
یو عالم وايي یوازې هغه خوبونه پر حقیقت بدلېږي چې په ویښه یې وینو. معنا دا چې د ښه ژوند لرلو تصور دی چې انسان ښه ژوند او بریالیتوب ته رسولی شي. په لومړیو کې ډېر کله خلکو ته ښايي د نورو اهداف د خندا وړ او خوب ښکاره شي، خو د هڅو په پایله کې هماغه په ویښه لیدل شوي خوبونه پر حقیقت بدلېږي. ډینمارکی لارس لارسن د همداسې یوه خوب په پایله کې میلیاردر شوی دی. دی د کچالیو په یوه کرونده کې د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د اګېسټ په شپږمه نېټه زېږېدلی. ماشومتوب یې په کرونده کې تېر کړی او کله چې د خپلو لاسو او پښو شو د فرنیچرو له یوې هټۍ سره یې د شاګرد په توګه کار پیل کړ. په همدې هټۍ کې د کار پر مهال ورسره د شخصي کار فکر پيدا شو.
نور نو د نوموړي د ژوند تر ټولو ستره موخه د فرنیچرو د یوې کمپنۍ جوړول و. همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې سپما پیل کړه. بلاخره یې پر سپما کړو پیسو په ۱۹۷۹ زېږدیز کال یو ګودام واخیست او د فرنیچرو لومړنۍ هټۍ یې پرانیستله. ده خپله لومړۍ هټۍ د ډنمارک په دویم ستر ښار « آرهوس» کې پرانیستله. نوموړي د خپل کاروبار د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. په ۱۹۸۴ کال کې یې خپله لومړنۍ څانګه له ډنمارک د باندې په ګاونډي جرمني کې پرانیستله. د وخت په تېرېدو یې کاروبار پراختیا وموندله تر دې چې دا کوچنی کاروبار یې د « جې وای اېس کې» په نوم د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدل کړ. دغه ګروپ اوسمهال د کورونو ټول اړتیا وړ او تجملي توکي تولیدوي. د کمپنۍ پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې جې وای اېس کې اوسمهال د نړۍ په ۳۶ هېوادونو کې ۲۱۰۰ هټۍ لري. د دغه ګروپ له بېلابېلو کمپنیو او څانګو سره شاوخوا ۱۸۵۰۰ کسان کار کوي او د کلنيو عوایدو کچه یې تر دوه نیم میلیارده یورو پورې رسېږي.
جې وای اېس کې سږ کال د خپلې ۳۵ کلیزې په ترڅ کې د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې هم څانګه پرانیستله. تېر کال یې د اي ډي ډیزاین په نوم د فرنیچرو یوه بله ستره کمپنۍ هم وپېرله چې د اي ډي اېموبلر او اېلوا په برنډونه تولیدات کوي. فوربس مجله وايي چې لارس لارسن اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۲ ام او په خپل هېواد ډنمارک کې درېیم ستر شمتن دی.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د ډنمارک په سېلکبورګ سیمه کې ژوند کوي.
ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده