورکړي او د دغو پروژو هغه مديريت او ر هبريت مونږه همدغو معيوبو او معلولو ته ورکړى، همداسې په ده بالا کې، همداسې په کوټ کې اوهمداسې په نورو برخو کې.
نړۍ: معيوبينو ته همدومره کار کافي دى ؟
حاجي حيات خان : هغه څه مونږ په سلګونه  ولچر توزېع کړي، يو خو هغه خداوندي مشکل دى اوس که دا ستا سترګه ړنده شي هېڅ داسې قوه نشته چې دا بيرته يې احياکړي، چې دا  اندام دې غوڅ شي ګوره مونږ په سلګونه پلاستيکي پښې جوړې کړي.
نړۍ: د معيوبينو د ورځينيو ستونزو په اړه د خوګياڼو...
حاجي حيات خان : د ورځينيو ستونزو په اړه ما مخکې عرض وکړو چې امېدواره يو چې انشا الله د دوى معاشات به ارتقا وکړي خو دوى ته مې توصيه دا ده چې دوى بايد لکه څنګه کامراني يې چې په جهاد کې، په مقاومت کې او د ملک په ازادۍ کې ورکړې ده، خپل خواږه اندامونه يې له لاسه ورکړي دي ،بايد اوس د چا دغه ځان بوج نه کړي او خپل حيثيت زيانمن نه کړي او کار ته مراجعه وکړي، ګلدوزي ياده کړي،خياطي ياده کړي او همدا نمونه ساعت سازي ياده کړي او همدا نمونه مونږ اوس په دې سنټر کې يو پروژه د غميو جوړولو راوړې ده دلته ده ، مونږه د نابينايانو لپاره د برېل خط او د جاروګانو د جوړولو چې دا خودکفا شي ځانته د ورور،د ښځې د زوى، دپلار احتياج نه شي .
نړۍ: ريس صيب!  تاسو وويل چې ځينو ولسواليو کې مو معيوبو خلکو ته د کار زمېنه برابره کړې خو د نصيراحمد ځاځي په نامه يو ورور ليکي چې معيوبين د کار د نشتوالي له امله په بازار کې خيرات غوښتلو ته اړ شوي.
 حاجي حيات خان : عرض وکړم دا يو عادت دى چې يو سړى،که دغه ورور چې سوال کوي دا خو ګرنټي نه ده چې دا معيوب سوال کوي که روغ؟ ډېر روغ هم دي چې لګيا دي ډېرې روغې ښځې هم دي چې لګيادي.
 نړۍ: نر دى که ښځه ، روغ دي که معيوب دي خو د مجبورۍ او د کار د نشتوالي له امله خيرات غواړي ، تاسو په دې برخه کې څه کړي يا څه ورته په پام کې لرئ؟
حاجي حيات خان : عرض کوم مونږ په دې بابت مداخله وکړه د ريس جمهور د فرمان مطابق او د ننګرهار د اداري مجلس د پريکړې په اساس مونږه او قومنداني امنيه او د ښځو چارو رياست او د ځوانانو امريت دوى تفکيک کړل، مونږ دلته مې راوړل ځان سره  يو دوه کسان چې ښځه او مېړه و، جوزجانيان و ،مونږ دلته يوه پروژه ده د تارسازۍ له وړو نه چې تار جوړوي، د قالينې تار ددې دغه مو درلودلو ماورته وويل چې تاسو خو تيار د دې مسلکيان يئ، راځئ يو نېم يو نېم سل ډالره معاش به در کړو، ويې ويل چې نه مونږ ورته وويل چې کور مو چېرته دى ويل يې د کابل هډه کې، ښه لاړو هغو سره يې تعهد وکړو قرارداد يې ورسره امضا کړو سبايي ته رانغلل بيا مونږ  ورپسې لټه وکړه  چې لاړو صيبه يو خېمه ولاړه وه چې د خېمې سره په څنګ کې يو برګ سپى پروت و ، دې مېړه يې دومره، دومره بريت يې لرل او صيبه مهربانه چېلم ورته اېښى او دا ګوړاکو او ښځه يې نه وه راوتلې وه سوال ته دا يو عادت دى د بعضى خلکو کنه خو بعضي خلک واقعا چې مجبوره وي پوه نه شوې يانې دا زمونږ هغه، هغه، هغه، هغه، هغه  افغاني کرامت سره ضد دى خداى دې، دې ته څوک نه مجبوروي او زمونږ اداره نو زمونږ ادارې سره امکانات نشته او مونږ  پالېسي سازه يو مونږه ددوى لپاره سهولتونه د کار برابروو.
نړۍ: ستاسو له خولې مو اوريدلي چې څه موده وړاندې مو څه اضافه پيسې بانک ته سپارلي  اوس وايئ امکانات نشته؟
حاجي حيات خان : هغه خو بېلې دي هغه د حقوقو پيسې دي هغه په دې کې نه شي مصرفولاى کنه له نافذه قوانينو سره ټکر کوې، بندي کېږې، زندان له ځې او لس کاله او شل کاله قيد کېږې هغه پيسې خو ته نه شې اخيستى چې هغه خيراتي ورکړې، نه هغه د هغه چا پيسې دي چې هغې طى مراحل کړى وي هغه وروسته د اسنادو د تنظيمولو او تکميلولو نه وروسته دلته ثبت وي چې دې کې پينځه محکمې کار کوې ګوره د يو معيوب لپاره بايد افغاني تذکره ولري، بايد ولسوال، قومندان او د کلي امام د هغه تصديق وکړي....
نړۍ: د دولتي امکاناتو د نشتوالي په صورت کې تاسو د معيوبينو د ستونزو د حل لپاره بهرنيو مرستندويه ټولنو ته مراجعه کولى شئ ، دا ستاسو مسئوليت دى تاسو کولى شئ چې له هغوى څخه پروژې واخلئ او د معيوبينو د ستونزو د حل لپاره يې پام راواړوئ،  په دې برخه کې مو څه کړي ؟
حاجي حيات خان : زه تا ته ووايم چې وراره ګله  الحمدلله مونږ په دې توانېد لي يو، په پروسږ کال کې له جاپان سفارت نه معلولينو ته يوه ښه اسايشګاه جوړه کړه. دلته دغلته د يو لک او شل زره ډالرو په لګښت باندې تاسو کولاى شئ دا  اوس ورشئ  پکې د معلولينو لپاره پروژې لګيا دي چې هغه يو سنټر دى مونږ پروسږ کال توانېدلي يو چې پي ار ټي د ننګرهار نه د اتيا زره ډالرو په لګښت د فلج معيوبينو لپاره چې د هغوى تشنابونه هم خاص دي، دهغو دغه هم خاص دي، دې ځاى کې يوه اسايشګاه جوړه کړې ده چې هغوى پکې د شپې او ورځې پراته دي او هغه دربه درۍ نه خلاص دي چې تاسو  ورشئ ، صيب نه ستا کور به هم داسې نه وي او زما کور به هم داسې نه وي لکه الحمد لله چې دوى ته مو ځاى کومه سې جوړ کړى
.نړۍ: ريس صيب ! خو په دې ښار کې چې پړمخې پراته وي او خيرات غواړي ، دوى به څنګه کيږي؟
 حاجي حيات خان : دا په دې رابطه دومره وايم چې زه فکر نه کوم چې معيوب سړى دې سوال وکړي ځکه معيوب ډېر مغرور خلک دي او ډېر با غيرته او همدا د غيرت په نتيجه کې يې ...
نړۍ:  غيرت به واقعاً لري خو د جلال اباد ښاريان يې روزانه ويني چې د مجبوريت له امله سوال کوي.
حاجي حيات خان : عرض وکړم خوکه احياناً داسې څوک وي نو پروسږ کال به تاسو په دې خبر وئ که دې ننګرهار کې وئ پينځه زره کسه ما يوړل او د والي صيب بيچاره ورته  زر، زر افغانۍ روپۍ او خور اکي مواد کومک ورسره وکړل. همدا نمونه ګورئ تاسو پينځه زره کسانو ته حتى پي ار ټي دلته هم يو کانتينر مواد راوړل چې توزېع شول حتى د سرې مياشتې نه مختلفو لارو نه خو بعضي ورورنه په دې عادت دي. زه اول دا منم نه  اول زه هم ښار کې ګرځم د دې ښار باشنده يم  دا نه پوهېږم چې ما نه به ځان پټوي کنه .ما معلول سړى نه دى ليدلى نور خلک مې ليدلي خو معلول سړى مې نه دى ليدلى.
نړۍ: ښه رئيس صيب ! په دې وروستيو کې په بېلا بېلو ځاينو کې يو شمېر معيوبينو ته نومرې ووېشل شوې، که په دې اړه د نړۍ اونيزې لوستونکو ته لږ معلومات ورکړئ چې پر چا او څه ډول مو ويشلي ؟
حاجي حيات خان : دا اوس هم تاسې ناست وئ چې ټليفون راغى، دا  مونږه تقريباً د رې اتيايم کال کې د ولايت مقام ته پېشنهاد وکړو  هغوى له پېشنهاد سره سم څه حکم وکړو ښاروالۍ ته ، البته په اداري مجلس کې مې هغوى ته قناعت ورکړ چې  په دې ملک باندې يوازې د شهيدانو برکت دى چې مونږ داسې ازاد يو کنه نن د هر چا د زوى نوم کې چوف، چوف راته يانې ستا نوم که احمد واى نو احمدوف به دې په نوم کې راته نو د دغو برکت دى چې دغه مونږ او تاسو ته يې دغه قرباني ورکړې او په دې امېد يې ورکړې چې وروسته به داسې څوک وي چې زما اولاد ته خدمت وکړي.
 نړۍ: ښه،بيا څه وشول؟
حاجي حيات خان : نو تقريبا زمونږ پينځه فيصده د ريس جمهور فرمان و چې په هر انکشافي پلان کې دې پينځه فيصده معليولينو ته او د شهداوو کورنيو ته نومرې رايګان ورکړل شي.
نړۍ : نو بيا؟
حاجي حيات خان : خو مونږ اووه ويشت فيصده قاسم اباد کې واخيستې موږ څوارلس سوه نومرې هلته واخيستې او مونږ معليولينو نه يو کمېسون جوړکړ چې په ټولو ولسواليو وګرځېدو.
نړۍ: د عزيزالله په نامه يو معيوب ورور وايي چې ما په داسې حال کې چې د زړه تکليف هم لرمه،  څو وارې د يوې نومرې د ترلاسه کولو لپاره عريضه وکړه خو چا مې پاڼه وانه ړوله . هغه زياتوي په ننګرهار کې هغه چاته نومرې ورکول کيږي چې يا ريس صيب وپېژني او يا ښې پيسې ورکړي .
 حاجي حيات خان : مونږ په هره ولسوالۍ کې له حصارکه ونيسه تر دور بابا پورې ، بدبختي دا ده چې اوس مونږ څوارلس زره راجستر خلک لرو خو قاسم اباد کې ټولې نومرې پينځه نېم زره وې ، دې کې څوارلس سوه مونږ واخيستې څلور زره پاتې شوې څلور زره يې ټول ننګرهار ته پرېښوې خو څوارلس سوه مونږ خاص يوې ډلې واخيستې د مثال په ډول:دلته قناعت او حوصله نشته ، صبر نشته که ورونه مونږ سره صبر وکړي حوصله وکړي، همدغه ورور چې مونږ نه ګيله من دى دا دې مهرباني وکړي که چېرته زما په دروازه کې چا بند کړ چې ته مه ځه.
 نړۍ: مخه به يې څوک نه نيسي خو خبره د خدمت کولو ده.
حاجي حيات خان : که چېرته ما ته دا ډارک راشي او ما ته ووايي چې داسې ،طبعا به يې ما نوم هغې ورکونکې ادار ې ته ورکړى وي، اوس مثال مونږ دلته د دوه نېم زرو نومرو امر په چمتلې کې اخيستى دا ولايت مې په دې قانع کړى، دا والي مې په دې قانع کړى چې دا والي ډېر دلسوز سړى دى دا مې هم ورته وويل چې ته هم د يو شهيد بچى يې.
 نړۍ: دوى وايي چې نومرې ورکول کېږي خو مستحقو ته نه !
حاجي حيات خان : دا نو بېله خبره ده چې ما له ونه رسيږي او زه وايم چې دا کاپر دى ،دې ولې اخيستې دا غيري مستحق دى.دا دې وښيى راځه زه ددې توزېع صلاحيت هم ده ته ورکوم زه به دا وکړم چې دې کمېسون کې به دا راوړم دا دې کوښښ وکړي چې حق حقدار ته ورسيږي.
نړۍ : تاسو مستحق او حقدار چا ته واياست؟حاجي حيات خان : اول خو دا ټول مستحق دي خو په دوى کې بيا مستحق هغه دى چې هغه کور نه لري،خو د دې تفکيک اسان کار نه دى.
 نړۍ: دا منئ چې د نومرو په وېشلو کې  درغلي شوې ده؟
حاجي حيات خان : نه، نه، دابه زه سپينه وايم دا د مثال په ډول تاسو ته به دا پته وي چې قاسم اباد کې مونږ توزېع کوله مونږ د معليولينو نه څلور کمېسونه جوړ کړل چې څلور خواووته لاړل او يانې ولسوالۍ مو ورته بېلې کړې چې پخپله خوښه ځمکې وويشي.
نړۍ: دا د معيوبينو استازو خپله دا کار وکړ؟
حاجي حيات خان : عرض کوم، ما ويل که زه مامور ورلېږم هسې نه خور او خوريى  وپالي دا  اوس په چمتله کې توزېع زمونږ  روانه ده تاسو کولاى شئ هلته زما څو مامورين ناست  دي.
 نړۍ: ناسته يوه مانا لري،کار بله
.حاجي حيات خان : اوس ما معرفي کړي هلته  هملته مشران دي.
نړۍ: څه کار يې کړى؟
حاجي حيات خان : زه باوري يم ،تقريباً هلته زمونږ درې سوه نومرې د معليولينو لپاره راکړل شوي چې تقريبا بعضي افواهات چې ثابت نه دي دا خو سړى نه شي منلاى چې مستند دغه نه ويني.
نړۍ: يانې يو څه درغلي په کې شوې ؟
حاجي حيات خان : نه،دا درغلي نه ده شوې دا پټېږي نه ،دې کې درغلي پټيږي نه ، يو تعداد ورونه ما ته راغلي و چې هغوى ته نومرې نه وې رسېدلې هغوى په دې توزېع باندې شکايت لرلو په دې چمتله کې ما ويل چې دا به  بنده کړئ زه درځم هره هغه چا چې دا نومره اخيستې وي که هغه معلول نه و يا د شهيد ورثه نه  و او کارت ورسره نه و زه وګورم چې دا څنګه ما نه نومره اخلي نه يې شي اخيستى
نړۍ: د نجيب الله حيران په نوم يو ورور ليکي چې ځينې عيرې مستحق خلک له والي صيب يا نورو نه فوق العاده احکام اخلي او بيا په کمپونو او ښارګوټو کې نومرې ورکول کيږي ، تاسو په دې اړه څه وايئ ؟
 حاجي حيات خان : دا والي صيب واقعا  يو دلسوز سړى دى
 نړۍ: که په کاري برخه کې وغږيږئ ښه به وي.
حاجي حيات خان : په کاري برخه کې غږېږم، د دغسې خلکو لپاره يې ډېرې منډې ترړې کړي حتى زه يوه کيسه در ته کوم قسم په خداى چې يوه شپه يوولس بجې يې ما ته ټليفون کړى چې راشه چې لاړم هينو ګاډى يې له موادو نه ډک کړى و، پاکټونو کې يې روپۍ اچولې وې ، ويل يې ځه چېرته چې د شهيد کور دى، د معلول کور دى هلته مې يوسه ، هر کور ته تلي يو، مواد  مو  ور اچولي ،دوه درې شپې چې را ووتو بله شپه مې ورته وويل نور مه را وځه هسې نه ځوک دې ونه ولي.
نړۍ : د اسې ويل کيږي چې اکثرو معليولينو چې پخوا يې نومرې اخيستې وي بيا يې اخلي،کورونه هم لري او دا نومرې په کومه واسطه يا وسيله اخلي او  پر نورو پلوري.
حاجي حيات خان :: دا  د دوې حق دى ،د دې ملکيت دى، ته د خپل ملکيت چې ستا ملکيت دى د خرڅولو صلاحيت لرې چې خرڅ يې کړې ،دا هغه تعداد خلک دي چې د کور جوړولو وس نه لري ، مونږ په دې اړه  پي ار ټي او نورو ته پروپوزلې ورکړي چې دغه نومرې چې دوى ته ورکول کېږي نه يې شي جوړولاى بايد ور جوړې شي خو بدبختانه چې قاسم ابا د کې يو شمېر خلک پخپل سر ځمکې جوړوي
.نړۍ: نو ولې يې مخه نه نيسئ؟ دا له تاسو سره د امنيتي ارګانونو د نه همکارۍ مانا نه لري؟
حاجي حيات خان : څه نا څه کمى کاستى شته، يانې حوصله کوي او تقريبا يو تعداد ورونه په دې حقيقت پوه شوي دي چې مونږ او تاسو د ېرش کاله د نا قانونۍ ښکار وو، نا قانوني مو قانون ګڼلې ده نو په دې ملک کې هغه څوک چې په نا قانونۍ کې لوى شوى دى هغه طبعاً قانون ته چې څو راځي لږ  وخت غواړي لږ وخت غواړي، زه امېدواره يم چې انشا الله خلک به په راتلونکي کې پر دې باندې پوه شي او خپل او پردى حق به وپېژني.
نړۍ : ښه رئيس صيب د راتلونکې لپاره څه پلان لرئ، څه کول غواړئ، څه مو تر لاس لاندې دي ،چا سره مو کتلي او معيوبينو ته څومره ډاډ ورکولاى شئ چې ستونزې يې ورحلوئ؟
حاجي حيات خان : په را روان کال کې به انشا الله د معيوبينو حقوق  د کارت او بانک له لارې ورکول کېږي ، مونږ  پکې ځان هېڅ دخيل نه ساتو
.نړۍ: کومې نوې پروژې نه ولرئ؟
حاجي حيات خان : پر دې کار روان دى چې امېد دى  په سږني کال کې به د بانک له لارې نه په داسې لېول خپله پيسه اخلي چې ،کارت به ورسره وي
نړۍ : د بې روزګارۍ برخه کې به څه وکړئ؟
حاجي حيات خان : مونږ په دې ورځو کې په لالپوره، ښېوه، خوګياڼو، دره نور ولسواليو کې تقريبا يو سلو څلوېښت ، څلوېښت کسان په مختلفو کارونو لکه نجاري، رنګمالي، سيمتاوي،ګيلکاري کې شپاړس حرفې مونږه افتتاح کړې، شاګردا ن مو ورته ونيول چې حق اوليت مو پکې معلولو او معيوبو ته ورکړى .
نړۍ : اکثره ښار کې چې وينو د بهرنيو هېوادونو خلک خصوصاً پاکستانيان په کار لګيا دي په داسې حال کې چې خپله افغان ځوانان بې روزګاره ګرځي دې کې ستاسو مسوليت څه دى؟
حاجي حيات خان : ډېر د افسوس ځاى دى دې کې زمونږ توقع او درخواست خپلو  وطنوالو ته دا دى چې دوى بايد هغه کمى چې زمونږ په جامعه کې دى پوره کړي
.نړۍ: په دې برخه کې که په خپل کار وغږېږې
.حاجي حيات خان : زمونږ سنټرونه د دوى په خدمت کې دينړۍ: څوارلس زره خلک او ستاسو دوه درې سنټره ،دا څنګه کفايت کولاى شي؟
حاجي حيات خان : مونږ سږني کال کې پلان لرو، بوديجه مو هم ورته جوړه کړې او امېد واره يو چې د  هرو  پينځو ولسواليو په مينځ کې به يو حرفوي مرکز ، په دې دوه ويشت ولسواليو کې هره ولسوالۍ کې مو يو سلو څلوېښت پروژې دي تقريبا حسا ب که وکړو نو درې زرو نه زيات شول، د شپږو مياشتو درې زره او شپږ مياشتې بعد درې زره .
نړۍ: د کار په برخه کې مو هغه د بهرنيو کارګرو  په اړه څه ونه ويل حاجي حيات خان : ولې مونږ کې د دې وړتيا نشته د افسوس ځاى نه دى چې مونږ کې ددې وړتيا ولې نشته چې هغه سرمايه دار چې تعمير جوړوي ګلکار او کارګر له پاکستانه را غواړي.مونږ که څه هم دې ته قانوني جواز نه ورکوو او ټولو شرکتونو ته او زه غواړم په دې نېږديو کې راډيو تلويزون له لارې ټولو ته خبر ورکړم چې که ستاسو کوم کارګر ته ضرورت وي يو مامور او منيجر ته مو ضرورت وي بايد مونږ ته دغه وکړئ چې اخبار کې يې ورکړو که چېرته څوک پيدا نه شو افغانى څوک پيدا نه شو نو مونږ به د بهرني سړي د راوستو اجازه در کړو .
نړۍ  : يانې بهرنى وګړى په افغانستان کې د بې روزګاره افغانانو د شتون پر مهال د کار اجازه نه لرئ؟
حاجي حيات خان : لري يې، خو په خاص ډول هغه چې دلته يې کاريګر نه وي که ستاسو فکر وي پروسږ کال په څو ومه مياشت کې وه چې زمونږ  وزارت اعلان وکړ او دا بهرنۍ نړيواله جامعه او انټرنيشنل موسسات يې په دې قانع کړل چې تاسې به خپل پوستونه اعلانوئ که دا خل کې سړى نه و کولاى شئ له خارجه يې راولئ نو مونږ انشا الله داسې ويل چې اشپز يې نه شو راوړى، خدمه يې نه شو راوړى، باډي ګارډ يې نه شو راوړى اوس تقريبا قيودات ټول سخت شوي دي.
نړۍ : خلک بله خبره کوي وايي اکثره بهرنۍ کمپنۍ چې افغانستان کې پروژې اخلي او سلګونه کارګر پکې کار کوي دوى اکثره له لوړ پوړو چارواکو سره لار لري هغوى ته  فيصدي ورکوي او پخپله خوښه کار کوي
.حاجي حيات خان : نه، نه داسې نه ده مونږ بايد د دې وړتيا پيدا کړو.
 نړۍ : نو څه کول په کار دي؟
حاجي حيات خان : مونږ په دې اړه اداري مجلس کې دا خبره ياده کړې د ملک په سطحه تاسې که مېډيا اورئ خبرونه ګورئ زمونږ د ملک وزارت زمونږ نماينده دى په دې ورځو کې  د قطر او سعودي او  ځينو نورو ممالکو سره لګيا دى چې يو تعداد افغان کارګران چې متخصص خلک دي او هلته ورته ضرورت وي په هماغه اندازه دې د کار لپاره ورشي.
نړۍ : که ننګرهار ته راشو تاسو ته وزارت په دې اړه څه لارښـوونه کړې چې په دې برخه کې څه وکړئ؟
حاجي حيات خان : مونږ په دې اړه هغه بهرنى کارګر چې دلته راځي مونږه د متحدا لمال په شکل ورته له ټولو اد ارو نه انشا الله  د دې استحضاريه اخلو.
 نړۍ : دا خبره درته کله شوې وه چې داسې وکړئ؟
حاجي حيات خان : زه فکر کوم چې دې ورکشاپ کې په دې اړه وشوه،  لس ورځې کېږي ، ځکه مونږ په دوه  ويشتم او درويشتم د حوت کې دې کابل کې وو او له دې نه چې راغلى يم مونږ يو تعداد قيودات دغه کړي چې تقريبا شکايتونه هم شوي وزارت خارجې ته چې ما بيا دا غلط فهمي بيا رفع کړه
 له نړۍ اونيزې په مننه