څنګه خپل باور او وړتیا و روزئ؟!

 
ډېر وخت کېدای شي سخته وي، چې سړی په خپل توان او اوړتیا باورمن شي. په ځانګړي ډول هغه وخت، چې فکر کوئ، چې د ویلو لپاره څه نه لرئ او د یو شمېر کارونو وړتیا نه لرئ. دا فکر له ډیرو کسانو سره پیدا کیږي. فکر کوي، چې نور کسان پوهیږي او دی د هغوی ځای ته نه رسیږي.
په ځان کې د وړتیا روزنې تر ټولو مهم څیز پر خپل ځان او وړتیاوو د انسان باور دی.
تاسې هم لایق یئ او د کار توان لرئ. کوښښ وکړئ، چې په ځان کې شته وړتیاوې او خپلې ښې او مثبتې ځانګړې درک کړئ. کېدای شي تراوسه مو نه وي پیژندلې، خو ستاسې په وجود کې به موجودې وي.
تاسې ډېر وخت د هغو څیزونو په لټه کې وئ، چې نور خلک یې په اړه خبرې کوي.  خو خپله وګورئ، چې په تاسې کې نور څه پټې وړتیاوې شته دي؟ ممکن په نورو برخو کې هم خپله وړتیا و ازمویئ. د داسې څه په اړه فکر مه کوئ، چې نه یې شئ کولای، یا عمل پرې نه کوئ. لومړی وګورئ، چې دا کار ستاسې په توان کې دی او عملي کولای یې شئ او که نه؟ که همداسې فکر او خیال پلو کوئ یوازې به خپل زړه خورئ، خو که عمل ته ودانګئ نتایج به یې مثبت وي. کله مو، چې د ځان لپاره یو هدف وټاکه خامخا یې د حصول په لټه کې شئ. که غواړئ چې په یوه ورځ ژبه زده کړئ او په یوه کسب کې پوره ماهر شئ، هسې ځان نهیلی کوئ او بس.
کله کله سړی داسې فکر کوي، چې دا کار نه شي کولای. دا سم فکر نه دی. ددې پرځای باید ځان ته اجازه ورکړئ، چې ویې ازمويي. که غلط شو بیا یې ترسره کړئ، تر څو نتیجې ته ورسیږئ. په یوځل ټول کار مه کوئ. داسې مه کوئ، چې د یوې ورځې کار په یوه ساعت کې ترسره کړئ، ځکه دا کار له تاسې نه د فکر کولو او کاري کیفیت فرصت اخلي. استراحت وکړئ، چې ماغزه مو ارامه شول، خپل پاتې کار ترسره کړئ. له دفتر نه لږ ووځئ، په ازاده هوا کې ساه واخلئ ، له کړکۍ نه بهر شنه چمن یا انګړ ته وګورئ او له ځان سره فکر وکړئ، چې دا کار په ښه توګه ترسره کولای شئ.
کوښښ وکړئ هغو کارونو ته لومړیتوب ور کړئ، چې باور لرئ کولای یې شئ. ( ژباړه او زیاتونه)