په فضا کې ژوند څه ته ورته دی؟: د یوې کيهانګرځې کیسه

 
ژ: ډاکټر نجیب ویال
د پیښې او د خپل فضايي سفر په هکله د ناسا(NASA) کیهانورده اغلې مارشا آیوینز(Marsha Ivins) داسې وایي:  دا ریښتا ده، چې ټول هغه احساسات کله چې تاسې خپل کور(خپله سیاره) پریږدئ او فضا ته پورته کیږئ په خبرو او ویلو نه څرګندیږي، ځکه دا احساسات او دغه شیبه نه هیریدونکې شیبه او هیجاني احساسات دي. ته لاندې ښکلې ځمکې ته ګورې او داسې احساس کوې، چې ژوند لاندې پاتې شو او ته هلته نه یې. دا حالت انسان ریښتیا چې ډیر هیجاني کوي، ان دا چې د انسان ساه لنډه لنډه کیږي او د منلو وړ نه وي.
ما د ناسا(NASA) سره د کار په وخت کې، څه نا څه ۵۵ ورځې هلته په فضا(کوسموس) کې تیرې کړې او دې نتیجې ته راغلم، چې دا شیبې او ورځې نه یواځې نه هیریدونکې دي، بلکې زما د ژوند تر ټولو په زړه پورې او پارونکې شیبې دي. یا په بله ژبه دا حالت ریښتیا چې د جادو نه ډک یو نثر ته ورته دي. په فضایي بیړۍ کې، کله شورماشور وي، کله هم د خلکو ګنه ګونه وي، کله هم ډیره ناارامي وي، خو کله چې ته د بېړۍ د کړکي نه لاندې خمکې ته ګورې او په دې ډول په فضا کې سفر کوې نو دې نتیجې ته راځې، چې دا ټول د ستر رب رحم دی، چې پر ما شوی او اوس زه په بشپړه توګه پر دې ټینګار کوم او قانع یم.
ټول خلک ښايي په دې اند او فکر وي، چې کله د کیهانوردانو یوه ډله په یوه داسې فضايې بیړۍ کې، چې د ۷ ملیونو باروتو ډګه ده، ښايي کیهانوردان به ډیر په تشویش کې وي او د مړکیدو ویره به ورسره وی، خو دا داسې نه ده، اصلي خبرا داسې ده، چې موږ یا ویده وو او په دې فکر کې وو، چې کله به له خیره فضا ته رسیږو او کله به دغه سفر رالنډیږي. یوه خبره بله هم شته، هغه دا چې دا سفر داسې ځنګړتیاوې لري: د بیړۍ سرعت ۲۸ زره کیلومتره په یوه ساعت کې باید وي، چې فضايي بیړۍ په ۸،۵ دقیقو کې خپل مدار ته ورسوي.
کله چې موږ خپل مدار ته رسیږي، نو خدای شته چې دغه شیبه نه هیریدونکې او د خوښیو ډکه شیبه ده؛ د ځان سره داسې شکرونه باسو، لویه خدایه شکر له خیره خپل حدف ته ورسیدو. د انسان د بې وزنه کیدلو احساس هم یو مثبت تاثیر لري، دغه حالت په خپله د دې معنا لري، چې موږ خپل مدار ته ورسیدو او د ځمکې د جاذبې قوې نه ووتو. هو، چې رانه پاتې نه شي، دغه حالت یو څو منفي ټکي هم لري، هغه دا چې د ځمکې د جاذبې قوې نه د وتلو په وخت کې د اسان وجود ټول ماعیات د انسان د سر په لور حرکت کوي، چې دا حالت په خپل وار سره د سر درد منځ ته راولي. موږ داسې احساس کوو، لکه چې مخ مو سره کش شوی چې وي او نس مو هوار شوی چې وي، په دې ډول د انسان په سر فشار لوړ شي، چې دا حالت د سر درد منځ ته راولي. د انسان وجود په فیزیولوژیک ډول په اولو دوو ورځو کې د سردردۍ د کمولو او توازون راوستلو لپاره څه نا څه یو لیتر متیازو(بولې) کولو سره د سر فشار کموي او درد له منځه ځي. د ښه والي د احساسولو لپاره څه باید وشي؟ د نوړې پوښتنې اصلي خواب داسې دی: د ځان د ښه احساسولو لپاره داسې تصور باید وشي، چې سر پورته او پښې لاندې دي؛ دا ځکه، چې کله انسان د خمکې د جاذبې قوې نه ووځي، نو ټول ځمکني فزیکي خواص (ښکته، پورته، شمال ، جنوب او لاندې باندې) له منځه ځي. کله چې د دې سیستم او حالت سره عیار شئ، نو د هر سفر سره دغه عیاریدل نور هم تیزیږي او انسان د دې حالت سره ژر بلدیږي، دا ځکه چې د انسان بدن دا په یاد ساتي، چې په فضا کې پاتې کیدل یانې څه ډول وي. په فضا کې زه دومره خوراک نه کوم، هو چې ریښتیا درته ووایم زه په کور کې هم دومره ډیر خواړه نه خورم. د ځمکې د جاذبې قوې او د مایعاتو د حرکت د نشتوالي له کبله ټول خواړه بل خوند اخلي؛ ما د څان سره یو ځل یو خوندور چاکلیټ وړی و، خو هلته په فضا کې یې د مومو خوند درلود، چې زه یې ډیره خفه کړم. هو، چې رانه پاتې نه شي، فضا د خیټورو او خوږو خوړونکو خلکو ځای نه دی.
فضایي خواړه، وار دمخه پاخه او بسته شوي وي، یواځې د اوبو ورډیرولو او ګرمولو ته اړتیا لري. په فضايې بیړۍ کې کوم سړوبى (يخچال) نشته، له دې کبله د تازه خوړو اسانتیاوې او امکانات نشته. په فضايې بیړۍ کې، یو له عجیبو او غریبو حالتونو څخه خوب دی. د ښه خوب کولو لپاره، خپله توشکه باید پر ځمکه، دیوال او یا چت وتړل شي، دغه توشکه چې د کڅوړې په ډول وي، په ځان کې د تړلو لپاره خاص ځنځیر لري، تر څو د وجود ټول غړي په کې وتړل شي او ازاد حرکت ونه کړي. د ډیرو خوندورو شیانو څخه یو هم دا و، په فضايې برړۍ کې لمرختنه په یوه ورځ کې ۱۶ ځله وي. زه په فضا کې د ژوند په اوږدو کې هیڅکله هم نه یم ناروغه شوې، خو ځمکې ته د راستنیدو ورسته به مې د ناراحتی احساس کولو. ځمکې ته د راستنیدو پر محال، منځنی غوږ، چې پر ځمکه کې د توازن دنده لري، هلته په فضا کې یې په موقتي ډول خپله وظیفه له لاسه ورکړي وي، بیرته د جاذبې قوي احساس کوي؛ د سر عادي حرکت د غورځیدلو سبب ګرځي. انسان د پخواني حالت د بیرته د راګرځیدلو لپاره یو څه وخت ته اړتیا لري.
په پای کې به د لیکنې د ښه پوهیدو لپاره د نړېوالې فضايې بېړۍ په هکله عام معلومات ورډیر کړم:
نړېوال فضايي تمځای(International Space Station) دا یوه نړېواله شبکه ده، چې د ۱۵ هیوادونو په واسطه د مختلفو حدفونو او تحقیقاتو لپاره کارول کیږي. دغه هیوادونه په لاندې ډول دي:
بلجیم، برازیل، ډنمارک، آلمان، اسپانیا، ایټالیا، کاناډا، هالنډ، ناروې، روسیه، امریکا، فرانسه، سوئیس، سویډن او جاپان دي.
دغه شبکه د مختلفو هیوادونو د څانګو څخه جوړه شوې ده، هر هیواد خپله څانګه لري.
دغه شبکه ۲۸۹۴۱۷کیلوګرامه وزن، ۱۰۹ میتره اوږدوالی، ۵۱ میتر پلنوالی، ۲۷ میتره جګوالی لري. په شبکه کې د ننه د تودوخې درجه څا نا څه ۲۶ ده. دغه شبکه د ځمکې نه په ۹۰ دقیقو کې یو ځل راګرځي.