نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم

ليک : عبيدالله شفيق
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم  !
په دی بی معنويته نړۍ کی رانه د انتخاب لوری ورک شوی بس زړه می راتنګ شوی، هيڅ نه پوهيږم چی څه وکړم؟ چيرته لاړم شم چی دا بوج او تشويش مې له اوږو ښکته شي ؟ کوم وطن ته لاړ شم چی هلته د بر او کوز کلي امامان په دين کی موافق نظرونه ولري؛ نيمه خوا او په مات زړه ژوند کوم:
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم !!
له هغی ورځې چی په ښه او بد پوه شوی يم له دی مصيبت سره لاس او ګريوان يم،خوب او ارام يی رانه اخيستی،سکون او ډاډ يی رانه اخيستی په رڼو او غړيدلو سترګو يي ړوند کړيم
نه پوهيږم د چاومنم او د چا ونه منم !!
دی تشويش اوفکرونودشخصی ژوندانه له ګريوانه سر راويوست؛اوس په عباداتو کی هم لالهانده او سرګردانه يم، په رکوع او قيام،وتر او تراويح،قرائت او دعاء... کی رانه لار ورکه ده.                                                                                               
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم
د کوم امام ومنم د بر کلي که د کوز؟ د بر کلي امام راته وايي چي رکوع ته د رفع اليدين پرته ښکته کيدل ناسم دی، خو د کوز کلي امام راته وايي چی: نه ، پام کوه !! رفع اليدين ونه کړی، په کلي کی به د اختلاف اور بل کړې، دا منم چی رفع اليدين کول سنت عمل دی خو نه کول يي هم سنت دي، دا منم چې کول يي افضل دي خو نه کول يی هم افضل دي.                
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم !!
د کوز کلي امام راته وايي چی: امام پسی وروسته د مقتدي  قرائت واجب دی،که چوپ پاتی شي لمونځ يي نه کيږي، خو د بر کلي امام راته وايي چی: نه ، دامام قرائت ستا قرائت دی، د امام پسی وروسته قرائت نشته ، کله چی قران لوستل کيږي چوپ پاتی شه له ځان سره هيڅ هم مه وايه.                              
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم !!
د برکلي امام راته وايي چي: وتر يو رکعت دی، دری ،پنځه او ... رکعتونه هم شته خو غوره يو رکعت دی.د کوز کلي امام راته وايی چی: نه، نه ! وتر يو رکعت نه دی،چا ويل چې يو رکعت دي ؟ وتر دری رکعته دي پنځه او .... رکعتونه هم شته خو غوره همدا دری رکعته دي.                                                          
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم !!
د برکلي امام راته وايي چی: تراويح شل رکعته دي،په همدی شل رکعتونو اجماع شوي،امت ورباندی قانع شوي... خو د کوز کلي امام راته وايي چی: نه ، تروايح پوره اته رکعته دی،شل رکعته هيڅ کوم بنيادي اصل نلري،تراويح شل ورځې شوي شل رکعته نه دي شوي،د پيغمبرصلی الله عيله وسلم په ژوند کې موږ د اتو رکعتونو شاهد يو نه د شل رکعتونو.....                 
نه پوهيږم د چا ومنم او د چا ونه منم !!
زه د ساينسي فاکولتې محصل يم،يواځی د قران عبارت لوستلی شم او په سطحي معنی باندی يي پوهيږم؛حديث هم همدارنګه يواځی متن يي لوستلی شم او په سطحی معنی باندی يي پوهيږم، نيغ په نيغه د يوې مسئلی استنباط نه شم کولی، نه له حديث او نه د قرآن له فلسفې، استنباط خو لا پريږده په دی هم نه پوهيږم چی کوم قول راجح دی او کوم نه،ځکه دا دروند کار دي يواځی د اجتهاد مرحلي ته نږدي او ياهم جيد او ستر علماء دا کار کولی شي. زه او زما په څير په ميليونونو مسلمانان څه وکړو؟؟!! که تقليد کوم د کوز کلي امام راته وايی چی پام!! تقليد مطلق حرام دی،ته په دی مکلف يي چی يواځی په قران او حديث عمل وکړی مستقيما له قران او حديث نه مسئله راواخلی؛تقليد به دی د جهالت او ګمراهۍ کندی ته ګذار کړي د نجات او سعادت لار به درباندی ورکه کړي .....د بر کلي امام راته وايي چی: نه،بی مقلده ژوند د دين په چوکاټ کی هيڅ امکان نلري،موږ مجبور يو چی د يوامام تقليد وکړو، که تقليد ونه کړو په دين کې به رانه لور ی ورک شي؛ که ووايم ستا په څير خلکو ته چی نه د قران په تعبير او تفسير عبور لري او نه د حديث په فلسفه حاکميت لري تقليد واجب دی، شايد تجاوز به می نه وي کړی...        
نه پوهيږم د چاومنم او د چا ونه منم!                                               
ای د بی چاره اسلامي امت سترو سترو داعيانو !!!
ای د محراب او منبر واکدارانو !!
په مونږ رحم وکړئ، دحل لار راپه ګوته کړئ،په خپلو کی سره متحد شئ. خير دي د يو بل په وړاندې لږ تنازل ومنئ، ستاسو په عادی تنازل او برداشت به يونيم ميليارد بی چاره او لالهانده اسلامي امت د نجات لار ومومي،يواځی ستاسو په وحدت او انسجام دا بی چاره او زوريدلی امت راټوليدلی شي، دا امت تاسو په جهالت کی اچولی، د دی امت په بچيوو تاسو لار ورکه کړی، د دی امت تګلوری تاسو بدل کړی،د دی امت د مجد او عظمت څلې ستاسو د اختلاف اوخودخواهۍ په برکت ړنګ شوی..... خير دی سوال درته کوؤ ! ځولۍ درته غوړؤ !! پښو ته مو غورځيږو !! ستاسو هره باداري او امر د سرپه سترګو منو!! خير دی ! د الله په خاطر، ددغه زوريدلي او کړيدلي امت په خاطر دومره وکړئ چی په خپلو کی يوبل وزغمئ خبره مو يوه کړئ،لږ د خپل موقف نه تېر شئ او يو بل برداشت کړئ.