درې ګټور نصايح


                                   ليکنه:دکتور عائض القرني
                                                                     ژباړه:زاهد جلالي
په دغو دريو ګټورو نصايحو  دې هر مسلمان نارينه او ښځينه عمل وکړي چې زمونږ د برياليتوب راز پکې نغښتی دی :
لمړي نصيحت :
هر مسلمان بايد دشرعي علومو د لاسته راوړلو لپاره ډير ځيرک وي،ځکه چې الله تعالۍ فرمايي (فاعلم اًنه لا اٍله اٍلا الله و استغفر لذنبک) د محمد سوره 19آيه
د الله او د رسول وينا پوهه ده،د خپل د عظمت مصدر او مبداً پيژندل پوهه ده، علم هغه علم وي چې د بنده اړيکي له الله سره کلکوي کوي، يعني نبوي سنت او قرآن(او نور هغه علوم چې د قرآن او سنت سره اړيکي ولري )
دوهم نصيحت:
د شيطان له ملګرتيا څخه ځان ژغورل او له نفاق څخه په جدي توگه لري والي،ځکه چې په دي طريقه د شيطان د بري لاره تړل کيږي او که پام وکړو دا د هغو ورونو تړل دي چې اسلامي نړي تري شديدي ضربي ليدلي او بل داچې څوک چې يو ځل پدي مرضونو اخته شي بيا تري وتل هم آسانه ندي.
 مسلمانان بايد وروګلوي او برابري په خپل منځ کي پيدا کړي،سره متحد شي،نرمه او ملايمه خبره په خپل منځ کي ولري او ټول هغه زهري مسائل چې زمونږ د نفاق سبب شوي پريږدي.
دريم نصيحت:
مسلمانان بايد ټول هغه دسايس او موامرات چې زمونږ په منځ کې د اختلافاتو عامل ګرځيدلي، مونږ يې تيت کړي يو او زمونږ کوريې وران کړی او د فتنې او فساد اور يې لګولی درک کړي.
زمونږ د فتنې او بدبختيو لوی عامل زمونږ ګناهونه دي، که چېرته مونږ د ګناهونو دروازې پر خپل مخ وتړو ،رابطه الله سره ټينګه کړو الله به مو وبښي او بريالي به مو کړي.