دښه  ژوندؤن لار

                                                           ليكنه:احمد امين
                                                               ژباړه:زاهد جلالي
ټول انسانان تريوه حده كولای شي چې خپل  ژوند جوړ كړي فقير يا مالداره خوښ يا نا خوښ ارزښتمن  يا عبث خوداپه يادلرئ  چې هيڅ كله هم مايوس كيږی مه,بلكې دښه راتلونكي هيله كوئ.داهيڅ كله هم مه وايئ چې ته خونابغه نه يې اويا ظروف مساعد ندي,اوپه دې وپوهيږئ  چې دعلم لاسته راوړل يوازې دنوابغو كار ندی,اويا بريا يوازې نوابغو پورې تړل شوي.
 
ﮔرچې ډير ځوانان نن ورځ وايي د پلاني سړي زوی بې لدې چې كومه علمي درجه يارتبه ولري هومره لويي مرتبې ته ورسيد,په دغو قلبونو يوه نافرمانه جادو خپره ده. اوداهغه افكار دي چې ددې په لرلوسره دكاميابي مخ هم ونه ﮔوري. او څوك چې پدې فكر وي خپل ژوند دشك په تيارو كې تيروي.
 
مګرهغه څوک چې دې افكاروته شاكړي په حقيقت كي بريالي شو. او وروسته لدې چې خپل دژوندون په لومړي پوړي كې ﮔام كيږدي ددې احساس كوي چې په حقيقت كې له ده سره يوه رڼا شته چې خپله لاره پرې وويني او راتلونكي ته يې وهڅوي. نوكله چې يوګام مخ پر وړاندې لاړشي عزم يې هڅوي چې مخكي ځه بې له كومې ويرې او شك څخه.
 
ښه لاره ځوانانوته داده چې داسپ ﭘه څير خپلو سترﮔو ته پټۍ كيږدي او يوازې خپل هدف ته وﮔوري اودهمغه لورته روان وي....... ترڅو يولوی عالم, بريالی تجار اوياهم ماهر كارﮔر ترې جوړ شي.
 
موږ داهم ملاحظه كوو چې يوازې يوهدف ته ولرې كه چېرته ترې له لاسه ووت نو دخستګي احساس كوي مګر څوک چې ډير اهداف ولري كه يو هدف ته ونه رسيد هيڅ اغيزه هم پرې نه كوي ځكه چې پراخ اهداف لري.
 
بله داچې تنها دمال لاسته راوړل مهم ندي بلكې مهمه خبره داده چې كاميابي وي,ښه اخلاق ولري,ريښتنی وي,په ضعيفانو مهربان وي. خو له بدمرغه  چې نن ورځ ډير كسان داسې فكر كوي چې برياليتوب په مال كې دی . زه وايم چې په هغه مال به ته څه وكړې چې دخير فكر درسره نه وي په عربي كي يومتل دی وايي چې دهغوسروزرو ارزښت به ښه وي چې نفسي فقر ولري؟
 
دژوند دښه والي دمهمترينو عواملو څخه دادي چې په خپل نفس باندي اعتماد ولري او دا فكر درسره وي چې نفس دې دكاميابۍ لاسته راوړونكی دی.
 
په حقيقت كی  دنفس ضعف زړه  وژني نو پر نفس اعتماد وكړه او داحترام او عزت په سترګه ورته وګوره.
 
وروسته لدې چې ستا په مقابل كې لوی لوی هدفونه واقع دي نو دهغو دلاسته راوړلو په تكل كې اوسه, وروسته له اعتماد پر نفس راتلونكي ته تبسم وكړه ځكه چې دا دعقل لپاره بهترينه دوا ده.
 
اعتماد پرنفس باندې هغه تارونه دي چې ستا ژوند ﮔنډي او دا ستا لپاره ښه طريقه ده ځكه دا په حقيقت كې يو لوی برياليتوب دی ددې په نسبت چې ډير مال ولرې . دهغه مال ارزښت به څه وي چې خوښي نه وي؟! اود برياليتوب ارزښت به ښه وي چې اخلاق نه وي؟! او دهغه ژوند ارزښت به ښه وي چې هميشه قهر او غصه وي؟!