د لا زياتو مېوو خوړولو لپاره لس لارښوونې

 میوې مو روغتیا ته ډیرې ګټورې دي. هغه خلک چې پخپل ورځیني غذایي رژیم کې زیاتې میوې او سابه خوري د ځینو مزمنو ناروغیو څخه په امن کې وي. میوې ځینې داسې غذایي توکي بدن ته تیاروي چې ارزښت یې حیاتي دی لکه پوتاشیوم، غذایي فایبر، ویټامین سي او فولیت. زیاتره میوې په طبیعي ډول کم غوړي، کم سوډیم او کمه کالوري  لري. هیڅ میوه کولسټرول نلري. د هرې میوې اوبه د میوې معنی لري. میوې کیدای شي تازه، کنګل شوي، وچې او یا میده شوې وۍ
۱). د خوند فکر وکړئ
د موسم تر ټولو خوږې او ښکلې میوې واخلئ، په خپل موسم کې یې فایده ډیره او غذایي مواد یې پوره وي. په خوږو میوو مو دسترخوان خوندور او ښایسته کړئ.
۲). بېلابېل ډولونه مېوې وخورئ
تازه، وچې، کنګل شوي او په دبلیو کې بندې هر ډول میوې ( یا یې ۱۰۰٪ جوس) ښه دي. تازه یې تر ټولو ښې دي، خو تاسو باید په هر صورت پوره اندازه میوې ولرئ، که له هر ډول څخه وي.
۳). فايبر مه هېروئ
کوښښ وکړئ، چې میوې په اصلي شکل او تازه وي، په جوس کې فایبر کم وي چې خپل غذایي ارزښت لري. زیاتره میوې تر ښو پاکو وینځلو وروسته له پوستکي سره وخورئ.
۴). يوه ښه نمونه اوسئ
په هر وخت غذا او اضافي وختونو کې د ښو میوو په خوړلو سره خپلو اولادونو ته یوه ښه بیلګه شئ.
۵). په سباناري کې مېوې شاملې کړئ
سهارنۍ کې پر حبوباتو سربیره میوې لکه کیله، شفتالو، توت او نورې میوې هم وخورئ. د مالټې یا انګورو ۱۰۰٪ جوس هم ګټور وي. میوې له کم غوړو یا بې غوړو مستو سره هم یوځای کولی شئ.
۶). په غرمنۍ کې هم مېوې وخورئ
کیله، انګور او نورې میوې یوازې یا په سلاډ کې وخورئ. د شفتالو یا مڼو مربا هم ښه ده.
۷). په ماښامنۍ کې هم مېوې ګټورې دي
اناناس، مالټې، توت یا انګور او نورې میوې هم یوازې او هم په سلاډ کې نوش جان کړئ.
۸). اضافي وچې مېوې هم ګتورې دي
وچې میوې ګټورې دي. انتقال یې اسان دی. ځان سره یې ساتئ، که چې مو اشتها راغله هر وخت او هر چیرته یې خوړلی شئ.
۹). مېوې مصئونې وساتئ
میوې تر تیارولو او خوړولو مخکې په پاکو روانو اوبو ښې ووینځئ. ښې یې وموښئ چې خاورې، دوړې او میکروبونه ترې لیرې شي. بیا یې په پاک ټوکر وچې کړئ.
۱۰). مېوې ښکاره کېږدئ:
د میوو یوه ډکه کاسه د خوراک د میز پر سر، د اشپزخانې پر میز یا دسترخوان کیږدئ چې اشتها مو راوپاروئ.

د میوو او سبو په خوړلو کې د موسم تازه میوو او سبو ته ترجیح ورکړئ. خدای چې کوم شی په کوم فصل کې پیدا کړی دی، د همهغه موسم لپاره ګټور دی. که ظاهرا وکتل شي، نو مالټه، لیمو او د دغې کورنۍ نورې میوې په سوړ ژمې کې یخې ښکاري، خو که حقیقت کې د ویټامین سي په لرلو د ژمنیو میکروبونو په وړاندې د بدن مقاومت اوچتوي او د خوږو په لرلو د بدن تودوخه زیاتوي.