
کوچنی ماشوم وم،په دويم ټولګي کی وم چی له خپل کلی مو کډه وکړه،د پيښور په يو مهجر کی مو واړول ؛لا مو هفته نه وه تېره کړی چی کلی می په زړه راووريد، ومی ژړل ومی ژړل دومره می وژړل چی اواز می ټپ شو،که به د کلي کوم ميلمه راغئ له خوشالۍ نه به په چيغو او ټوپونو شوم تر هغه به خوشاله وم چی ميلمه به په کور ؤ........ اوس می له کلی زړه موړ دی! کلی می اوس نه ياديږي ! زموږ کلی اوس بدرنګ شوی !د مينی او ورورګلوۍ احساس تری الوت کړی!انساني عواطف او احساسات په کی کم رنګه شوي، نه په کی امن شته !! او نه ډاډ !! هغه څوک پکی کمزوری او ناتوان دی چی ټوپک نلري.
زموږ د کلي دويمه ژبه ټوپک دی !!
هغه ټوپک چی کبر او غرور يی باداري کوي؛ که د کبر او غرور خوښه وي نه يتيم ګوري او نه مظلوم د همدی ژبی پرمټ ورسره غږيږي......زما اوس خپل کلی نه ياديږي ! زه اوس له خپل کلي سره مينه نلرم ! زما اوس کلی نه خوښيږي زه اوس خپل کلي پسی نه ژاړم! ځکه زموږ په کلي کی پرمظلوم او يتيم ظلم کيږي.