
له دې کبله چې ورځ تر بلې په نړۍ کې د انټرنېټ کارونه په ډېرېدو ده، په دې برخه کې کاروبار د ډېر کسانو لپاره پر یوه غوره مالي سرچینه بدل شوی دی. د فیسبوک د مشر او جک ما په څېرو ګڼو کسانو له دې برخې پیسې پیدا کړې چې یو هم په کې جرمنی رالف دومېرمود دی. نوموړی د ۱۹۶۳ زېږدیز کال د نومبر په ۱۹ نېټه په دېرن بچ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې د املاکو په برخه کې د اجېټ په توګه کار کاوه. رالف له ښوونځي تر فراغت وروسته د وينژو نورمال کالج لوستی دی. ده خپل لومړنۍ دنده د کمپیوټرو له یوه سیمه ییز حلقوي پلورنځي سره د ازاد پلورنکي په توګه پیل کړې ده. له دې حلقوي پلورنځي سره له پيل کړي کاروبا څخه یې خپل اړیکې پراخې کړې او له یو شمېر مشهورو کمپنیو لکه ای. ي. اېم، کمپک او دوچ تلېکام سره د مارکېټېنګ په برخه کې کارونه وکړل. له دې سره په یوه وخت یې د جرمني په یوه بانک کې روزنه هم ترلاسه کړه.
رالف بلاخره په ۱۹۸۸ کال کې د پلورونکي په توګه د کار پر مهال پر ګټلو پیسو د « 1&1 AG» په نوم کمپنۍ رامنځته کړله. دې کمپنۍ په لومړنیو وختونو کې د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکو وړو کمپنیو ته د مارکېټنېګ په برخه کې کارونه کول تر دې چې د ای بي اېم او دوچ تلېکام کمپنیو په څېر ستر مشتریان یې تر لاسه کړل.
د رالف د هڅو په لړ کې د کمپنۍ کاروبار پراختیا وموندله. دا کمپنۍ اوس په جرمني کې د انټرنېټي خدماتو د وړاندې کوونکو کمپنیو په سر کې راځي او له همدې کبله نوموړي ته د جرمني مسټر انټرنېټ وايي.
کمپنۍ چې اوس یې نوم یونایټېډ انټرنېټ ته اوښتی په جرمني کې د ډي اېس اېل له لارې ۲،۹۱ میلیونه مشتریانو ته خدمات وړاندې کوي. یونایټېد انټرنېټ د هغو اروپايي کمپنیو په سر کې راځي چې د پراختیا په حال کې دي. د نوموړې کمپنۍ د ونډو بیې تېر کال ډېرې لوړې شوې چې له کبله یې د رالف پانګه په همدې کال کې ۱،۹ میلیارده ډالره ډېره شوې ده. کمپنۍ په ۲۰۱۲ مالي کال کې د اروپا په کچه د کاروبار د پراختیا ریکارډ جوړ کړ چې د خدماتو د پلور کچه یې تر هغه د وړاندې کال په پرتله ۱۴،۴ سلنه لوړه شوې وه.
رالف په یونایټېد انټرنېټ کمپنۍ کې اوسمهال څلوېښت سلنه ونډې لري. فوربس مجله وايي چې د رالف دومېرمود پانګه اوسمهال دری اعشاریه نهه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۰۵ ام او په خپل هېواد جرمني کې ۲۴ ستر شتمن دی.
ده له خپلې مېرمنې طلاق اخیستی او یو زوی لري. نوموړی د جرمني په منتوبور کې ژوند کوي.
دغه ليکنه هيمانۍ کې هم خپره شوې ده